په جنوبي کوریا کې نن سهار د اتوار- یکشنبې په ورځ په ځایي وخت شاوخوا نهه بجې یوه مسافر وړونکې الوتکه پر هوایي میدان د کښېناستو په وخت لوېدلې او اور یې اخیستی دی.
د رپوټونو له مخې په جهاز کې د عملې په ګډون ټول 181 تنه سپاره وو چې تر اوسه پورې پکې لږ تر لږه د 47 کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی او دوه ژوندي ژغورل شوي دي او د نورو د موندنې لپاره د پلټنې چارې روانې دي.
الوتکه د رن وې څخه ښویدلې او یو دیوال سره له ټکر کېدو وروسته په دغه الوتکه اور لګیدلی دی. دا پېښه د یکشنبې یا اتوار په ورځ د سویلي کوریا د موان په نړیوال هوايي ډګر کې مخې ته راغلې ده شوې.
د رویټرز خبري اژانس د رپورټ له مخې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د جېجو هوایي شرکت 7C2216 الوتکه، چې 175 مسافر او 6 د عملې غړي پکې سواره وؤ ، د تايلنډ د پلازمېنې بنکاک څخه پورته شوه او سهار 9 بجې وروسته په سیمه ییز وخت په موان هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له کنټروله ووته.
له پېښې وروسته د سویلي کوریا د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د موان هوايي ډګر ټول پروازونه ځنډول شوي دي.
د اور وژنې یو چارواکي رویټرز ته ویلي تر اوسه لږ تر لږه 33 مړي راویستل شوي، خو دا شمېر وروستی نه دی.
د چارواکو په وینا، 2 کسان ژوندی موندل شوي، او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د موان د اور وژنې بل چارواکي ویلي چې هڅه کېږي د الوتکې په شا برخه کې بند پاتې خلک وژغورل شي.
په ځايي رسنیو خپرو شوؤ ویډګانو کې لیدل کیږي چې دغه الوتکه پرته له دې چې د ناستې ګیر یې ښکته شوی وي (یا ښایي کار یې نه کاوه) د رن وې پر سر ښکته کېږي او بیا د یوې سترې چاودنې سره دیوال ته جنګېږي.
نورو انځورونو کې لیدل کیږي چې د الوتکې په ځینو برخو اور لګیدلی اؤ لوګي ترې پورته کیږي.
د ټرانسپورټ وزارت ویلي په دې پېښه کې وژل شوي 2 کسان د تايلنډ وګړي دي، او پاتې نور ډیری د سویلي کوریا اوسېدونکي ګڼل کېږي.
د جېجو شرکت ویاند ویلي د دوي د شرکت الوتکه یوه بوینګ 737-800 جېټ وه، او شرکت هڅه کوي د پېښې د علت او زیانونو په اړه جزیات ترلاسه کړي.
د بوینګ شرکت او د امریکا مرکزي هوایي ادارې لا هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
(ددې رپورټ معلومات د رویټرز څخه اخستل شوي)
Forum