لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټانک کې په حکومتي دفتر حمله کې یو پولیس وژل شوی بل زخمي دی

د جنوبي وزیرستان اکانټ افس د ټانک په انتهايي حساسه برخه  ظفر اباد کې موقیت لري چېرته چې د جنوبي وزیرستان او د ټانک ضلعو انتظامي دفترونه عدالتونه او د زاندان ترڅنګ د پولیسو مرکزونه او د ایف سي ځواک قلعه هم موجود ده.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې حمله کوونکو د زیارت، پنجشبې، په ورځ د جنوبي وزیرستان ضلعې د مالي چارو په دفتر یا په اکاؤنټ آفس ډزې وکړې او یو پولیس يې ووژلو او بل يې زخمي کړو.

د ټانک پولیسو ویاند محمد ابراهیم وویل مسلح کسانو د اکاؤنټ دفتر په ساتنه مامور پولیس ناڅاپه په هدف کړل او په ډزو کې يې یو پولیس اهلکار يې په موقع وژلو او بل په ژوبل حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.

د جنوبي وزیرستان اکانټ افس د ټانک په انتهايي حساسه برخه ظفر اباد کې موقیت لري چېرته چې د جنوبي وزیرستان او د ټانک ضلعو انتظامي دفترونه عدالتونه او د زاندان ترڅنګ د پولیسو مرکزونه او د ایف سي ځواک قلعه هم موجود ده.

ډاکټرانو هسپتال ته د منتقل شوي ټپي پولیس حالت د اندیښنې وړ وبللو.

د پولیس چارواکو په وینا، د حملې وروسته پولیسو په فوري ډول په سیمه کې د پلټنې عملیات پيل کړل او په جوابي ډزو کې یو بریدکونکي د زخمي کېدو مالومات ترلاسه کړي دي.

د دوی په وینا پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او سیمه یې په ګیره کې اخستې او ځايي پرځایی د پولیسو ناکې لګېدلې دي،چې د تګ راتګ په لارو د خلکو تلاشي کېږي.

ځایي خلک وايي که څه هم وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي خو ډیر ساعته د امنیتي ځواکونو له پوستو څخه ډزې روانې وې چې خلک يې په ویره اخته کړي وو.

د ټانک ضلعې پولیس وايي د وژل شوي او ژوبل پولیس اهلکارو تړاو د جنوبي وزیرستان پولیس سره دی او د دفتر په ساتنه مامور وو او یاد دفتر د دې نه وړاندې د امنیتي اندېښنو له امله ډیره اسماعیل خان ته انتقال کړل شوی وو.

ټانک هغه ضلعه ده چې پولې يې د جنوبي وزیرستان سره لګېدلې دي او په تېرو وختونو کې هم په ټانک او جنوبي وزیرستان کې پولیس او امنیتي ځواکونه په حملو کې په نخښه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG