لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د هغې بلوڅ نجلۍ ویډیو خپره کړې چې وایي وسله والې ډلې ځانمرګي برید ته چمتو کړې وه


د کال ۲۰۲۲ د اپرېل به ۲۶ نېټه په کراچۍ کې د چینایانو په بس ځانمرګي برید کې درې چینايي او د بس ډرایور ووژل شوو. یوې بلوچ وسله والې ډلې وویل حمله يې ښځينه وسله والې کړې وه
د کال ۲۰۲۲ د اپرېل به ۲۶ نېټه په کراچۍ کې د چینایانو په بس ځانمرګي برید کې درې چینايي او د بس ډرایور ووژل شوو. یوې بلوچ وسله والې ډلې وویل حمله يې ښځينه وسله والې کړې وه

د بلوچستان حکومت يوه ويډيو خپره کړې چې پکې يوه بلوڅ نجلۍ يې ښکاره کړې او دعوه شوې دا بلوڅه پېغله بلوڅ وسلوال تنظيم غولولې وه او په تنظيم کې يې د ځانمرګي بريد کولو تربيت ورکولو.

د بلوچستان د سر ښار کوټې په سيکندر جمالي اډيټوريم کې ريکارډ کړل شوې ويډيو کې ښکاره کېږي چې د صوبايي اسمبلۍ د غړې فرح عظيم شاه اؤ د بلوچستان حکومت د وياند شاهد رند تر څنګ د عادله په نامه نجلۍ او د هغې مور پلار ناست دي اؤ د یادې نجلۍ د وسله وال بلوڅ تنظیم سره د تربیت اخستو په معامله خبرې کوي۔

ياد خبري کانفرنس ته د حکومت لخوا مخصوصه خبريالان ورغوښتل شوي وو اؤ خبريالانو ته د موبايل اؤ کيمرې د استعمالولو اجازت نه ؤ ورکړل شوی۔

ډیوه هڅه وکړه چې معلومه کړي چې دغه خبري غونډه کې شاملو خبریالانو د بلوڅ تنظیم له منګولو د راخلاصې شوې نجلۍ په اړه څه رقم پوښتنې کړي یا هغوي ته د پوښتنو کولو اجازه ورکړل شوې که نه خو غونډې ته ورغلو خبریالانو په دغه اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم حکومت دوه درې ځلې داسې کړي چې د بلوڅ وسلوالو اړوند خبري کانفرنسونو کې د ټولو رسنيو د کارمندانو پر ځای ځينې مخصوص خبریالان خبري غونډو ته وربلل شوي اؤ هغوي ته په خلاص مټ د پوښتنو کولو پځای د مخصوصو پوښتنو اجازه ورکول شوې ده.

د وسلوالو ډلو د لیکو نه د راجلا شوؤ یا حکومت ته د تسلیم شوؤ کسانو رسنیو ته د وړاندې کولو په مهال اکثره امنیتي چارواکي د هغوي تر څنګ ناست وي اؤ څېړونکي وایي چې تسلیم شوي کسان ميډیا ته یوازې هغه کیسه مخې ته ږدي چې امنیتي ادارو ورته ویلي وي.

د سرکاري ټيلي ويژن له لارې خپور شوي نني ويډیو بيان کې يوه نجلۍ ښودل شوې چې ځان د ” عادله“ په نامه يادوي او وايي چې هغه يوه تعليم يافته نرس ده، او په تربت کې د ډبليو ايچ او په يوه پروجيکټ کې کار هم کوي.

هغې ویلي چې د کار پر وخت د هغې تعلق له "ځينو خلکو" سره جوړ شوی ؤ او هغوی غولولې او غرونو ته يې د ځان سره بوتللې وه.

خو هغې بیا ددغو خلکو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې اؤ نه یې هم دا ویلي چې څنګه هغه وسله والې ډلې پخپله لیکه کې شاملېدو ته اړه کړه.

” ما خپل کور واله ؤ ته حال نه و ورکړی، هغوی(وسلوالو) و ماته د ښه او خوندور ژوند راکولو دروغ ويلي وو، زما اصل کار دا دی چې د خلکو ژوند وژغورم، زه يې تر دې حده غولولم چې زه په خپله خوښه ځانمرګي بريد کولو ته تياره شوم، ما دا سوچ هم نه و کړ چې زما له وجې د څومره خلکو ژوند تللی شي، دوی خلک غولوي، خلک دې د دوی په دروغجنو دعوو کې نه راځي۔"

عادله بلوڅ زیاته کړه" ما په غرونو کې درې ورځې تيرې کړې، سخت حالات وو، هلته يوه بله نجلۍ هم وه، هغه يې غلطه کړې وه، هلته له تګ وروسته پوهه شوم چې دلته له سختیو پرته بل څه نشته او هلته ډېر بلوڅ ځوانان نور هم وو چې وسلې يې په لاس ورکړې وې"

د عادله په وینا، بلوڅ ښځينه په بلیک میلنګ دې لارې ته ټېل وهل کېږي او دا په خپله د دې ګواه ده خو عادله بیا ددغه بلیک میلنګ وضاحت هم نه دی کړی چې وسله والې ډلې یې څنګه اؤ په کومه طریقه بلیک میل کوي؟

په ازاده توګه د عادله نومې دغه نجلۍ لخوا د شوې دعوې پخلی نه دی شوی اؤ نه هم د هغې دې دعوې ته تر اوسه بلوڅ وسله والو تنظیمونو کوم غبرګون ښودلی دی.

دا چې عادله څنګه د وسله وال تنظیم له پنجو راخلاصه شوه په دې اړه هم حکومت اؤ امنیتي ادارو کوم سپیناوی نه دی کړی.

په خپره شوې ويډيو کې يو تن ځان د عادلې پلار ښايي او وايي چې کله د لور له ورکېدو خبر شو نو حکومت ته يې حال ورکړ او د حکومت په مهربانۍ سره د هغه لور بيرته خپل کورته راوستل شوې،

هغه و بلوڅ وسلوال تنظيمونو ته په اشاره سره وويل” زه په کراچۍ کې په يوه بينک کې ملازم يم، ماته وويل شوه چې لور مو ورکه ده، زه کورته راغلم، ماته معلومه شوه چې زموږ لور غولول شوې او هغوی له ځانه سره غرونو ته خيژولې، پر غرونو ناستو خلکو ته وايم چې د چا اولاد داسې څنګه وړئ، موږ هم بلوڅ يو تاسو څنګه داسې کوئ؟ هغه خلک غلطوئ"

د بلوچستان حکومت پخوانۍ ترجمانه او د صوبايي اسمبلۍ غړې فرح عظيم شاه د يادې نجلۍ د نيولو په اړه کوم تفصيل ور نه کړ، خو هغې وويل" پر غرونو ناستو وسلوالو ته وايم د خدای لپاره دا لاره پريږدئ، په دې جنګ کې يواځې د بلوڅانو او د بلوچستان د بې ګناه عوام تاوان دی"

فرح عظيم شاه هغه وخت پر ټولنيزو رسينو زياته تر بحث لاندې راغلې او بيا نوره مشهوره شوه چې تېر کال د بي وای سي يا بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ د لا درکه بلوڅ ځوانانو له کورنيو سره د اسلام اباد پريس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی و۔

په هم دې کيمپ کې فرح عظيم شاه له ډاکټر ماه رنګ سره په سوال ځواب کې د حکومت په پلوۍ کې د زيات دليلونو ويلو هڅې کړې وې خو خلکو ويلي وؤ چې فرح عظيم شاه د خپل حکومت ناکامۍ پټې کړې او بې ځايه یې د حکومت پر سر دليل ويلی دی۔

فرح عظيم شاه په نني خبري کانفرنس کې ويلي" زموږ ځوانان او پېغلو برين واش کېږي او غولول کېږي، زه قانون پلي کوونکو ادارو او حکومت ته شاباش ورکوم چې دومره لويه کارنامه يې تر سره کړې"

فرح عظیم شاه وویل، که څوک د حقوقو خبره کوي هغه سمه ده خو چې څوک رياست نه مني هغه نه معاف کوؤ، "له وسلوالو سره چې د هر چا نارينه او ښځينه اولادونه په قيد کې دي موږ ته دې حال راکړي موږ به يې و راخلاصوو"

د پاکستان بلوچستان صوبه له تيرو څو لسيزو راهسې له ناقرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت پر امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي۔

د حکومت او امنيتي ادارو له لوري هم په صوبه کې د وسلوالو تنظيمونو پر ضد د عملياتو او په هغه کې د بلوڅ وسلوالو د وژنې وخت ناوخته دعوې کېږې۔

حکومت او د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د نا امنۍ تر شاه د پاکستان د دوښمن قوتونو لاس بولي او وايي چې د د پاکستان او چين تر ميان د دي سي پېک په نامه د اربونو روپو اقتصادي پروژه و کاميابۍ ته نه پريښوول کېږي۔

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG