لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اقتصادي مشکلاتو سره مخ پاکستان د چين سره د پورونو بيرته ستنولو د مودې په غځولو خبرو کړي


د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب ويلي، د چينايي چارواکو سره یې د پورونو يا قرضونو په بيرته ورکولو رغندنه خبرې شوي دي.

د خزانې وزير محمد اورنګزېب خبري غونډه کې ویلي، چين ته یې د پورونو د مودې غځولو وړانديز هم کړی دی.

نوموړي په دغه لړ کې د کوم پرمختګ څه نه دي ويلي او نه یې په پاکستان د چين د پورونو ماليت يا شمېرې ښکاره کړی دی.

پاکستان چې د چين نزدې اتحادي ګڼل کيږي، اسلام اباد په بيجنګ ټينګار کوي چې د توانايۍ په برخه کې خواوشا د 16 اربه ډالرو پورونو ورکولو موده ورته وغځوي او د هغو څلورو اربه ډالرو موده هم سېوا کړي چې پاکستان به یې چين ته ورکوي.

اورنګزېب چې په وروستيو کې د چين د څو ورځني سفر څخه بيرته ستون شوی، د خپل چينايي سیال لېن فو، د چین د مرکزي بېنک ګورنر او نورو چارواکو سره د ليدو په اړه یې خبري غونډه کې احوال وړاندې کړی دی.
هغه ويلي، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د چين په مرسته روانې د توانايۍ د لسو منصوبو دپاره د پورونو موده وروسته کړل شي.

هغه ويلي، پاکستان به د هرې پروژې دپاره د چین د مرکزي بېنک سره جلا جلا خبرې کوي او اسلام اباد د دغه کار دپاره په چين کې يو مشاور هم ټاکلی دی.

د خزانې وزیر ويلي، پاکستان د چین ترڅنګ د سعودي عرب سره د پينځه اربه او متحده عرب اماراتو سره د درېو اربو ډالرو د پورونو د ورکولو د مودې وروسته کولو په اړه هم خبرې کوي.

هغه تمه څرګنده کړې چې د دغو هيوادونوسره د پورونو موده وروسته کولو کې به کامیاب شي، او دغه عمل به د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) د اېګزېکټيو بوډ د غونډې نه وړاندې بشپړ شي، د ياد بورډ په غونډه کې به پاکستان ته د اووه اربه ډالرو د نوي پور منظوري ورکول کيږي.

آی اېم اېف د روانې مياشتې په سر کې ویلي وو، پاکستان ته د 37 مياشتو دپاره د اووه اربه ډالرو د پور ورکولو په لړ کې د عملې په کچه تړون شوی خو د دې منظوري به اېګزېکټيو بورډ ورکوي.

پاکستان کې د توانايۍ ځينې پروژې د پاکستان چين د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) لاندې روانې دي، د سي پيک لاندې په تېره لسيزه کې د چين څخه خواوشا د 25 اربه ډالرو پانګونې او پورونه پاکستان ته راغلي دي.

سي پېک د چين د [بېلټ اېنډ روټ] پروژې برخه ده چې هدف یې لارې سړکونه او نورې منصوبې، تجارت، د مواصلاتو سرچينې زیاتول او ملکونو ترمنځ مرستې سېوا کول دي.

د پاکستان او چین چارواکي دغه تورونه ردوي چې ګنې د دغه پروژې له امله به د پاکستان مشکلات سېوا شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG