لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او نتنیاهو خبرې کړې، د اسرایل دفاع وزیر وایي ایران ته به یې جواب وژونکی او کره وي


د امریکې صدر جوبایډن له اسرایلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفون په داسې حال کې خبرې کړې دي چې اسرایلي ځواکونو په لبنان او غزه کې عملیاتو ته دوام ورکړی او د ایران د مزایلو حملې ته په جواب ورکولو غور کوي.

د وایټ هاوس ویاندې کېرن ژان پېر خبریالانو ته وویل، د دواړو مشرانو خبرې واضح او مثبتې وې. هغې وویل دواړو مشرانو پر ډېرو موضوعاتو خبرې وکړې او وایي‌ په دې ترڅ کې ایران ته د جواب ورکولو لپاره د اسرایل پر تګلاره هم وغږېدل.

د اګست له 21مې نېټې وروسته دا وړومبی ځل وو چې بایډن او نتنیاهو د شورو- چارشنبې په ورځ په ټیلیفون شاوخوا نیمه ګنټه خبرې وکړې.

وایټ هاوس وایي نایب صدره او د امریکې د صدارتي ټاکنو لپاره د ډیموکرېټ ګوند نومانده کاملا هېریس هم په دغو خبرو کې شامله وه.

د اسرایل د دفاع وزیر یوواو ګېلنټ د چارشنبې- شورو په ورځ خبرداری ورکړ چې پر اسرایل د ایران د بېلسټیک میزایلو بریدونو ته به یې جواب "مرګونی، کره او "حیرانوونکی" وي.

یوواو ګېلنټ د خپل هېواد له استخباراتي څانګې سره د اکتوبر پر نهمه په خبرو کې ویلي، د اسرایل بریدونه به "ډېر په ناپ تللي" وي او ایران به په دې پوه هم نه شي چې څه وشول او څنګه وشول.

د صدر بایډن او وزیراعظم نتنیاهو له ټیلیفوني خبرو وروسته د اسرایل د دفاع وزارت یوه ویډیو خپره کړې چې رویټرز هم پر خپل یوټیوپ ورکړې پکې هغه د اسرایل د استخباراتو پوځي افسرانو ته وایي:

"څوک چې پر موږ برید کوي زیان به یې ویني او قیمت به یې ادا کوي. زموږ برید به وژونکی ، کره او تر هر څه بالاتر حیرانوونکی وي، دوی به پوه هم نه شي چې څه وشول او څنګه وشول، دوی به یې نتیجې وویني".

د اکتوبر په وړومبۍ نېټه په اسرایل د ایران د شاوخوا 200 بېلسټیک میزایلو له حملو وروسته وزیراعظم نتنیاهو ویلي وو، ایران غلطي کړې او د حملې قيمت به ادا کوي، خو صدر بایډن ویلي له هغې حملې وروسته ویلي وو، د ایران په اېټمي مرکزونو د اسرایل د حملې حمایت نه کوي.

ټاکل شوې وه چې د اسرایل د دفاع وزیر د ا کتوبر پر نهمه واشنګټن ته سفر وکړي، خو پېنټاګان وویل هغه خپل سفر ځنډولی خو په دې اړه یې له تبصرې ډډه وکړه چې هغه ولې خپل سفر ځنډولی دی.

بل لور ته د اسرایل رسنیو خبر ورکړی چې وزیراعظم بنیامین نتنیاهو غوښتل اول د چارشنبې- شورو د امریکې له صدر جوبایډن سره خبرې وکړي.

واشنګټن ته د اسرایل د دفاع وزیر سفر په داسې وخت ځنډېدلی چې د اسرایل او ایران تر منځ کړکېچ زیات شوی او دواړه هېوادونو په لبنان کې د حزب الله پر مشرانو د بریدونو پر سر یو بل ته ګواښونه کوي.

اسرایلي ځواکونو په غزه او لبنان کې د حماس او د حزب الله خلاف حملې جاري ساتلې او فلسطيني چارواکو د شورو- چهارشنبې په ورځ وویل تېره شپه په غزه کې د اسرایل په حملو کې 18 کسان وژل شوي دي.

ایران د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د حزب‌الله په ملاتړ او د دې ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسرایل د میزایلو یوه پراخه حمله وکړه او دا برید یې خپل حق وباله، خو اسرایل هماغه مهال ایران ته ګواښ وکړ چې بریدونه به یې بې جوابه پاته نه شي.

یادونه:- په رپوټ کې د وي او اې خبریالانو مارګریټ بشیر او نتاشا موزګوېیا هم برخه اخیستې او ځینې مواد له اې پي، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG