لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اؤ روس تماسونه، د ماضي په پرتله یې اړیکو کې ګرمجوشي ولې زیاتېږي؟


د سږ کال د جولای په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف په استانه کې د اېس سي او د غونډې په څنډه کې د روس صدر ولادمیرپوټن سره ملاقات وکړو
د سږ کال د جولای په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف په استانه کې د اېس سي او د غونډې په څنډه کې د روس صدر ولادمیرپوټن سره ملاقات وکړو

د پاکستان اؤ روس ترمنځ دې وروستیو کې نزدیکت سېوا شوی دی اؤ اوس دواړه هیوادونه له تماسونو وروسته د همکارۍ د پړاونو سر کولو اراده لري.

دوه اړخیزه اړیکو ته د ودې ورکولو لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ د راتلونکي کال څخه د بار وړونکي ټرین یا اور ګاډي چلولو پرېکړه هم شوې ده.

په لمړي سر کې به دا بار وړونکی اور ګاډی په ازمیښتي بڼه چلول کیږي خو سفارتي څېړونکي وایي چې پاکستان په چټکتیا سره د چین تر څنګ روسیې سره هم خپلې اړیکې پراخوي اؤ داسې بریښي چې په دې لړ کې پاکستان کوم بهرني فشار قبلولو ته تیار نه دی.

د پاکستان د انرژۍ مرکزي وزیر سردار اویس خان لغاړي روانه اونۍ د مسکو په سرکاري سفر ؤ اؤ هلته یې د روس اؤ پاکستان د بین الحکومتي کمیشن په نهمه غونډه کې برخه اخستې اؤ په بیلابیلو څانګو کې د مرستو غځولو په اړوند یې روسي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

د اویس لغاري د وینا له مخې روس اؤ پاکستان د اړیکو پراخوالو تر څنګ د یو نوي مال وړونکي اور ګاډي د پاټلۍ په ذریعه یو بل سره پيوست کېدونکي اؤ ددې لاهدارۍ له لارې به د روس څخه سامانونه د ایران اؤ اذربایجان په لاره پاکستان ته رارسېږي.

تر دې وړاندې دا خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې پاکستان پاکستان د نړیوال نارتهـ کوریډور د برخې جوړېدو پرېکړه کړې ده چې دا به خواوشا 7200 کلو میټره اوږده تجارتي راهدارۍ وي اؤ دا راهداري به د سمندري جازونو ، ریل اؤ سړک له لارې پاکستان سره پيوست وي.

ویل شوي وؤ چې دا راهداري به په لمړي سر کې د هند نه سامانونه د سمندر له لارې ایران ته رارسوي بیا به د هلته نه د سړک اؤ ریل له لارې اذربایجان، روس ، منځني ایشیایي ریاستونو اؤ یورپ ته رسول کیږي.

خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دې راهدارۍ کې به پاکستان څنګه اؤ کله شاملولی شي.

یو روسي ټيلي ویژن سره خپله وروستۍ مرکه کې د پاکستان د انرژۍ د وزیر وینا وه چې د پاکستان اؤ روس د اړیکو د پیاوړتیا مقصد د کوم بلاک یا هیواد مفاداتو ته زیان رسول نه دي.

د هغه په خبره پاکستان روس سره اړیکې د خپلو ګټو لپاره ښې کوي ترڅو د دواړو هیوادونو ولس ددې نه ګډې ګټې پورته کړل شي اؤ د روس اؤ پاکستان په اړیکو باید لویدیځ خفه یا مرور نه شي.

د سړې جګړې د دورې له ختمېدو اؤ له هغې وروسته هم پاکستان د روسیې په پرتله د امریکې اؤ لویدیځو هیوادونو مهم ایتلافي ګڼل کېدو خو په دې وروستیو څو کلونو کې د اسلام اباد په بهرنۍ تګلاره کې بدلون لیدل کیږي.

د څېړونکو په اند اوس د پاکستان او روس تعلقات د تېرو وختونو یا ماضي په پرتله بیخي بدل لیدل کیږي.

د پاکستان پخوانی جارجه سکتر اؤ سفارتکار شمشاد احمد وایي د روس اؤ پاکستان اړیکو کې د ماضي په نسبت د ښه والي اؤ ګرمجوشۍ اصل وجه د نړۍ بدلیدونکي حالات دي.

امریکه غږ سره خبرو کې شمشاد احمد ویلي د ملکونو خارجه پالیسۍ په ورځني بنیاد نه بدلېږي بلکې هغې کې لوړې، ژورې د وخت په تېرېدو سره راځي اؤ د نړۍ په بدلېدونکو حالاتو کې پاکستان هم د خپلې خارجه پالیسۍ د مقصدونو ترلاسه کولو هڅې کوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د هغه په وینا ، څنګه چې چین سره پاکستان خپلو اړیکو ته ارزښت ورکړی دی همداسې اوس د امریکایي فشار نه قطع نظر د روس سره هم د اړیکو د پراخولو اؤ پیاوړي کولو هڅې کیږي.

د سفارتي سرچینو وینا ده چې د اوکراین د جګړې په پایله کې په روس د امریکې اؤ اروپاي یونین د بندیزونو په موجودیت کې اسلام اباد د مسکو سره د کاروباري اؤ تجارتي اړیکو مخ په وړاندې د بوتلو لپاره د عمل جوګه متبادله منصوبه لټوي.

بل پلو د پاکستان حکومت هم هڅه کوي چې د سي پېک پروژې لاندې د بېلا بېلو مهمو سړکونو جوړولو او د اورګاډي د کرښې یا پاټلۍ د اپ گریڈیشن پروژو لپاره د روسیې مرسته ترلاسه کړي ،اوس مهال په دې برخه کې کوم کوټلی پرمختګ نه لیدل کیږي.

د پاکستان او روس ترمنځ اوسنۍ سوداګریزه اندازه یوازې یو میلیارد ډالر ده. مګر، پریکړه شوې چې دواړو هېوادونو ترمنځ د "بارټر تجارت" هم پیل شي.

بارټر تجارت یوه داسې سوداګري ده چې پکې پیسې نه ورکول کیږي، بلکې توکي او خدمات د یو بل په مقابل کې بدل کېږي.

د روسيې مرستیال وزیراعظم تېره مياشت وروسته له هغې پاکستان ته سفر وکړ، چې د پاکستان د سوداګرو يو پلاوی روسيې ته ولاړ او هلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د بارټر سوداګرۍ په اړه يو تړون لاسليک شو.

د تېرې میاشتې په پای کې د روسیې د ایتلافي هیواد بیلاروس ولسمشر هم اسلام اباد ته سفر کړی و.

ځینې څېړونکي په دې باور دي چې دا پرمختګ له روسیې او د دغه هیواد د ایتلافیانو سره پر خپلو اړیکو د اسلام اباد زیات ټینګار او د پاکستان په سیمه ییزه ډیپلوماسۍ کې یو نوی باب په نښه کوي.

د سفارتکار شمشاد احمد په وینا روسیه له نړۍ سره خپلې اړیکې له سره تنظیموي او په دې شرایطو کې له اسلام اباد سره ښې اړیکې ورته مناسب ښکاري.

ډاکټر شمشاد وويل، د پاکستان او روسيې د اړيکو مثبت اړخ دا دی چې داسې ښکاري چې دوی د اقتصادي، مالي او سوداګريزو ګټو د راټولولو په حال کې دي. دا د پاکستان په دیپلوماسۍ کې لوی بدلون دی ځکه چې پخوا پاکستان د مرستې او پورونو غوښتنه کوله. خو اوس داسې ښکاري چې د هغه تمرکز یو څه پر سوداګرۍ او پانګونې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوداګرۍ، اقتصادي، ساینسي او تخنیکي همکاریو لپاره د پاکستان او روسیې د بین الحکومتي کمېشن په نهمه غونډه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو سربېره د پاکستان او روسیې ترمنځ د هوايي اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو خواوو د انرژۍ، تعلیم، طب، سوداګرۍ، پوهې او تخنیکي تبادلې او صنعتي همکاریو په برخو کې د همکارۍ د پراختیا لپاره اته دوه اړخیز سندونه هم لاسلیک کړل.

( د وي او اې اردو څخه په مننه)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG