لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چمن کې د پرلت ګډون والو د لوی اختر ورځ په احتجاج تېره کړه


پاکستان د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې افغانستان ته د سفر دپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کړو چې په ضد يې د چمن ‏خلکو پرلت شروع کړو چې تر اوسه دوام لري
پاکستان د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې افغانستان ته د سفر دپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کړو چې په ضد يې د چمن ‏خلکو پرلت شروع کړو چې تر اوسه دوام لري

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په سرحدي ښار کې چمن کې مقامي خلکو دپاره د دواړو ملکونو ترمنځ سفر دپاره د پاسپورټ او د ويزې د شرط مخالفینو د ګل، دوشنبې، په ورځ لوی اختر په احتجاج تېر کړو.

په پرلت کې ‏ناستو خلکو په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې او د لوی اختر لمونځ يې د پرلت په مېدان کې وکړو.

پاکستان د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې افغانستان ته د سفر دپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کړو چې په ضد يې د چمن ‏خلکو پرلت شروع کړو چې تر اوسه دوام لري.

احتجاج کوونکي د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي چې د مقامي خلکو دپاره دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سفر دپاره پخوانی نظام بحال کړي چې خلکو به د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره تګ راتګ کولی شو.

د بلوچستان حکومت د پرلت والو سره وخت په وخت مذاکرات کړی دي چې تراوسه نه دي کامياب شوي او حکومت وايي د خپلې فېصلې څخه ‏نه شي په شا کېدی ځکه چې د دوو هيوادونو ترمنځ خلک به په ويزه او پاسپورټ سفر کوي.‏

خو په چمن کې ناست پرلت وال وايي د خپلې غوښتنې منلو پورې به یې احتجاجي پرلت روان وي.‏
د اختر په ورځ د نورو ګڼو خلکو ترڅنګ د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغر خان اڅکزی هم ورغلی وو.‏

د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان نه مخکې د پښتنو افغانانو د يو بل سره تګ راتګ او خپلوئ وې، د پاکستان نه وړاندې خلکو په ‏دغه ځای تګ راتګ او کاروبار کولو.‏

هغه زياته کړه،" ‏‎77‎‏ کاله د پاکستان وشو دغه سلسله نه ده ودرېدلې، نن خلک پوښتنه کوي چې د دوی سره په زاړه طريقه کار بندېزونه ولې دي؟ دا اول وار ‏نه دی دا زمونږ د قام د وهلو حربې دي دا قام په انتهاپسندۍ او ترهګرۍ ووهل شو".‏

د چمن کې پرلت والو د اختر په ورځ په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې او تور بېرغونه یې پورته کړي. ‏

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG