لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کورمه کې د ایف سي ځواک په موټر حمله شوې او پوځ په شمالي وزیرستان او خېبرکې د څلورو وسله والو د وژلو دعوه کړې


د سرچېنو په وینا نامعلومو وسله والو د امنیت ساتونکو ځواکونو موټر باندې هغه مهال برید وکړ کله چې دوی د امن ساتلو لپاره ګزمه کوله
د سرچېنو په وینا نامعلومو وسله والو د امنیت ساتونکو ځواکونو موټر باندې هغه مهال برید وکړ کله چې دوی د امن ساتلو لپاره ګزمه کوله

د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د ایف سي ځواک په موټر باندې وسله والو برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه عسکر ژوبل شوي دي.

سرکاري سرچینې وايي چې دا پېښه د کوزې کورمې د چارخېل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچېنو په وینا نامعلومو وسله والو د امنیت ساتونکو ځواکونو موټر باندې هغه مهال برید وکړ کله چې دوی د امن ساتلو لپاره ګزمه کوله.

دا په تېرو دوو ورځو کې د دې ډول پنځلسمه پېښه ده، چې په ترڅ کې یې ۲۶ امنیتي عسکر او ۳۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

بلخوا، د ټانک ضلعې عدالتونو د ډیره اسماعیل خان ته د انتقال پر ضد احتجاجي مظاهرې هم روانې دي.

په کورمه کې د ایف سي ځواک په عسکرو برید په داسې وخت شوې دی چې د پاراچنار او ټل تر منځ یوازینۍ لویه لار له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې د امنیتي اندېښنو له کبله تړل شوې ده.

ځایي خلک او تاجران وايي چې د لارې بندېدو له کبله کورمې ضلعې ته د خوراکي توکو، تېلو، او درملو رسد بند شوی دی.

د انجمن تاجران مشر سید مبین شاه ډيوه سره خبرو کې وایي د لارې بندېدو له کبله د خوراکي توکو، تېلو، ایل پي جي او درملو سخت کمښت راپورته شوی دی.

هغه وایي د تېلو د نه شتون له کبله ګڼ شمېر سکولونه بند شوي دي، او کوم چې خلاص دي، په هغو کې هم د ماشومانو حاضري کمه ده.

د نوموړي په وینا، همدارنګه، د پاک افغان خرلاچي پوله هم د سپلایي لپاره تړل شوې ده، چې په ترڅ کې یې تجارانو ته په میلیونونه روپۍ زیان اوښتی دی.

د کورمې د مرستیال کمېشنر جاید محسود په وینا، د ۱۲ اکتوبر په ورځ په کاروان باندې د ډزو له پېښې وروسته د امنیتي اندېښنو له کبله لار بنده تړل شوې ده.

جاوید محسود وایي، هڅې روانې دي چې حالات عادي شي او ورپسې به لار پرانېستل شي. پولیس او مرستیال کمېشنر په دې اړه له نورو خبرو کولو ډډه کړې ده.

بلخوا،د ټانک ضلعې خلکو د سیمه ییزو عدالتونو ډیره اسماعیل خان ته د انتقال پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

په دې مظاهره کې د مختلفو سیاسي ګوندونو مشران، وکیلان او د مختلفو مکتبونو خلکو برخه درلوده.

دوی ویلي چې عدالتونه له ټانک څخه منتقل کېدل به هېڅکله ونه زغمي، او زیاته کړې یې ده چې د ناامنۍ له کبله کاروباري فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

مدني فعال محمد الله ډيوه سره خبرو کې وویل،دلته هره ورځ خلک وژل کېږي، د امنیت وضعیت خراب دی، او واکمني د نامعلومو کسانو په لاس کې ده.

هغه وایي "دوی عدالتونه له موږ څخه د ناامنۍ له امله انتقالوي، خو زموږ ستونزو ته پام نه کوي"

احتجاج کوونکو له د سپریم کورټ د چیف جسټس ، د پېښور هایکورټ له چیف جسټساو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا علي امین ګنډا پور څخه غوښتنه کړې چې دا پرېکړه بیرته واخلي، کنه نو په پېښور او اسلام اباد کې به پراخه احتجاجونه وکړي.

قامي مشر ملک رفعت الله بیټني ډیوه سره خبرو کې وویل،ډيره اسماعیل خان ته د عدالتونو د منتقلۍ د فیصلې له امله ناامني زیاته شوې، او ځایي خلک چې زیاتره غریبان دي، بلې ضلعې ته د سفر وس نه لري "دا پرېکړه زموږ له خلکو سره ظلم دی"

په عین حال کې په بنو کې هم د ناامنۍ پر ضد ولسي احتجاجي پرلت دوام لري، او په شمالي وزیرستان کې هم پراخه احتجاج شوی دی، چې په زرګونو خلکو پکې برخه اخیستې او د سیمې د خراب امنیتي وضعیت پر ضد یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG