لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: ديني عالمان، قبايلي مشران او ځايي ژبې په پوليو کېمپېن کې مهم کردار لري


د سرپره قبيلې مشر سليم سرپره بيا وايي چې د پوليو وايرس خطرناک اغېز او د ويکسين ارزښت ته په پام سره دوی د هغه چا کورونه ته ورځي چې انکاري وي، ځکه چې که ماشوم يوار پوليو شي، بيا يې هيڅ علاج نه کېږي
د سرپره قبيلې مشر سليم سرپره بيا وايي چې د پوليو وايرس خطرناک اغېز او د ويکسين ارزښت ته په پام سره دوی د هغه چا کورونه ته ورځي چې انکاري وي، ځکه چې که ماشوم يوار پوليو شي، بيا يې هيڅ علاج نه کېږي

په بلوچستان کې روغتيايي چارواکي وايي، چې له پوليو وېکسين د انکاري خلکو د اماده کولو لپاره د ديني عالمانو ترڅنګ قبايلي مشران هم د پوليو ټيمونو مرسته کوي چې انکاري خلک د پوليو وايرس له منفي اغېز او د وېکسين له ارزښته خبر کړي او د هر ماشوم پوري د پوليو قطرې ورسېږي.

د صوبې په مرکز کوټه کې چې پښتانه، بلوڅان، هزاره ګان او پنجابي ژبه ويونکي خلک مېشت دي او چارواکي وايي په هره سيمه کې د هغې ژبې ويونکي کارکوونکي ماشومانو ته قطرې ورکوي چې د پوليو ويکسين کار په سمه توګه سرته ورسېږي.

شازيه په کوټه کې د پولیو ضد کېمپېن کې کار کوي، وايي ځيني کورونه داسي وي چېري چې ماشومان رفيوزل يا ماشومانو ته د وېکسین انکاريان موجود وي او دغه ډول کسان د سيمې د سپروايزر، پوليس او يا هم د سيمې د قبايلي خلکو په مرسته قانع کېږي. " موږ ميندو ته په مورنۍ ژبه د پوليو په اړه مالومات ورکوو او د پوليس په بدرګه کار اوس اسانه شوی او موږ هيڅ وېره نه احساسه وو."

د سيمې پوليو کارکوونکي وايي چې دوی د پوليس په مرسته زياتره انکاري خلک اماده کوي.

ځايي اوسېدونکی او د سرپره قبيلې مشر سليم سرپره وايي چې د پوليو وايرس خطرناک اغېز او د وېکسين ارزښت ته په پام سره دوی د هغه چا کورونه ته ورځي چې انکاري وي، ځکه چې که ماشوم يوار پوليو شي نو بيا يې هيڅ علاج نه کېږي.

سلیم وویل "زه د سرپره قبيلې مشر يم، دلته چې هرڅوک خپل ماشومان نه ويکسين زه د هغه چا کور ته ورځم. موږ تل له پوليو ټيمونو سره په پوليو کيمپېنونو کې مرسته کوو. دا زموږ د ټولنې د هر فرد ذمه واري ده، “چې ماشومان له فلج کوونکې پوليو ناروغۍ خوندي وساتو."

په بلوچستان کې په تېرو دوو کلونو کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی.

د صوبې چارواکي ديني عالمان، قبايلي مشران او مدني فعالان له پوليو کارکوونکو سره مرسته کوي اود کوښښونو په نتيجه کې يې له ويکسين د انکاري خلکو شمېر په کمېدو دی.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د ښځو په ضد د تاوتریخوالی له مینځه وړلو نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG