لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ دعوه کړې بلوچستان او پښتونخوا کې یې دا اوونۍ 43 وسله وال وژلي


د پاکستان پوځ دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو د تېرو پینځوو ورځو په مهال خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې په بیلابیلو عملیاتو کې 43 وسله وال وژلي دي.

د جمعې په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي د 12م او 13م دسمبر په منځ شپه کې امنیتي ځواکونو د خفیه اطلاع په اساس د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې عملیات کړي اؤ 6 وسله وال یې وژلي دي خو د پوځ بیان کې بیا د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړل شوې.

آي ایس پي ار دعوه کړې ده چې د 9 دسمبر نه تر اوسه خېبر پښتونخوا کې ترسره شوؤ عملیاتو کې 18 ترهګر وژل شوي دي.

پوځ همدا رنګه ویلي چې په 13م دسمبر د بلوچستان په موساخېل اؤ پنجګور ضلعو کې دوه بیلا بیل عملیات شوي اؤ په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو 10 ترهګر وژلي دي.

د آي ایس پي ار بیان کې د 9 دسمبر نه تر اوسه بلوچستان کې د 25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده.

پوځ ویلي د ترهګرۍ په ضد به دا ګامونه تر هغې دوامداره ساتل کیږي چې سیمه له ترهګرو پاکه شوې اؤ امن پځای شوی نه وي.

پوځ دعوه کړې ده چې د ترسره شوؤ عملیاتو له امله ټي ټي پي( چې پوځ پخپل بیان کې د خوارجو په نوم یاد کړي) اؤ بلوچستان کې فعاله نورو ترهګرو ډلو ته سخته ضربه اوښتې ده.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ پارلیمان ته د داخله وزارت له لوري وړاندې کړل شوې شمیرې ښیي چې په تېرو لسو میاشتو کې د هیواد دننه د ترهګرۍ 1566 پېښو کې د 573 امنیتي اهلکارو یا مامورینو په ګډون 924 کسان وژل شوي اؤ 2 زره اؤ 121 نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت لخوا پارلیمان ته په وړاندې کړل شوؤ تازه معلوماتو کې ویل شوي چې د 10 میاشتو په دوران کې د هیواد دننه د ترهګرۍ ټولې 1566 پېښې مخې ته راغلي چې په دې کې په خېبر پښتونخوا کې 948، بلوچستان کې 532، سیند کې 24، پنجاب کې 10 او اسلام آباد کې 2 دوه پېښې شوې دي۔

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ترهګرۍ دې پېښو کې 573 امنیتي عسکرو د وژل کېدو ترڅنګ 353 مامورین ژوبل شوي هم دي.

دا شمیرې ښیي چې په ترهګریزو بریدونو کې 351 عام وګړي وژل شوي اؤ 768 نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي سږکال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتو په هیواد کې د استخباراتي معلوماتو په اساس 2 زره اؤ 801 عملیات شوي چې پکې 341 ترهګر وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG