لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې حکومت: سعودي ولي د خبریال جمال خاشقجي د قتل په سر د مقدمې نه استثنا لري


د امریکې صدر جوبایډن حکومت ویلي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په سر د مقدمې نه استثنا لري او روېټرز خبري اداره وايي د خاشقجي چنغلې (منګېتر) د امریکايي حکومت دغه فېصله په سمدستي ډول وغندله.

سعودي صحافي خاشقجي په کال 2018 کې د ترکي په استنبول ښار کې د سعودي عرب کونسلخانې ته ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی. د روېټرز د رپورټ ترمخه خاشقجي د سعودي حکومت اېنجټانو وژلی او ټکړې ټکړې کړی دی.

رپورټ وايي د امریکې استخباراتي ادارې ګڼي د خاشقجي د وژلو دپاره د اپرېشن امر سعودي ولي عهد ورکړی و.

روېترز وايي د خاشقجي د وژل کېدو په لړ کې مقدمې نه د محمد بن سلمان د استثنا فېصله امریکې حکومت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.

د خاشقجي چنغلې (منګېتر) خدیجه چنګیز په ټوېټر د امریکې د فېصلې په اړه وویل "جمال نن بیا مړ شو."

هغې وویل "زمونږ خیال و چې ممکنه ده امریکې د انصاف رڼا وي. خو پېسې بیا لومړۍ ترجحیح وه."

روېټرز وايي د سعودي عرب د مواصلاتو دفتر سره د جمعې په ورځ رابطه وکړی شوه خو دریځ یې ترلاسه نه شو او په واشنګټن کې د سعودي کونسلخانې ته د زیارت، پنجشنبې، د ورځ تر اخېره پورې لاس رسی ونه شو.

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قامي سلامتیا شورا ترجمان (نې) په یو بیان کې وویل چې د امریکې خارجه وزارت د محمد بن سلمان په اړه فېصله په هغو اصولو کړې چې د اوږدې مودې راهسې د موروجه نړیوالو قوانینو دلاندې موجود دي.

ترجمان (نې) وویل د امریکې د حکومت فېصله د مقدمې د قانونیت سره تعلق نه لري.

روېټرز وايي د امریکې د واشنګټن پوسټ اخبار دپاره په خپلو کالمونو کې به خاشقجي د محمد بن سلمان په تګلارو تنقید کولو او په استنبول کې سعودي کونسلخانې ته د واده کاغذونه جوړولو دپاره ورغلی و
روېټرز وايي د امریکې د واشنګټن پوسټ اخبار دپاره په خپلو کالمونو کې به خاشقجي د محمد بن سلمان په تګلارو تنقید کولو او په استنبول کې سعودي کونسلخانې ته د واده کاغذونه جوړولو دپاره ورغلی و

د امنیتي شورا ترجمان (نې) د نورو پوښتنو دپاره روېټرز ته د امریکې خارجه او د انصاف وزارتونو سره د رابطو مشوره ورکړه.

د امریکې د انصاف وزارت په واشنګټن کې یو اېس ډسټرکټ کورټ ته په یو دستاوېز کې وویل د ریاست د سربراه د استثنا اصول په عمومي نړیوالو کې په ښه ډول شتون لري.

د امریکې د انصاف وزارت وکیلان وايي د امریکې حکومت دا تعین کړی دی چې محمد بن سلمان د یو غیر ملکي حکومت مشر دی او د ریاست د سربراه په حېث د امریکې د عدالت نه استثنا لري.

د سېپټمبر د میاشت په اخېره کې سعودي باچا شاه سلمان د یو شاهي فرمان دلارې محمد بن سلمان ته د وزیراعظم عهده ورکړه چې یو سعودي چارواکي وویل د هغو ذمه واریو سره سمون خوري چې محمد بن سلمان یې په موجوده وخت کې ترسره کوي.

د محمد بن سلمان وکیلانو تېره میاشت په واشنګټن کې یو عدالت ته وویل چې د محمد بن سلمان د وزیراعظم ګمارل کېدو نه پس هېڅ شک نه دی پاتې چې هغه د عهدې په بنیاد استثنا لري. وکیلانو نور داسې کېسونه وړاندې کړل چې امریکې پکې د خارجي ریاستونو سربراهانو ته استثناګانې ورکړي دي.

د سږ کال د جولای په میاشت کې صدر بایډن د سعودی عرب سفر کړی و او د محمد بن سلمان سره یې سوک ټکر کړې و. روېټرز وايي د صدر بایډن په دغه ګام تنقید شوی و وایټ هاوس ویلي وو صدر بایډن سعودي ولي عهد ته وویل چې هغه (بایډن) ګڼي چې د خاشقجي د وژنې ذمه واری محمد بن سلمان دی.

محمد بن سلمان دا خبره ردوي چې د جمال خاشقجي د وژنې امر یې کړی و خو دا خبره تسلیموي چې خاشقجي د هغه په حکومت کې وژل شوی دی.

روېټرز وايي د امریکې د واشنګټن پوسټ اخبار دپاره په خپلو کالمونو کې به خاشقجي د محمد بن سلمان په تګلارو تنقید کولو او په استنبول کې سعودي کونسلخانې ته د واده کاغذونه جوړولو دپاره ورغلی و. د هغه چنغله خدیجه چنګیز ترک شهریت لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG