لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین کې مشهور فعالانو ته سزا، نورو په قید کې احتجاج کړی


د چین په ختیځ سوزو ښار کې یو عدالت د نهې یا سه شنبې په ورځ د چین د بشري حقونو وکیل یو وېنشنګ او د هغه میرمن زو یان ته د قید سزا واوروله.

ښځه او خاوند یو او زو د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې د پولیسو لخوا نیول شوي په هغه وخت کې دوي چین ته ورغلي د اروپا د لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې لپاره روان وو.

دوی باندې د "جګړې کولو او د ستونزو جوړولو" او " ریاستي طاقت ته نقصان رسولو" تورونه لګول شوي دي، دغه دوه جرمونه چې چینایي چارواکي یي اکثره د مخالفانو پرضد کاروي.

یو وېنشنګ ته درې کاله بند سزا اورول شوي وه، او د هغه میرمن ژو، چې مخکې له 18 میاشتو څخه ډیر بندي ده، د جنوري په میاشت کې خوشې کیدی شي.

باوجود د دې چې اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل پرله پسې هڅې وکړلې چې د دوي قضې ته دې پام وشي او بغیر د کوم شرطه دې خوشي کړل شي خو دوي ته سزا واورول شوه.

څیړونکي وایي چې د نهې یا سه شنبې د ورځې اورول شوي سزاګانې به چین کې د حقونو مدافعینو ټولنه نوره هم اغیزمنه کړي.

وایس اف امریکا ته د ټیليفون د لارې ډ ټوکیو پوهنتون یو محقیق وویل"دا قضیه به د بشري حقونو نور فعالین د بهرنیو ډیپلوماټانو سره د لیدو هڅه کولو مخه ونیسي ځکه چې دوي د بهرنیو ځواکونو سره په همکارۍ تورن شوي که څه هم دوی ټاکل شوې غونډې ته ندي حاضر شوي.".

په ورته وخت کې ، دوه چینایي فعالانو په جیل کې د ناوړه چلند په اړه احتجاج کړې او دوي وایي چې ۲۴ ګنټې نګراني یي کیږي او د خاندان سره ورته د رابطې اجازت نشته.

په امریکا کې میشته چینایي د بشري حقونو وکیل ټینګ باو په وینا، د چین نامتو فعال زو ژیناګ چې د تیر اپریل په میاشت کې د "ریاستي طاقت د سرغړونو " په تور په 14 کاله بند محکوم شوی و، وروسته هغه د نه خوړولو یا بهوک هړتال پیل کړ چې په هغه باندې څلوریشت ساعتونه نګراني کیږي.

ټینګ د اوږدې لوږې یا بهوک هړتال په اړه اندیښنه لري، چې د اکتوبر په 4م پیل شوی.

ټینګ وي او ای ته وویل: "زه اندیښمن یم چې هغه به د جسماني او ذهني روغتیا به نه بدلیدونکي زیان سره مخ شي." هغه زیاته کړه چې د راپورونو له مخې شو د لوږې د احتجاج له پیل راهیسې ډیر وزن له لاسه ورکړی دی.

د سو د لوږې په احتجاج غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر دفتر وویل چې د هغه د روغتیا د خرابیدو راپورونو په اړه اندیښنه لري.

د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر دفتر د عامه معلوماتو افسر تهمین الخیتان وي او ای ته په یوه لیکلي ځواب کې وویل، ؛زموږ دفتر له چینايي چارواکو سره د هغه د وضعیت په اړه خبرې کړې او د هغه د سمدستي او غیر مشروط خوشې کیدو غوښتنه یې کړې."

په چین کې د امریکا سفیر نیکولاس برنز د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس چې په چین کې بند دی، په یوه پوسټ کې وویل چې واشنګټن "د هغو راپورونو په اړه اندیښمن دی چې د مدني حقونو فعال ژو ژیونګ په زندان کې د غیر انساني چلند خلاف بهوک یا د نه خوړلو احتجاج کړی."

هغه لیکلي: "موږ له PRC څخه غوښتنه کوو چې ښاغلی ژو خوشې کړي او په عبوري توګه د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو د ذمه واریو سره سم د هغه او ټولو بندیانو سره دې په درنښت چلند وکړي."

وي او اې د چین د بهرنیو چارو له وزارت او په واشنګټن کې د چین له سفارت څخه د تبصرې غوښتنه وکړه خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی. بیجینګ په منظمه توګه د مخالفانو او د بشري حقونو وکیلانو سره د چلند په اړه انتقادونه ردوي.

په واشنگټن کې د چین سفارت وي او اې ته په یوه پخواني ځواب کې ویلي وو چې چین یو داسې هیواد دی چې د قانون حکمراني ده پکې او په هیواد کې یې د ازادۍ تحفظ او درناوی کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG