طالبانو ویلي افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د انخلا مکمل کېدو نه په هېواد کې د ترکي ځواکونو موجودګي به د قبلولو وړ نه وي.
طالبانو د جمعې په ورځ په یو بیان کې په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د پاتې کېدو مخالفت وکړو.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې صدر جویابډن او د ترکي صدر رجب طیب اردوان په ملاقات کې په دې متفق شوي دي چې د امریکايي او نېټو ځواکونو د وتلو وروسته به ترک ځواکونه د کابل هوايي ډګر د امنیت مسولیت په غاړه کوي.
د امریکې د قامي سلامیته مشیر جېک سولېون د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د حامد کرزي نړیوالو هوايي ډګر د تحفظ دپاره د ترکي د ژمنې د عملي کولو دپاره کار شروع کړی شوی دی.
د جېک سولېون په خبرو دپاره چې د طالبانو ترجمان ذبېح الله مجاهد سره رابطه وشوه نو د وایس اف امریکا انګریزۍ څانګې ته یې ووېل چې په افغانستان کې د هوايي اډو او نورو استانتیاو ذمه واري د افغانانو ده.
د وي او ای رپورټ ترمخه ذبیح الله مجاهد وویل که نړیوالو ځواکونو د هوايي ډګر د تحفظ په نوم خپل شتون په ځای ساتي نو د "بریدګرو" په نظر به ورته کتل کېږي که دغه ځواکونه د ترکي وي او که د بل ملک.
ذبیح الله مجاهد وویل طالبان ترکي سره سفارتي او د ورور ولۍ تعلقات لري او ترک سفارتکارانو د طالبانو سره په ورستیو خبرو کې په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د پاتې کېدو تجویز شریک کړی دی. خو طالب ترجمان وویل ترکي ته وېل شوي چې دغه تجویز د منلو وړ نه دی.
د وي او ای رپورټ وايي د نټېو د مشرۍ دلاندې ۵۰۰ ترک عسکر په غیر جنګي کردار کې په افغانستان کې په ځای کړي دي او د ډیر وخت راهسې د کابل هوايي ډکر د تحفظ دنده یې ترسره کړې ده.
د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د سفارتي هلو ځلو د دوام دباره د کابل هوايي ډګر تحفظ اهمیت لري او دا ویرې هم څرګندیږي چې د نړیوالو ځواکونو د ستنېدو وروسته د افغان حکومت امنیتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ تاوتریخوالي د زیاتېدو په نتېجه کې افغانستان یو وارې بیا په خانه جنګۍ کې ښکېلېدلی شي.
د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون وویل د طالبانو د خبرو باوجود به د کابل هوايي ډګر د امنیت دپاره د ترک ځواکونو د موجودګۍ دپاره هلې ځلې کولی شي. هغه وویل د هوايي اډې د امنیت په نتیجه کې په افغانستان کې سفارتي او نړیوال فعالیتونه سر ته رسول کېدلی شي.
اسټرېلیا چې په افغانستان کې یې ۸۰ عسکر پاتې دي دا میاشت یې په ناڅاپې ډول په کابل کې د خپلې سفارتخانې د تړل کېدو اعلان وکړو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د کابل هوايي ډګر د تحفظ دپاره د ترک ځواکونو پاتې کېدل به د امریکې او طالبانو د امن معاهدې خلاف ورزي وي.
د وي او ای رپورټ وايي روس هم د ترکي د تجویز مخالف کوي. روسي مطبوعات افغانستان دپاره د روس استازي ضمیر کابلوو له قوله وايي چې په افغانستان کې د ترک ځواکونو پاتې کېدل به د طالبانو او د امریکې د لوظنامې خلاف ورزي وي.
د وي او ای رپورټ وايي افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د انخلاف شروع کېدو نه پس طالبانو د جنګ به مېدان مهم پرمختګ کړی دی او ۲۴ ولسوالۍ يې په مکمله او یا جزوي ډول نیولي دي.
د وي او ای په رپورټ کې د افغانستان د اریانا ټېلې وژن د رپورټ حواله ورکړی شوي چې وايي چې په تېره یوه میاشت کې طالبانو ۳۷ ولسوالۍ نیولي دي.
بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل په تېرو ۲۴ ګنټو په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو په مهال تر ۳۰۰ پورې وسله وال وژل شوي دي.
د وي او ای رپورټ وايي طالبانو هم حکومتي ځواکونو د زیان رسولو دعوې کړي او دي او داسې وډیوګانې یې هم شایع کړي چې په مبینه توګه ښايي امنیتي ځواکونه دوی ته تسلیمېږي.