د پاکستان د بلوچستان ايالت د حب ضلعې د انتظاميې مشرې ډپټي کميشنرې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير د يوې مياشتې لپاره زندان ته لېږلی دی.
ډپټي کميشنرې روحانه ګل کاکړې د دسمبر پر پینځمه پوليسو ته امر کړی وو چې علي وزير دې د عمومي امن د ګډوډولو یا درې اېم پي او په مقدمه کې بندي کړي. د دغه امر له مخې علي وزير ګډاني زندان ته استول شوی دی.
د حب يو ځايي عدالت د دسمبر پر پینځمه د علي وزير پرضد په درج شوې يوه پخوانۍ مقدمه کې په ضمانت باندې د هغه د خوشي کولو امر کړی وږ، خو نوموړی بېرته په بله مقدمه کې ونيول شو.
د علي وزير وکيلې منيزې کاکړې د دسمبر پر شپږمه رسنيو ته ويلي دي چې هغه به د علي وزير د نيولو پرضد د بلوچستان ايالت عالي عدالت یا هایکورټ ته درخواست ورکوي.
د اسلام اباد پولیسو علي وزير د اګست پر درېیمهتر نیمې شپې وروسته نیولی وو او د هغه خلاف يې درې مقدمې درج کړې وې چې د ترهګرۍ تر څنګ د نشه يي موادو ګرځول او له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس عسکر د کمیس شلولو مقدمې پکې شاملې وې.
د اګست په میاشت کې عدالت د وسلې او نشه يي توکو لرلو په دوو مقدمو کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو او د ستمبر پر څلورمه بيا د اسلام اباد هایکورټ د ترهګرۍ په مقدمه کې هم د علي وزیر ضمانت منظور کړ.
هغه وخت تمه کېده چې علي وزير به خوشی شي خو د راولپينډۍ اډپټي کميشنر حسن وقار چيمه د ستمبر پر پینځمه د عمومي امن د ګډوډۍ د قانون د درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې پر وزير مقدمه درج کړه او د هغه د زنداني کېدو امر يې وکړ.
تر هغه وروسته د پنجاب د ګجرات او بکر ضلعو پوليسو هم د عمومی امن د ګډوډولو په تور علي وزير بندي کړی وو. له بکره تر خوشي کېدو سمدستي وروسته علي وزير د نومبر پر 16مه د بلوچستان د حب سيمې پوليسو نيولی وو.
د پي ټي اېم مشران وايي چې د قانون درې ايم پي او ماده په غیر قانوني توګه د هغوی د غورځنګ د مخکښانو او غړيو پر ضد کارول کېږي.
علي وزیر تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې څو ځله په مياشتو او کلونو زنداني شوی او بیا خوشې کړل شوی دی.
یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اشنا له ویب څخه اخیستل شوی دی.
Forum