لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ، راتلونکې اونۍ د نیغ په نیغه خبرو د پیل امکان


د افغانستان د سولې عالي شورا نن هیله څرگنده کړله چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه د سولې خبرې به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.

دغه شورا وایي چې له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو پیل ته، شرایط برابر شوي او لارې چارې یې هم سنجول شوي دي.

د سولې د عالي شورا سکرټر، محمد اکرم خپلواک، نن ولسي جرگې ته په وینا کې وویل چې یاده شورا او افغان حکومت له طالبانو سره د نیغ په نیغه مذاکراتو لپاره بشپړه آمادگي لري او هیله من دي چې طالبان هم د سولې خبرو ته چمتو شي او خپل استازي معرفي کړي.

ډاکتر خپلواک وویل: «هیله من یو چې په راتلونکې اونۍ کې وکړای شو دویم پړاو ته چې نیغ په نیغه بین الافغاني مذاکرات دي، ورسیږو. په دې پړاو کې موږ هم د هیواد دننه او هم د سیمې او نړۍ په کچه ضروري گامونه اوچت کړل.»

خو ښاغلي خپلواک دا جزییات ورنه کړل چې د طالبانو سره د نیغ په نیغه مذاکراتو تابیا چیرته نیول شوې ده.

د سولې د عالي شورا د رسنیو برخه وایي چې ښاغلي خپلواک په پارلیمان کې د خبرو پر مهال، پر طالبانو غږ وکړ چې د خلکو غږ ته دې زرترزره ځواب ورکړي.

کله چې د پارلیمان غړو، د سولې د عالي شورا له سکرټر نه د خبرو اترو د څرنگوالي په اړه وپوښتل، نو ښاغلي خپلواک وویل: «د افغانستان د سولې بهیر، د افغانستان د خلکو تر مشرتابه، حاکمیت، او مالکیت لاندې دی، او دا هیلې هم زیاتې شوي چې په راتلونکو اونیو کې په خورا پراخه توگه د سولې د بهیر ملاتړ وشي.»

ښاغلي خپلواک د تیر اختر پر مهال د حکومت او طالبانو ترمنځ ډزبندي، «یوه بریالې تجربه» وبلله او ویې ویل چې افغانستان دا ډزبندي ډیره ښه سمباله کړله.

د سولې د عالي شورا دغه چارواکی وایي چې که طالبان له سیاسي لارې سوله وکړي، نو د حکومت نورې وړې مخالفې ډلې به د جگړې توان له لاسه ورکړي.

طالبانو تر اوسه له حکومت سره د سولې د خبرو د پیل په هکله څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې یې هغه رپورټونه چې گني د طالبانو ځیني مشران له حکومت سره په پټو خبرو لگیا دي، درواغ بللي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG