لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې د اتم اګست پېښې اتم تلین: د وژل شویو وکیلانو کورنۍ وایي‌ تر اوسه انصاف ورسره نه دی شوی


د بلوچستان په مرکز کوټه کې اته کاله مخکې په یوه خونړۍ بمي حمله کې د وژل شویو لسګونو وکیلانو کورنۍ وایي، د پېښې په اړه د عدالت د تفصیلي رپوټ باوجود ورسره تر اوسه پورې انصاف نه دی شوی.

په اتم اګست 2016م کال د کوټې په سیول هسپتال کې په خونړي بريد کې له 54 وکيلانو سره شاوخوا 70 کسان وژل شوي وو او تر 130 زیات کسان پکې ژوبل شوي وو. د هغه برید ذمه واري دوو ډلو جماعت الاحرار او داعش منلې وه.

د وکيلانو کورنیو او خپلوانو هغه وخت ددغې پېښې د پلټنو لپاﺭه د جوډيشل کميشن د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې بيا دغه کميشن جوړ شو او خپل ﺭپوﺭټ یې هم جاﺭي کړ، خو د اته کاله تېرېدو پس اوس هم ددغو وکيلانو خپلوان د جوډيشل کميشن پر ﺭپوﺭټ د عمل نه کېدو ګیله کوي.

په هغه بريد کې د چمن د تعليم د څانګې د يوه پخواني اعلی چاﺭواکي تاج وطندوست ځوان ﺯوی ايمل خان هم وژل شوی وو.

تاج وطندوست وایي اته کاله یې د ﺯوی د مرګ پوﺭه شول خو حکومت و دوی ته انصاف نه دی وﺭکړی، وایي د سپریم کورټ مشر چيف جسټس قاضي فایز عيسی هغه وخت د بلوچستان هایکوﺭټ جسټس وو او د هغه په مشرۍ کې کميشن جوړ شو او ﺭپوﺭټ یې هم جاﺭي کړ خو عمل نه ورباندې وشو:

"د قاضي فائز عيسی په مشرۍ کې پلټنې وشوې، دده له قوله چې په دغه پېښه کې ککړ ټول خلک یې معلوم کړل او ﺭپوﺭټ یې سپريم کوﺭټ ته وﺭساوه، ﺯموږ دا اميد وو چې دی چيف جسټس شي عمل دﺭامد به وﺭباندې وشي خو څه نه وشول".

تاج وطندوست وایي دوی کوشش وکړ او د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسی ته د هغه د کمیشن خپل ﺭپوﺭټ مخې ته کښېښوو چې پر دغه عمل وکړه خو وایي تر اوسه یې عمل نه دی وﺭباندې کړی:

"د شهيدانو د خپلوانو ټولو دغه اميد دی چې ذمه واﺭ کسانو ته سزا وﺭکړل شي بيا به ﺯموږ تسلي کيږي ".

د بلوچستان حکومت هغه وخت دعوه کړې وه چې د اتم اګست په خونړي بريد کې ککړ مشکوک ترهګر د پښين په کلي حرمزي کې په يوه کوﺭ کې په عملياتو کې ووژل شول خو د وکیلانو کورنۍ پر دې خبره ډاډه نه دي.

حکومت هغه وخت د سیول هسپتال په امنیت کې د غفلت ښکاﺭه کولو په توﺭ د کوټې څو اعلي چاﺭواکي هم له خپلو دندو لرې کړي وو او د وکيلانو خپلوانو ته یې په غټ شمېر امدادي پیسې هم وﺭکړې وې.

د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯير مير ضيا لانګو د هغې وﺭځې په مناسبت خبري ﺭسنیو ته په لېږلي بيان کې دغه وﺭځ "توﺭه وﺭځ" بللې او ویلي یې دي چې د وکيلانو قربانۍ به هر وخت حکومت په ياد ساتي خو د وکيلانو د خپلوانو له خوا د هغه وخت پر حکومتي پلټنو باندې د نيوکو په اړه یې څه نه دي ويلي.

بل لور ته په چمن کې عوامي نېشنل ګوند د صوبې پر سطح ددغه وﺭځې په مناسبت غونډې کړې دي، داسې یوې احتجاجې غونډې ته د ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي ویلي، پښتانه مخکې هم او اوس هم د ترهګرۍ ښکار دي.

د اتم اګست په پېښه کې د اصغر خان اڅکزي کشر وﺭوﺭ عسکر خان ايډوکيټ هم وژل شوی وو. اصغر خان اڅکزي د چا نوم وا نه خیست خو د دغو وکیلانو د وژل کېدو په اړه یې په اشارو کې وویل:

"د مظلومانو مدد یې کاوه دغه وکيلان یې ﺯموږ د منځه يووړل او پر يوه ځای یې د اوﺭ لمبه کړو او د سترګو په ﺭپ کې یې ﺯموږ له منځه وايستل، دغه خلک ﺯموږ خان، مشر، ملا نه ايله کوي او وژني یې چې د قام د يووالي خبره کوي نو ځکه ولسونه ﺭاپاﺭېدلي دي ته اوس د چا پر خوله لاس نیسې ".

په بلوچستان کې نن د وکيلانو تنظمونو د عدالتونو څخه بايکاټ کړی وو او ددغې وﺭځې په مناسبت یې د غونډې کړې دي، دوی له حکومته وکيلانو ته د تحفظ وﺭکولو او هم د قاضي فایز عيسی د کميشن پر ﺭپوﺭټ د عمل دﺭامد کولو غوښتنه وکړه.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG