لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړوونکي: ګاونډي ملکونه دي په افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې مرسته وکړي


د افغانستان په موجوده بشري او اقتصادي صورتحال کې څېړوونکي د پاکستان کردار هم اهم بولي. هندوستان هم په نژدې ورځو کې افغانستان ته دوایانې او نور طبي سامان لیږلی دی
د افغانستان په موجوده بشري او اقتصادي صورتحال کې څېړوونکي د پاکستان کردار هم اهم بولي. هندوستان هم په نژدې ورځو کې افغانستان ته دوایانې او نور طبي سامان لیږلی دی

څيړونکي وایي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتولو وروسته لوږه او غربت زيات شوي او نړۍ او په خصوصي توګه ګاونډي هېوادونه دې افغانستان د دغه ناورين نه د راويستلو دپاره یو ځای کوښښونه وکړي

ملګرو ملتونو او نورو امدادي ادارو خبرداری کړی چې په افغانستان کې په مېلینونو خلک بشري امداد ته ضرورت لري.

د افغانستان په موجوده بشري او اقتصادي صورتحال کې څېړوونکي د پاکستان کردار هم اهم بولي. هندوستان هم په نژدې ورځو کې افغانستان ته دوایانې او نور طبي سامان لیږلی دی. هندوستان افغانستان ته د 50000 ټنه غنم د ورکولو اعلان هم کړی او په دې لړ کې هندي او پاکستاني چارواکي په رابطه کې دي چې دغه غنم د پاکستان دلارې افغانستان ته د انتقالولو دپاره انتظام برابر کړي.

څيړوونکی او د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاذ عرفان اشرف وايي په پاکستان د وړاندې نه دا تورونه لګيدل چې د افغان طالبانو يې په واک کې راتلو نه مخکې مرستې کړي او تر څه حده د دوي په مټ يې واک ترلاسه کړي نو ځکه د پاکستان رول د افغانستان په راتلونکې کې مهم کڼل کيږي۔
نوموړي وويل د ځینې خلکو د دې يرې باوجود چې دا امداد د پاکستان د لارې کول به شکونه پېدا کوي خو اوس په موجوده وخت کې په افغانستان کې فقط د خلکو مشکلات په نظر کې ساتل پکار دې او په مرستې یې پکار دي۔

عرفان اشرف وویل "دا د طالبانو او د پاکستان خبره اوس نه ده ، د افغانستان اولس دې وخت د تکليف سره مخ دي، هلته خوراکي مواد او دوائي نشته بايد چې دغې ته پاملرنه وشي"

د افغانستان سره تعلق لرونکی کاروباري تن خان جان الکوزی وايي په افغانستان کې بې روزګاري او غربت ډير زيات شوی او امداد خلک د مشکل نه راويستلی شي۔

الکوزی وايي "که ووړه راځي که خوراکي مواد راځي دا د خلکو په ګټه دي ،د وړاندې شان حالات بيا نه شي رواستې خو دا بې ځايه نه دي"

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام چارواکو تېره میاشت په خپل يو خبرداري کې ویلي وو چې که چېرې په بېړنۍ توګه د افغانستان سره مرستې ونشي نو د ژمي په موسم کې به قربیاً 23 میلینه خلک د لوږې سره مخامخ شي چې د ټولې ابادی د نیمې نه زیاته برخه جوړېږي۔

څيړوونکی او خبريال افتحار فردوس وايي په افغانستان کې د غربت د زیاتېدو او د خوراک د کمي زيات اثرات په ګاونډي هېوادونو هم وي او ګڼ شمېر خلک به ګاونډې هېوادونو ته هجرت کولو ته مجبور شي۔

فردوس وايي "کوم اړخ ته چې اوس خبره روانه ده دا به په ګاونډي هېوادونو فشار زيات کړي ،ايران د وړاندې نه داسې يرې څرګندې کړې، پاکستان، روس او مينځنۍ ايشيا هم د خلکو د هجرت سره مخ کيدې شي"

د خوراک نړیوالې ادارې په رپورټ کې وېل شوي وو چې د کال 2022 د مارچ پورې هر دویم افغان ته د فوري مرستو او د ژوند ضرورتونو تحفظ پکار دی چې د انساني بحران مخنیوی وکړی شي.

په رپورټ کې دا هم ویل شوي په تېرو لسو کالو کې دا تر ټولو غټ ناورین دی چې خلک به پکې د شدید خوراک د کمی سره مخامخ شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG