لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال منیر:د پاکستان د امنیت مخې ته چې څوک خنډ جوړيږي، هغوي به د نتیجو سره مخ کیږي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي څوک چې هم د پاکستان په امنیت کې خنډ جوړیږي اؤ مونږ له کاره منعې کوي ، هغوي ته به د نتیجو سره مخ کېدل وي.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې د نهې په ورځ د نیشنل ایکشن پلان دایپکس کمېټې غونډې ته خپله وینا کې کې جنرال منیر ویلي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستانی یو سپاهي دی خو څوک په یونیفارم کې دی اؤ چا یونیفارم نه دی اغوستی.

د هغه وینا وه چې مونږ ټولو ته به د ترهګرۍ د ناسور سره جنګېدل وي ، مونږ ټولو ته د پاکستان ایین مقدم دی اؤ ایین پر مونږ د پاکستان د کورني اؤ بهرني امنیت ذمه واري را اچوي.

جنرال عاصم منیر ویلي چې د پاکستان پوځ د قامي سلامتۍ مخې ته د پرتو ټولو خنډانو د له منځه وړلو ته هوډمن دی اؤ د امن اؤ ثبات لپاره چې حکومت کوم ګامونه اخلي حکومت یې بشپړ ملاتړ کوي.

وزیراعظم د نیشنل ایکشن پلان د ایپکس کمېټۍ دا مهمه غونډه وروسته له هغې رابللې وه چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې په چیني کارکوونکو، امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې پوځ، پولیسو اؤ د ایف سي عسکرو اؤ افسرانو ته درانه ځاني زیانونه اوښتي دي.

د غونډې په اعلامیه کې ویل شوې چې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې اتفاق شوی چې په بلوچستان کې د ترهګرو ډلو پرضد دې جامع پوځي عملیات وشي.

د اېپکس کمیټۍ په غونده کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) د بیا فعالولو او په قامی او صوبایي استخباراتي همکارۍ او د ګواښونو ارزونې مرکزونو پر جوړولو هم اتفاق شوی دی.

په غونډه كې دا فيصله هم شوې چې د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حكومت په هداياتو عمل كولو دپاره به د صوبايي اېپکس كمېټو تر څارنې لاندې ضلعي رابطه كمېټې جوړولی شي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG