لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اختر کې احتجاج: د لادرکه بلوڅانو تنظیم وایي تېره میاشت هم 68 کسان جبري لادرکه شوي


په بلوچستان کې د لوى اختر په لومړۍ ورځ د بې درکه شوو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظیم او بلوڅ يکجهتي کونسل احتجاجـونه کړي دي، دوى د جبري بې درکه شوو کسانو د را خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

بلوڅ يکجهتي کونسل دعوه کوي چې تېره مياشت هم په بلوچستان کې 68 کسان په جبري توګه بې درکه شوي دى، خو حکومت دغه دعوه ردوي او وايي د بې درکه شوو خلکو د ستونځو د هوارولو لپاره هلې ځلې کوي.

وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز دغه احتجاج د کوټې ښار له پریس کلبه بهر له خپل کېمپه پيل کړی او د کوټې پر ټېکسي سټېنډ، انسکمب سړک، کندهاري بازار، جناح روډ او پر عدالت روډ باندې یې لاريون کړی دی.

په احتجاج کې ګڼ شمېر ښځو، ماشومانو او د مدني ټولني فعالانو ګډون درلود، دوى د بې درکه شوو کسانو عکسونه په لاسونو کې را اخیستي وو او په لوړ اواز یې د هغوی د خوشي کېدو غوښتنې تکرارولې.

د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم مرستیال مشر "ماما" عبدالقدير بلوچ وایي، "د بې درکه خلکو لپاره په هر اختر باندې په تېرو پینځلسو کالو کې 30 اخترونه تېر شوي دي موږ په هر اختر احتجاج کوو، لاريون نن هم دا هغه تسلسل دى".

د بې درکه شوو کونيو تنظیم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز او د بشري حقوقو لپاره کارکوونکې بلوچ يکجهتي کمېټۍ دعوه کوي چې د می په مياشت كې په جبري توګه نور 68 کسان له بلوچستانه بې درکه شوي دي، چې وایي زياتره د تربت ، ګوادر او پنجګور دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو صوبایي وزير ضیاء لانګو دغه دعوې رد کړې، د ده په خبره دغه ډول بيانونه د رياست په ضد دسيسه ده او وایي دغه تنظیمونه تل "ناوړه پروپیګنډه" کوي.

د لانګو په خبره د ترهګرۍ د مخنيوي اداره يواځې هغه خلك نيسي چې د رياست په ضد کار کوي او د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري:

"دومره شمېره نه ده، دلته تاسو را وښیئ چې هره ورځ پر غرونو باندې کاروايانې کېږي، په مچ، په نوشکي او په ګوادر کې په لسګونو کسانو تخريبي کاروايانې وکړې، دا څوک دي، دا ټول هغه دي په جګړه کې برخه اخلي، څوک بې درکه پکې مړه شي، څوک ونيول".

په احتجاج کې د پښتون ژغورني غورځنګ فعالانو هم ګډون کړی وو. د پښتنو د ټولنیزو حقونو د دې تحریک یو غړي زبېر شاه وي او اې ډیوه ته وویل:

"رياست دې د دوى خبره واوري دا ځونان دې را خوشي کړي که جرم یې کړی وي عدالت ته دې یې وړاندې کړي نه دا چې دا ډول غېر قانوني یې لادرکه کړي وي او ظلم ورباندې کوي".

وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم دا خبره هم کوي چې يو ځل بيا د ځولنانو د جبري پورته کولو پېښې زياتې شوې دي.

د دوى په خبره د می تر مياشتې له کوټې، تربت، نوشکي، جعفر آباد، کېچ او ماشکې څخه 17 کسان پورته کړل شوي دي، د دوى په خبره سږ کال 150 کسان له بلوچستانه بې درکه شوي دي.

دا تنظیم وايي له 2009م کال څخه تر اوسه د 2500 بې درکه شوو مړي تر لاسه شوي دي.

د دوى په خبره په بلوچستان کې 7000 ته نیزدې کسان بې درکه دي او 2,500 کسان راخوشي کړل شوي هم دي، د بې درکه کسانو کورنۍ د دغو د بې درکۍ ذمه واري د پاکستان پر استخباراتي ادارو ور اچوي خو حکومت او امنیتي ادارې دغه تورونه ردوي.

په دې نیزدې موده کې سرکاري وکيل په اسلام آباد کې عدالت ته ويلي وو چې د وزيرانو يوه کمېټۍ د بې درکه کسانو د را خوشي کولو په موضوع باندې کار کوي، دوى به ډېر زر ټول بې درکه شوي کسان راخوشي کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG