لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس: بلوچستان کې د ناروغانو شمیر ۱۰ ته ورسیدله


د پاکستان بلوچستان ایالت د چارواکو په ویناپه دغه ایالت کې د کرونا نارغانو شمره لسو ته ورسید. د چارواکو په وینا په دغه کې څلور د د کوټې ښار شپږ د هیواد د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي.

د دې تازه شمیر وړاندې په بلوچستان ایالت کې چارواکو د کرونا وایرس اوہ پېښو پخلی کړی وو.

دبلوچستان ایالتي حکومتویاند لیاقت شاهواني په صوبه کې د کرونا وایرس د نورو ۳ پیښو پخلی کړی. وي او ای ډیوه سره د خبرو په مهال ښاغلي شاهواني زیاته کړ‎ہ له وایرس اغیژمن سوي ټول کسان په نیږ‎دو ورځو کې ایران ته تللي وو. نوموړي زیاته کړې چې څلور ناروغان د کوټېښار او شپږ د هیواد د نورو ایالتنو اوسیدونکي دي ۔

هم په کوټه ښار کې د چارواکو په وینا د ميا غندۍ له جلا مرکز یا قرنطین (ایسولیشن وارډ) څخه یې د کرونا وایرس دوه شکمن ناروغان فاطمه جناح چیسټ اینډ جنرل روغتون ته د تشخیص لپارہ لیبارټري ته لیږدولي وو او ھلته ثابته شوې چې په دغه کسانو کې کرونا وایرس دی.

د چارواکو په وینا د پنځه نورو مشکوکو ناروغانو د وینې نمونې یې ھم د کوټې فاطمه جناح روغتون ته د تیسټ لپارہ لېږ‎لي دي.

د بلوچستان حکومت په میا غنډۍ سیمه کې ۵۴۱ زیارت کونکي چې له ایران څخه راغلي د کورونا وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره قرنطین کړي دي.

د لیاقت شاہواني په خبرہ له ایران نه راستانه شوي د ۲۰۰۰ (دوہ زرہ) نه سېوا کونکي د جمعې په ورځ له تفتان څخه کوټې ښار ته راوستل شوي. د پاکستان د نورو ایالتو زیارت کونکي خپلو سیمو ته لیګل شوي خو پنځه سوہ ته نیږ‎دې زیارت کونکي د کوټې په میا غونډۍ کې قرنطین دي.

د ښاغلي په خبرہ له ایران څخه شپږ‎ زرہ ته نیږ‎دې پاکستانیان راستانه شوي چې پکې څلور زرہزیارت کونکي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG