لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: پاکستان او افغانستان بايد په خپلو کې د باور فضا رامينځته کړي


اشرف غني احمدزي وئيلي ، سولي او ثبات ته لمړيتوب ورکوي ، او په خپله خاوره به کله هم ترهگرو ته پټې ځالې نه ورکوي .
اشرف غني احمدزي وئيلي ، سولي او ثبات ته لمړيتوب ورکوي ، او په خپله خاوره به کله هم ترهگرو ته پټې ځالې نه ورکوي .

د افغانستان صدر اشرف غني احمدزي وئيلي ، د امن دپاره د افغانستان او پاکستان ترمينځ يواځې د خبرو نا بلکې د عمل وخت رارسېدلی ، نوموړي وئيلي بايد دواړه هيوادونه په يو بل د تورونو لگولو څخه ډډه وکړي ، او په خپلو کې د باور فضا رامينځته کړي .

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي ، صدراشرف غني احمدزي د اتوار په ورځ د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو د صلاح کار سرتاج عزيز سره په ليدنه کې دغه خبرې کړي دي .

د افغانستان په صدارتي ماڼۍ کې ترسره شوي ملاقات کې د دواړو هيوادونو ترمينځ په دوه اړخيزو اړيکو ، امنيت او اقتصاد سره افغانستان کې د امن په لړ کې د پاکستان په کردار او نورو سيمه ايزو امورو هم خبرې اترې شوي دي .

اشرف غني احمدزي وئيلي ، سولي او ثبات ته لمړيتوب ورکوي ، او په خپله خاوره به کله هم ترهگرو ته پټې ځالې نه ورکوي .

احمدزي په دې خبره زور راوړی چې بايد د امن په لړ کې مونږ يواځې په خبرو اکتفا ونه کړو بلکې وخت راغلی ، چې د سولې د ټينگښت دپاره عملي کار وکړو ، نوموړي دا هم دا وئيلي بايد دواړه هيوادونه په يو بل د تورونو لگولو څخه ډډه وکړي ، او په خپل مينځ کې د باور فضا رامينځته کړي .

افغان صدر وئيلي ، افغانستان کې د نوي حکومت جوړېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمينځ په اړيکو کې نن نوی باب خلاص شو، او هيله يي څرگند کړې نوی باب په همکارو تمام شي .

په دغې ليدنه کې د دواړو هيوادونو ترمينځ د اقتصاد او تجارتي اړيکوپه ښه کولو هم خبرې شوي دي .

د خبرپاڼې ترمخه سرتاج عزيز د افغانستان د نوي حکومت سره د پاکستان ملاتړ څرگند کړی ، او اشرف غني احمدزي ته يي د وزيراعظم نوازشريف لخوا پاکستان ته د راتلو بلنه هم ورکړې ده .

سرتاج عزيز د افغانستان په خپل سفر کې د اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله سره هم ليدلي ، او د اجرائيوي رئيس د دفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي عبدالله ـ سرتاج عزيز سره په خبرو کې وئيلي ، چې د پاکستان لخوا په افغانستان باندې راکټونه داغل کيږي چې دا کار د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې زيانمنوي او بايد د دغې کار د مخنيوي دپاره دواړه هيوادونو يو بل سره همکاري وکړي .

د پاکستان د وزيراعظم د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو صلاح کار د اتوار په ورځ کابل ته رسېدلی ، او راپورونه وايي نوموړی به خپل سفر کې د افغانستان د ملي امنيت د صلاح کار سره هم وويني .

افغانستان کې د اشرف غني احمدزي د نوي حکومت جوړېدو وروستو د کوم پاکستاني لوړ پوړي چارواکي دغه دوهم سفر دی ، له دې وړاندې د اشرف غني د لوړې پورته کولو په مراسمو کې د پاکستان صدر ممنون حسېن هم گډون کړی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG