لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد: د افغانستان سولې ته، په احتیاط، خوشبینه یم


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکې خاص استازی زلمی خلیزاد وایي د ستونزو او چلینجونو سره سره، بیا هم تر یو حده خوشبینه او هیله من دی چې د افغانستان وروستۍ ١٧ کلنې جگړې ته به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو یوه حل لاره پیدا کړي.

خلیلزاد چې یو په خټه افغان امریکایي ډیپلومات دی، د اتوار په ورځ کابل کې خبریالانو ته د سولې په لاره کې د خپلو هلو ځلو معلومات ورکړل. هغه چې په قطر کې د دویم ځل دپاره له طالب استازو سره درې ورځیني خبرې اترې کړي دي او تازه افغانستان ته ستون شوی، په کابل کې یې له افغان سیاستوالو سره خپلو لیدنو ته بیا هم ادامه ورکړې ده.

زلمي خلیلزاد د اتوار په ورځ افغان خبریالانو ته وویل: «پوهیږم چې افغان حکومت سوله غواړي. طالبان وایي هغوی په دې باور نه لري چې وکړای شي د جنگ له طریقه بریالي شي، او زیاتوي چې دا پاته مشکلاتو ته د سیاسي مذاکراتو له لارې، سوله ییزې لارې چارې لټوي.»

ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو جزییات، له رسنیو سره شریک نه کړل، خو د مخکې پرتې لارې په هکله یې خوشبیني وښوده. هغه وویل: «فکر کوم د روغې جوړې او سولې دپاره، یوه موقعه شته... د نن دپاره داسې څه نه لرم چې اعلان یې کړم، خو هغو پیچلو موضوعاتو ته په کتنې چې لا پاته دي، په حفاظتي ډول خوشبینه او هیله من پاته یم. زه نه غواړم چې ستونزې وړې وشمارم او یا کاذبې هیلې یا تمې راوپاروم.»

یوه ورځ مخکې تر دې، د خالي په ورځ، طالب سرچینو هم ویلي و چې د خلیلزاد ټیم سره د طالبانو د خبرو اترو په اړه دواړه اړخونه خوشبینه دي.

په څه باندې یوه میاشت کې، دا دویم ځل دی چې زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیده کاته کوي.

خلیلزاد د اتوار په ورځ خبریالانو ته دا هم وویل چې افغان حکومت په عالمي توگه یو منل شوی مشروع حکومت دی، او ضرورت نه ویني چې د افغان حکومت پر ځای دې له طالبانو سره خبرې وکړي.

په کابل کې د زلمي خلیلزاد تازه څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

هغه ټینگار وکړ چې تر ټولو مهمه خبره اوس په افغانستان کې د سولې ټینگیدل دي.

خلیلزاد پخپلو خبرو کې همدا راز وویل: «هیله من یم چې طالبان او نور افغانان، د صدارتي انتخاباتو له تاریخ څخه، د یو ضرب الاجل په توگه کار واخلي چې مخکې له انتخاباتو د سولې یو توافق ته ورسیږي، ځکه تشدد به ختم شي، په انتخاباتو کې د گډونوالو شمیر به زیات وي، او نتیجه به هم په لا پراخه پیمانه ومنل شي.»

بل پلو بیا اسوشیتډ پرس آژانس د یوې طالب سرچینې څخه خبر ورکړی چې له خلیلزاد سره قطر کې په وروستۍ لیدنه کې، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هرات والي‌ خیرالله خیرخواه و او پخوانی مشر پوځي قومندان ملافاضل هم حاضر و. دوي څو کاله وړاندې د یوه امریکایي پوځي په بدل کې د ګوانټانامو له زندان نه آزاد شول او قطر کې میشت شول.

یوې بلې ذریعې ویلي چې طالبانو غوښتلي چې د ولسمشرۍ راروانې ټاکنې باید ترسره نشي او په افغانستان کې دې د عبدالستار سیرت په مشری یو لنډمهالی حکومت جوړ شي. ۸۱ کلن عبدالستار سیرت پخواني‌ پاچا محمد ظاهر شاه ته نږدې کس و او څرګنده نده چې ولې طالبان چې مولوي هبت الله ته «امیرالمومنین» وايي د هغه په مشری د لنډمهالي‌ حکومت جوړیدل غواړي.‌

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG