لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د طالبانو غوښتي چې سمدستي دې د ښځو د حقونو د محدودیتولو په اړه خپل ټول فرمانونه لغوه کړي


په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او جېنکو په مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو او په غیر حکومتي ادارو کې د هغوی په کار د بندیز د دویم کال د پوره کیدو په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو غوښتي چې سمدستي دې د ښځو د حقونو د محدودیتولو په اړه خپل ټول فرمانونه لغوه کړي.

څرګنده دې وي، طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په وروستۍ اونۍ کې په افغانستان کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په ادارو کې د ښځو او جېنکو په زده کړو بندیز ولګوه او د بلې خوا یې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر حکومتي ادارو کې هم ښځې او جېنکۍ له کار څخه منع کړې.

ښاغلي بلېنکن د جمعې د ورځې ناوخته د دسمبر په ۲۰مه په ایکس باندې یو پوسټ کې لیکلي چې په ټولنیز ژوند کې د افغان میرمنو او جېنکو ګډون د د باثباته، سوله ییزه افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.

انتوني بلېنکن لیکلي : "اوس د هغې ورځې نه چې طالبانو ښځې او جېنکۍ په پوهنتونونو کې د تعلیم او په غیر حکومتي ادارو کې د کار نه منع کړې دوه کاله پوره شول. افغان میرمنې او جېنکۍ د یو لا باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. موږ پر طالبانو باندې غږ کوو چې سمدستي دې خپلو فرمانونو ته بیا کتنه وکړي".

هم پدې اړه خپل پیغام کې رینا امیري ویلي تر هغو چې د افغان میرمنو او جېنکو هیلې پیکه وي، افغانستان به په تیارو کې ایسار وي." دا به اوږد مزل وي، خو ناهیلي او تسلیمیدل پکښې ځای نلري".

د افغان میرمنو، جېنکو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو د حکومت له خوا په افغان میرمنو او جېنکو باندې دغو محدودیتونو دوو کلنو پوره کیدو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د ښځو او جېنکو په زده کړو او په غیر حکومتي ادارو کې د ښځو په کار د بندیز دوه کاله پوره کیږي نړۍ د یو ازمایښت سره مخ شوې ده.

رینا امیري په دغه پیغام کې ویلي: "که موږ افغان ښځو او جېنکو ته پاتي راغلو، په هر ځای کې به د ښځو او جېنکو حقونه خطر کې واچوو چې له افغانستان څخه به لرو نورو ځایونو ته هم وغځیږي".

د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې په دې پیغام کې ویلي چې د افغانانو په تاریخ کې دا لومړی ځل ندی چې دوی له خنډونو سره مخ شوي. د ستونزو سربیره، دوی په نږدې هره ټولنیزه برخه کې د مشرانو په توګه بیا راښکاره شوي او د افغانستان په رغولو کې یې سترې ونډې لرلي. دوی به یوار بیا همدغسې وکړي. او د دوې د بریا لپآره، موږ یې باید په ګډه ملاتړ وکړو.

میرمن امیري ویلي: "دا پدې معنی ده چې د یوه هیله بخښوونکي او ډاډمن راتلوونکې لپاره، افغان نارینه – د هیواد دننه او بهر - باید له خپلو میرمنو، لوڼو، خویندو او د افغانستان له ټولو ښځو سره ودریږي".

بل اړخ ته د امریکا په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې استازو لخوا د جمعې په ورځ په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د افغانستان په طبي تعلیمي ادارو کې د افغان میرمنو او نجونو په زده کړو باندې د طالبانو په بندیز ژوره اندیښنه ښودل شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا بندیز به په افغانستان کې د میرمنو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې ولري او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به په دې هیواد کې روغتیایي وضعیت چې له مخکې هم کمزوری دی، لا پسې بې ثباته شي.

اعلامیه زیاتوي چې د افغان میرمنو او جېنکو پر ضد د طالبانو تقریباً د ۸۰ په شاوخوا کې "ځپونکي او توپیري فرمانونه میرمنې او نجونې د روغتیا، عامه او اقتصادي ژوند څخه برخې کوي. مونږ په سمدستي توګه د دې نه منل کیدونکو پالیسیو او کړنو بدلیدل غواړو".

په ګډه اعلامیه کې یادونه شوې چې په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات لپاره باید "اعتباري او ټول شموله ملي خبرې اترې وشي" تر څو د داسې اساسي قانون او سیاسي نظم پیدا کیدو سوب شي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي، سیاسي مشران یې حساب ورکوونکي وي او د افغانستان دولت خپل نړیوال مسؤلیتونه پر ځای کړی شي.

د طالبانو حکومت لا په سمدستي توګه دې اعلامیې ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې د مخه چې کله د طالبانو په حکومت د ښځو یا د بشري حقونو د سرغړونو په سر نیوکې شوي نو هغوي دا نیوکې رد کړي اؤ وایي په حکومت کې یې هر چاته د هغوي اسلامي اؤ بشري حقوق ترلاسه دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو نه یوازې د نجونو او ښځو د زده کړو ته د اجازې د ورکولو په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف قانون په نافذولو سره په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې خپلو ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې او پر ښځو او نجونو باندې یې محدودیتونه لا پراخه کړي دي.

(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د وې او اې اشنا نه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG