لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډهاکه کې د پاکستاني پوځ د تسلیمېدو په مناسبت بنګله دېش د فتحې ورځ لمانځي



د پاکستاني پوځ جنرل نیازي د هند جنرل جګجیت سېنګ ارورا ته د کال ۱۹۷۱ د ډسمبر په ۱۶ نېټه د ډهاکې په رېس کورس نومې مېدان کې د تسلیمېدو دستاوېز دستخط کوي
د پاکستاني پوځ جنرل نیازي د هند جنرل جګجیت سېنګ ارورا ته د کال ۱۹۷۱ د ډسمبر په ۱۶ نېټه د ډهاکې په رېس کورس نومې مېدان کې د تسلیمېدو دستاوېز دستخط کوي

د کال ۱۹۷۱ د ډسمبر په ۱۶ نېټه د پاکستان پوځ په بنګله دېش د خونړۍ خانه جنګۍ وروسته وسله وغورځوله او په نتیجه کې يې پخوانی مشرقي پاکستان د بنګله دېش په نوم په یو ازاد ملک کې بدل شو. په بنګله دېش کې د ډسمبر ۱۶ نېټه د وېکټري ډی یا د "فتحې" د ورځ په توګه لمانځل کېږي.

د بنګله دېش ډهاکه ټرېبيون اخبار د ګل، دوشنبې، په ورځ د "فتحې" د ۵۴ ورځ په اړه خپل رپورټ کې وویل صدر محمد شهاب الدین او مشیر ډاکټرمحمد یونس په ډهاکه کې په قومي یادګار د ازادۍ د جنګ "شهیدانو" ته احترامات وړاندې کړل.

د اخبار ترمخه، د ورځ شروع د ۳۱ توپو د سلامۍ نه وشوه او په ټول هېواد کې قومي بېرغ په سرکاري او غېر سرکاري ودانیو پورته کړی شوی و. په دې لړ کې په دستورو کې د ازادۍ د جنګ "شهیدانو" په قبرونو ګلونه کښېودل شو او پېرزونې ورته وړاندې کړی شوې.

تاریخ پوهان وايي د ژبې په سر شروع شوي اختلافات په بنګله دېشن کې خانه جنګۍ ته ورسېدل چې په هندوستان په کې د مداخلت الزام پورې کېږي او بالاخېر په 1971 کې د پاکستان پوځ هندوستان ته تسلیم شو او بنګله دېش د یو ازاد ملک په حېث قایم شو.

د پېښور پوهنتون پروفېسر فخرالاسلام وايي د بنګله دېش د بېلېدو په شا ډېرعلتونه وو ، دا د يو ورځ او مياشت خبره نه وه بلکې د پاکستان د جوړېدو سره سم هغه رويه او غلطيانې وې چې مغربي پاکستان روانې کړې وې.

هغه زیاتوي د شرقي پاکستان اوسېدونکو سياسي، کلتوري ، معاشي ګيلې لرلې او بيا دغه د 1970 ټاکنو نتيجو نه تسليمولو لکه په اور د تېلو د شیندلو کار وکړو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د پاکستان وتلې خبريال حامد مير يو ليک کې وايي کله چې 16 دسمبر رانزدې شي نو په پاکستان کې د شرقي پاکستان په بېليدو بحثونه روان شي چې اخېر پاکستان څنګه مات شو خو بيا رښتيا وېل دلته ډېر ګران دي او نوي نسل ته رېښتيا نه ښودل کېږي.

پروفېسر فضل رحيم مروت چې د نصاب د کتابونو د بورډ مشر هم و، وايي د نصاب کتابونو کې د 1971م د پاکستان د ماتېدو په هکله يوازې دا وېل کېږي چې د دې هر څه په شا د هند لاس و خو بيا د هغه وخت د غربي پاکستان د رويي او غربي پاکستان کومې ګيلې لرلې، په دغو خبره نه کېږي فضل رحيم مروت وايي که چېرې په نصاب کې حقيقتونه وښودل شي نو دا څه بده خبره نه ده.

د پېښور پوهنتون پروفېسر دروېش افريدی وايي د پاکستان ماتېدو نه وړاندې د نېشنل عوامي ګوند مشر خان عبدالولي خان چې دا هڅه یې کوله چې شرقي پاکستان بيل نشي او دا يې غوښتل چې د شرقي پاکستان جمهوري غوښتنې دې ومنل شي.

دروېش افريدی زياتوي ولي خان او نور سیاسي مشران په دې پوهېدل چې که په پاکستان کې جمهوري نظام وي او د هرې برخې حقونه باوري شي نو دا به د ټولو په ګټه وي خو داسې ونشوه.

تاريخ پوهان وايي مشرقي پاکستان د ابادۍ په لحاظ د اکثريت صوبه وه چې د هېواد 56 فيصد ابادي یې وه او دا غوښتنه یې لرله چې د اردو په ځای دې بنګله سرکاري ژبه وټاکل شي خو غربي پاکستان دا منلو ته تیار نه و او د ژبې په سر دغه اختلافات خانه جنګۍ ته ورسېدل چې په هندوستان پکې د مداخلت الزام پورې کېږي او بالاخېر په 1971 کې د پاکستان پوځ هندوستان ته تسلیم شو او بنګله دېش د یو ازاد ملک په حېث قایم شو.

یادونه: خبریال احسان محمد خان د دې مضمون برخه په وړمبي ځل په کال ۲۰۲۱ کې لیکلی وه

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG