لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په منځني ختیځ کې د امن د کوښښونو په لړ کې د امریکې خارجه وزیر سعودي عرب ته رسېدلی


بلېنکن د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړو
بلېنکن د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړو

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سعودي عرب سرښار ریاض ته ورسېدلو چې د اسرایل او د سعودي عرب ترمنځ سفارتي تعلقات قایمولو دپاره کوښښونه بیا راتازه کړي.

سعودي عرب ته د روانېدو نه مخکې بلېنکن په د اسرایل په تل ابیب ښار کې خبریالانو ته وویل د دې باوجود چې په سیمه کې څه وشول او هم موقعه ده چې په مکمله توګه په مختلف طرف تګ وکړی شي او په دې کې په ممکنه توګه د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ تعلقات سمېدل هم شامل دي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو وروسته بلېنکن د منځني ختیځ په ۱۱ دوره دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ يې په یروشلم کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او نورو اسرایلي چارواکو سره وليدل.

په غزه کې جنګ د شروع کېدو نه مخکې د یوې مجوزه معاهدې دلاندې د سعودي عرب او اسرایل د سفارتي تعلقاتو په اړه ګامونه پورته کېدل شروع شوي وو چې اسرایل سره سفارتي تعلقات قایمولو په بدل کې به سعودي عرب سره دفاعي او د غېر پوځي اېټمي پروګرام دپاره معاهده کولی شي.

نېټن یاهو او د نورو اسرایلي چارواکو سره د ملاقاتونو وروسته بلېنکن وویل وخت راغلی چې په غزه کې جنګ ختم کړی شي.

بلېنکن وویل د اووم اکتوبر راهسې اسرایل په غزه کط زیاتره سټرېټيجېک اهداف ترلاسه کړي او اوس وخت دی چې د هغه په قول دې کامیابیو ته مستقل شکل ورکړی شي او په سټرېټيجېک کامیابي شي.

بلېنکن وویل اسرایل دلاسه د حماس مشر یحیا سنوار د وژل کېدو وروسته حقیقي موقع موجود ده چې د حماس په ولکه کې د باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو دپاره معاهده وکړی شي.

هغه وویل په غزه کې دې جنګ په داسې طریقه ختم کړی شی چې حماس په غزه کې نه وي او اسرایلي ځواکونه د سيمې څخه ووځي.

د امریکې خارجه وزیر وویل په راتلونکو څو ورځو کې د عرب مشرانو سره به په غزه کې د جنګ وروسته په صورتحال، د غزه د انتظام، د سیمې د بحالۍ او دا چې نړیواله ټولنه د فلسطینیان دپاره څه کولی شي، خبرې کوي.
د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترمخه بلېنکن به د جمعې په ورځ په لندن کې عرب ملکونو خارجه وزیرانو سره هم ملاقاتونه کوي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به هغه د قطر دوره کوي.

بلخوا، اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د لبنان په صور ښار بمباري وکړه. د بمبارۍ نه څو ګنټې مخکې اسرایل مقامي اوسېدونکو ته د انخلا هدایات جاري کړي وو.

د اسرایل د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د حزب الله یو کمانډر هاشم صاف الدین يې د دې میاشت په شروع کې په بېروت کې وژلی دی. صافي الدین د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله جانشین ګڼل کېدو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG