لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پښتونخوا حکومت د عمران خان خلاصون لپاره احتجاجونه کوي خو د صوبې مهمو ستونزو ته یې پام نشته


څيړونکي وايي د خېبر پښتونخوا حکومت د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د جېل نه خوشي کولو د پاره بیا بیا احتجاجي مظاهرې کوي خو په صوبه کې د امنيت، معاشي او انتظامي مسايل يې له پامه غورځولي دي.

حکومتي چارواکي وايي د دوي دغه مسلې په پام کې دي او د هواري هڅې يې هم روانې دي خو صوبايي حکومت ته د وفاق نه د خپلې برخې پېسې نه ورکړل کيږي۔

د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي اؤ مشران په جېل کې د يو کال نه د زيات وخت راهسې د بندي خپل مشر عمران خان د خوشې کولو د پاره وخت په وخت احتجاجي مظاهرې کوي اؤ نن د جمعې په ورځ هم ددغه ګوند فعالین اسلام اباد کې د احتجاج هڅې کوي۔

څيړونکي نیوکې کوي چې پاکستان تحريک انصاف ګوند په خېبر پښتونخوا کې له قابو ۱۳ کالو راهسې په واک کې دی خو صوبه امنيتي، مالي او انتظامي امورو کې د بحران سره مخ ده۔

د پېښور ځایي خبریال عرفان خان ډیوه ته وایي"سوات کې بيا دغه خبرې کيږي چې د امنيت وضعه خرابيږي، په شمالي وزيرستان او جنوبي ضلعو کې هم دغه حال دی، کرمه کې هم مسلې روانې دي، يو ځايې کې هم انتظاميي ډهانچه يا صوبايي حکومت نه ښکاري، زه به ورته بدقسمتي وواېم چې صوبايي حکومت دې درېواړو چېلنجونو ته توجو نه ورکوي".

عرفان خان زياتوي خېبر پښتونخوا به کال 2030م پورې د درېوؤ زرو اربو روپو قرضدار شي، او په تېرو اوو مياشتو کې د کومې لویې ترقياتي منصوبې اعلان هم نه دی شوی.

د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي وايي د وفاقي حکومت نه د مرستو نه ترلاسه کېدو باوجود هم دوي د ترهګرۍ د مخنيوي او پرمختيا کارونه په مخ وړي۔

د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی ښاغلی ارشد عمرزی ډيوه سره خبرو کې وایي، "زمونږ څومره حکومت وشو دوي (وفاقي حکومت) صوبې ته خپله برخه پېسې نه دي ورکړي، مرکزي حکومت خېبر پښتونخوا ته ډېر په سپک نظر کوي، مونږ ته لا د خپلې مرضۍ بيوروکرېسي هم نه ده ترلاسه شوې، زمونږ وزيراعلا په دې سختو حالاتو کې دا صوبه چلوي".

څيړونکي وايي د خېبر پښتونخوا د بجټ نوي فيصدي نه زياته برخه د وفاقي حکومت لخوا ورکړل کيږي، د امنيت ټينګ ساتلو د پاره پوځ ته اړتيا لري او انتظامي چارو د پاره په مهمو چوکيو وفاقي افسران ټاکل کيږي، نو د وفاقي حکومت سره شخړه يې مسلې لا نورې زياتولی شي۔

د جولاي په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم ښاغلی شهباز شریف پارلیمان ته ویلي وؤ چې د ترهګرۍ نه اغېزمنې صوبې خېبر پښتونخوا ته په کال ۲۰۱۰ کې د این ایف سي ایوارډ لاندې ۵۹۰ اربه روپۍ ورکړل شوې دي خو په دغه صوبه کې تر اوسه د ترهګرۍ ضد محکمه یا سي ټي ډي هم نه ده بشپړه شوې.

د وزیراعظم وینا وه چې د پښتونخوا ولس د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړې دي همدا لامل دی چې په کال ۲۰۱۰م کې د ټاکل شوي این ایف سي ایوارډ په اساس دې ترهګرۍ ځپلې سیمې ته ۵۹۰ اربه روپۍ ورکړل شوې دي.

د شهباز شریف وینا وه، "مونږ سیاست کول نه غواړو خو د خېبر پښتونخوا په څېر نورې صوبې هم د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې دي خو د ترهګرۍ په مد کې نورو صوبو ته هیڅ نه دي ورکړل شوي".

خو د خېبر پښتونخوا حکومت بیا د وزیراعظم شهباز شریف دا دعوه د حقیقت نه لرې بللې وه اؤ ویلي یې وؤ چې شهباز شریف د دروغو په دعوؤ د خېبر پښتونخوا د برخې د پیسو نه سترګې نه شي پټولی.

د پښتونخوا حکومت ویاند اؤ د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعلا سلا کار بېرسټر سیف وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ،د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پښتونخوا صوبې سره کومې ژمنې شوې دي "مونږ د هغې په اساس د وفاقي حکومت نه غواړو چې زمونږ صوبې ته دې د خپلې برخې پېسې ورکړل شي".

هغه ویلي وؤ د هګرۍ خلاف جګړه یوه هر اړخیزه بڼه لري اؤ د هغې لګښتونه بیخي ډير دي.

ویاند ویلي وؤ کله چې قبایلي سیمې په صوبه کې ورګډولی شوې په هغه مهال وفاق پښتونخوا لپاره د ځانګړي فنډ یا پنګو اعلان کړی ؤ اؤ مونږ ترې دا ځل د قبایلي سیمو لپاره د ۱۴۰ اربو روپو نه زیات ترقیاتي فنډ غوښتی دی خو وایي وفاق صوبې ته یوازې ۶۶ اربه روپۍ ورکړې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG