د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلع کورمه کې د امنیت ټینګولو لپاره راجوړې شوې جرګې تر نامعلومې مودې په کورمه کې د اوربند پرېکړه کړې اؤ ویلي یې دي چې د جرګې تر فېصلې به د دواړو خواوو مورچې تشې پرتې وي.
په سیمه کې دا ستره جرګه د پښتونخوا صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډاپور په وینا د کوهاټ ډویژن د کمشنر معتصم بالله په مشرۍ د جمعې په ورځ راجوړه شوې وه چې پکې د کورمې د فریقینو تر 100ؤ مشرانو برخه درلوده.
د جرګې غړو د فریقینو سره په جلا- جلا اؤ اجتماعي توګه هم لیدنې کړي اؤ کورمه کې یې د دایمي امن لپاره مهمې پرېکړې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند ښاغلي بیرسټر سیف رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د جرګې د هڅو په رڼا کې فریقینو تر نامعلومې مودې د اوربند پرېکړه کړې اؤ د سترې جرګې تر غوڅې فېصلې به یو اړخ هم مورچې ته نه خېژي.
ښاغلي سیف ویلي د جرګې برخه والو په دې خبره اتفاق کړی دی چې جګړه د یوې ستونزې هواری هم نه دی ځکه نو دوي به خپله ستونزه په خبرو اترو هواروي.
د کوهاټ کمشنر معتصم بالله رسنیو ته ویلي چې حکومت کورمه کې د دایمي امن د ټینګښت لپاره خپلې ذمه وارۍ په ښې توګه ترسره کوي اؤ په هر صورت به سیمه کې کومتي عملداري باوري کولی شي.
هغه ویلي کورمه کې په جګړه بوختو خواؤ د جرګې په مهال عزم ښودلی چې تر څو سیمه کې بشپړ امن نه وي ټینګ شوی ، دوي به تر غې یو بل سره کښیني پاڅي اؤ د ستونزو په هواري به خبرې اترې کوي.
هغوي ویلي چې د لسګونو کالو نه سیمه کې د راروانې ستونزې دایمي هواري لپاره وخت ته اړتیا ده خو دا چې دواړه خواوې به خپل اخلاص ښیي اؤ جګړې ته به نوبت نه ورکوي.
کورمه کې په 21 نومبر د مسافرو په ګاډو نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې چې پکې په لومړي سر کې 43 مسافر وژل شوي وؤ اؤ بیا وروسته دغه پېښه کې د وژنو شمیره تر 52 ورسېده.
د مسافرو په ګاډو له شوي برید وروسته په کورمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ فرقه ییزې نښتې پېل شوې وې.
د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز (پيکس) د رپورټ ترمخه د کورمې په نښتو کې 120 کسان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې روانه اونۍ د صوبایي حکومت اؤ سیمه ییزې انتظامیې په ملاتړ راجوړې شوې جرګې د یوې اونۍ اوربند کړی ؤ چې وروسته په هغې کې نوره د دریوؤ ورځو پراختیا هم راوستل شوې وه.
د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزۍ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل کړی وو او په کې يې 35 پورې کسان وژل شوي او د 100نه زيات یې ژوبل شوي وو.
د کورمې انتظاميې او ځايي خلکو تاييد کړې وه، چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.
د بګن اوسېدونکو ويلي وو، د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمو څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډې کړي دي.
د ځايي انتظاميې چارواکو د کډه شوو خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو د کوزې کورمې اوسېدونکو ويلي، خلکو خپل کورونه پرېښودي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.
Forum