لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: چاودنه کې يو تن وژل شوی، بل ژوبل


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې په يو ګاډي د سړک غاړې ښخ بم چاودنه شوې، يو تن پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.‏ په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.‏

د باجوړ ضلعې پوليس مشر سجاد احمد وي او اې ډيوه سره خبرو کې تاييد کړه، دغه پېښه تېر مازيګر ناوخته د واړه ماموند تاڼې په ډبري کلي کې د ‏افغانستان پولې ته نزدې شوې ده.‏

هغه وويل، "د سړک غاړې ښخ باروي موادو چاودنه په پک اپ ګاډي شوې، يو تن پکې په ځای وژل شوی، يو پکې معمولي ژوبل او دوه نور روغ پاتې ‏شوې دي".‏

پوليس مشر وويل، دا د ترهګرۍ پېښه ده او پلټنې یې پيل کړل شوي دي.‏

د ځينو رپورټونو ترمخه په دغه ګاډي د باجوړ سکاوټس ځواک له سامان وړل کېدو او په نخښه شوی دی، خو پوليس مشر وويل، هغه په دغې اړه کوم معلومات نه لري.‏

سجاد احمد وويل، په باجوړ کې عام جرمونه د نورو نزدې پرتو ضلعو په مقابله کې کم دي خو په باجوړ کې د وسله والو فعاليتونو موجودګي، تشکيلات او ‏ګواښونه شته، خو پوليس او امنيتي ادارې یې مخنيوي ته چمتو دي.‏

باجوړ کې وخت په وخت په امنيتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ، بمي چاودنې او د هدفي وژنو پېښې هم کيږي.‏

د روانې میاشتې په ‏‎13‎مه نېټه امنیتي سرچینې ويلي وو، باجوړ کې د افغانستان د لوري د پاکستان خاورې ته د وسله والو د اوښتو هڅه شنډه کړل شوې او ‏دوه وسله والو وژلو دعوه یې کړې وه.‏

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي وو چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د باجوړ د مامومند تحصیل‌ په کږه پاس سیمه کې دغه ‏نښته شوې وه.‏

په نښته کې د دوو وسله وال وژلو ويل شوي او یو شمېر نورو ژوبلېدو دعوه شوې وه خو سرچینې بیا دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته د اوښتي زیان په ‏اړه څه نه وو ويلي.‏

دا تازه پېښه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان پوځ ويلي، په ‏‎27‎مه او 26مه مې پوځ درې عمليات کړي او وسله والو سره نښتې شوي دي.‏

د پوځ ترمخه پرون سهار د افغانستان سره په پوله بله قبايلي ضلعه خېبر کې په يو وسله وال بريد کې پينځه پوځيان وژل شوي او پوځ په نښته کې د اووه ‏‏"ترهګرو" وژلو او دوو ژوبلېدو دعوه کړې وه.‏

پوځ ويلي هم پرون د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې عمليات شوي او لس "ترهګر" پکې وژل شوي دي. په دغو عملیاتو کې پوځ ته د تاوان اوښتو ‏په اړه څه نه وو ويل شوي.‏

د پوځي بيان ترمخه، په ‏‎26‎مه مې د پېښور ضلعې په حسن خېل سيمه کې په استخباراتي عملياتو کې شپږ "ترهګر" وژل شوي او نښته کې کېپټن حسن ‏جهانګير او حوالدار شفيق الله هم وژل شوي وو.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG