لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان مرستیالان د پوځ دا خبره ردوي چې سیاسي کړکېچ کې هغه د جنرل باجوه نه مرسته غوښتې وه


د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان ځینو مرستیالانو د پوځ دا خبره رد کړې چې عمران خان پوځ ته خواست کړی و چې د سیاسي کړکېچ ختمولو په لړ کې دې پوځ د هغه مرسته وکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پوځ ترجمان مېجر جنرل بابر افتخار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو خبري کانفرس ته چې په ټېلې وژن هم نشر شوی و وویل عمران خان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره رابطه کړې وه او غوښتلي يې وو چې حزب اختلاف ته دې دا پېغام ورکړي چې که چېرې حزب اختلاف د هغه په ضد د عدم اعتماد تحریک بېرته واخلي نو هغه (عمران خان) به استعفا ورکړي او نوي عام انتخابات به اعلان کړي.

جنرل بابر افتخار وویل جنرل باوجوه د حزب اختلاف ګوندونو ته د عمران خان تجویز وړاندې کړو خو دوی رد کړو. جنرل افتخار وویل د پوځ مشر سره غونډه کې د عمران خان د استعفا او د عدم اعتماد په اړه هم خبرې شوي وې.

مېجر جنرل بابر افتخار
مېجر جنرل بابر افتخار

د وي او ای د رپورټ ترمخه د جمعې په ورځ د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو لوړ رتبه غړي په لومړي ځل په څرګنده ډول دا خبره وکړه چې د سیاسي کړکېچ حل کولو دپاره د ملاقات غوښتنه عمران خان نا بلکې د پوځ مشر جنرل باجوه کړې وه.

شیرین مزاري چې د عمران خان په کابینه کې د انساني حقونو وزیره وه په ټوېټر یې یو پېغام کې وویل چې دا خبره واضحه او په رېکارډ کول غواړي چې د "سیاسي جمود د ماتولو" دپاره وزیراعظم په پوځ د مرستې غږ نه و کړی.

شیرین مزاري وویل د سیاسي کړکېچ ختمولو دپاره د حل لاره جنرل باوجوه تجویز کړې وه خو عمران خان د استعفا ورکولو نه انکار کړی و.

مېرمن مزاري وویل پوخ د دفاع وزیر پرویز خټک په زریعه عمران خان سره د ملاقات غوښتنه کړې وه او وزیراعظم ته یې درې تجویزونه ورکړي وو چې یا دې عمران خان مستعفي شي او یا دې د عدم اعتماد په تحریک کې برخه واخلي.

د عمران خان بل مرستیال چې نوم څرګندول یې نه غوښتل وي او ای سره خبرو کې یې د شیرین مزاري د بیان وضاحت وکړو او ویې وېل چې د هغې بیان د پوځ دا دعوه ردوي چې د وزیراعظم دفتر پوځ نه خواست کړی و چې د سیاسي مسلې په حل کولو کې دې منځګریتوب وکړي.

د شیرين مزاري په بیان د پوځ دریځ معلومولو دپاره چې وي او ای د جنرل افتخار سره رابطه وکړه نو هغه وویل "ما چې څه وېل غوښتل ما ویلي دي او زه پې ولاړ یم."

په قومي اسمبلۍ کې د هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک د ناکامه کېدو په نتیجه کې د عمران خان حکومت د پېنځه کالو قانوني معېاد د پوره کولو نه مخکې ختم شوی دی.

عمران خان دا خبره تکرار کړې چې د حزب اختلاف ګوندونو د هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک د امریکې په سازش وړاندې کړی و ځکه چې هغه د روس دوره کړې وه.

وایټ هاوس او د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ د عمران خان دغه دریځ ردوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپل خبري کانفرنس کې جنرل افتخار د عمران خان د دې خبرې تاید وکړو چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر سره تیره میاشت خبرو کې لوړ رتبه امریکايي مامورینو "غیرسفارتي ژبه" استعمال کړې وه د پاکستان په کورنیو چارو کې د مداخلت برابر وه.

جنرل افتخار د عمران خان دا خبره رد کړې چې هغه د امریکايي سازش په نتیجه کې د حکومت نه لېرې کړی شوی دی.

د وي او ای رپورټ وايي د پوځ او د عمران خان د ګوند ترمنځ د الفاظو جنګ په داسې حال کې کېږي چې عمران خان به د خالي‌، شنبې، په ورځ په کراچۍ کې جلسې ته وېنا کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ عمران خان په پېښور کې د پلویانو د سلګونو زرګونو غوڼدې ته وویل چې د حکومت په ضد به یې جلسې تر هغه وخت پورې دوام لري تر څو یې چې د نویو انتخاباتو اعلان نه وي کړی.

د معمول عام انتخابات د 2023 په اخېره کې کېدونکي دي.

عمران خان د جمعې په ورځ دا الزامات تکرار کړل چې د هغه په لېرې کېدو کې امریکا لاس لري.

د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د عمران خان د خبرو په اړه "زمونږ پېغام واضحه او مستقل دی. کوم الزامات چې وړاندې کړی شوي دي په دې کې هېڅ ډول حقیقت نشته."

نېډ پرایس وویل امریکا د جمهوري او ایین اصولو او د انساني حقونو د احترام ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې که په پاکستان کې وي او د دنیا په بل کوم ځای امریکا نه یو او نه هم بل سیاسي ګوند ته ترجیح ورکوي."مونږ په پراخه کچه د اصولو ملاتړ کوو چې پکې د قانون پاسداري او د قانون دلاندې مساوي انصاف شامل دی."


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG