لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامي نظریاتي کونسل د جنسي تېري مجرم دپاره د خصي کولو سزا غیر اسلامي بللي


تېر کال د لاهور او سيالکوټ تر مينځ په موټر وی يوې ښځې سره د دوو کسانو د جنسي زیاتي نه څو ورځې پس وزير اعظم عمران خان د داسې قسمه پېښو مخنيوي د پاره د مجرمانو د کيميايي موادو په زریعه د خصي کولو تجويز پېش کړی و
تېر کال د لاهور او سيالکوټ تر مينځ په موټر وی يوې ښځې سره د دوو کسانو د جنسي زیاتي نه څو ورځې پس وزير اعظم عمران خان د داسې قسمه پېښو مخنيوي د پاره د مجرمانو د کيميايي موادو په زریعه د خصي کولو تجويز پېش کړی و

اسلامي نظرياتي کونسل د رېپ يا د جنسي تېري په جرم کې مجرم د خصي کولو سزا د اسلامي تعليماتو پر ضد بللي خو د ښځو د حقونو فعالان وايي د اسلامي نظریاتي کونسل دغه نظر ښځو د تحفظ د قانون په اړه شک پېدا کول دي.

د اسلامي نظرياتي کونسل د دوه ورځنۍ غونډې نه پس جاري کړی شوي يو بيان ترمخه کونسل اف اسلامک ائېډيالوجي يا اسلامي نظرياتي کونسل په زور د جنسي فعل د مجرمانو خصي کول غېر اسلامي وبلل.

تېر کال د لاهور او سيالکوټ تر مينځ په موټر وی يوې ښځې سره د دوو کسانو د جنسي زیاتي نه څو ورځې پس وزير اعظم عمران خان د داسې قسمه پېښو مخنيوي د پاره د مجرمانو د کيميايي موادو په زریعه د خصي کولو تجويز پېش کړی و.

وزيراعظم عمران خان د قانون وزارت او نورو متعقله ادارو ته حکم کړی و چې د هغه تجویز ته دې قانوني شکل ورکولو حکم ورکړی و او بیا وفاقي کابينې د جبري جنسي فعل د مخنيوي ارډېننس ۲۰۲۰ او د پاکستان پېنل کوډ ۲۰۲۰ کې د ترميم يا د بدلون منظوري ورکړې وه. اسلامي نظرياتي کونسل نه په دې اړه تجويزونه غوښتل شوي وو.

د قامي اسمبلي پخوانۍ غړې بشری ګوهر وايي چې اسلامي نظرياتي کونسل يوه اضافی اداره ده او د پارلېمان په موجودګۍ کې د دې ادارې څه ضرورت نشته. هغه وايي پارلېمان کې د آزاد بحث نه وروستو داسې قانون جوړول ضروري دي.

بشری ګوهر زياتوي چې د جرم نه وروسته مجرم ته د سزا ورکولو يقيني کول او په قانون عمل کول د سختو سزاګانو ورکولو نه زيات ضروري دي.

د پېښور يوه قانون پوهه اېډوکېټ مهوش محب کاکاخېل چې د جبري جنسي فعل د قانون جوړولو لپاره د مشاورتي کمېټۍ غړې هم وه وايي چې د پاکستان پېنل کوډ ۳۷۶ ارټېکل په واضحه توګه وايي چې د رېپ يا د جنسي تېري مجرم ته د مرګ سزا او يا د لس کاله نه تر پينځه ويشت کاله پورې د قېد سزا ورکولی کيږي.

د داسې جرمونو د پاره اسلامي سزا سنګساري دي، چې مقصد يې د داسې جرمونو مخنيوی دی. او مقصد یې معاشره کې د داسې جرمونو مخ نوی دی.

طاهره کلیم چی پیښور کې دښځو حقونو لپاره فعا له ده وايي دغه کونسل د قوانین وړاندیزونو باندې صرف مشوره ورکولې شی قانون سازی د پارلیمان کار دی او پکار ده دغه قوانین باندې اسمبلۍ کې بحث وشی او قوانین جوړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG