لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او پاکستان به د ترهګرۍ په ضد مشترکه پوځي مشقونه کوي


په کراچۍ کې په چینایانو د حملې یو څو ورځې وروسته د چین سفیر جیانګ زیدونګ په اسلام اباد کې یو سېمینار ته تقریر کې چینایانو د تحفظ په اړه د پاکستان په اقداماتو پوښتنه راپورته کړه او ويې وېل دا خبره ورته د منلو وړ نه ده چې په شپږو میاشتو کې په چینایانو په دویم ځل حمله وشوه
په کراچۍ کې په چینایانو د حملې یو څو ورځې وروسته د چین سفیر جیانګ زیدونګ په اسلام اباد کې یو سېمینار ته تقریر کې چینایانو د تحفظ په اړه د پاکستان په اقداماتو پوښتنه راپورته کړه او ويې وېل دا خبره ورته د منلو وړ نه ده چې په شپږو میاشتو کې په چینایانو په دویم ځل حمله وشوه

چین ویلي د ترهګرۍ په ضد د مشترکه عملیاتو دپاره به دا میاشت پاکستان ته خپل ځواکونه لېږي.

چین پاکستان سره د مشترکه پوځي مشقونو اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو چې هدف يې د جنوبي د اېشیا د خپل ګاونډي ملک سره د امنیت په برخه کې همکاري زیاتول دي.

په تېرو پینځو کلونو کې د دواړو ملکونو وړمبي مشقونه په داسې وخت کې کولی شي چې چین غواړي په پاکستان کې په مختلفو منصوبو کارکوونکو د زرګونو په شمېره کې د خپلو شهریانو د تحفظ دپاره پاکستان ته چینايي امنیتي کارکوونکي ولېږي.

په نږدې وختونو کې وسله والو په پاکستاني ځواکونو او په چینایانو یو شمېر حملې کړي دي ځینې حملې کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، منلې دي.

د چین د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د پاکستان په کوربتوب واریر اېټ یا جنګالی اتم نومې مشقونه به د نومبر د میاشت په اخېره کې شروع شي او د ډسمبر د میاشت تر نیمې پورې به دوام لري.

د چین د مطبوعاتو ترمخه، د مشقونو هدف د ترهګرۍ خلاف د مشترکه عملیاتو صلاحیت زیاتول دي. د چین د دفاع وزارت وویل پاکستان سره مشقونو کې به د پیپلز لېبرېشن ارمي یا پي اېل ای د مغربي برخې ځواکونه شرکت کوی.

د چین د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، دواړه ملکونه به مشقونه په ګڼو مرحلو کې کوي چې په کې به د جنګ د حقیقي حالاتو په شان ماحول کې مختلف ماهرتونه استعمالولی او ترتیبولی شي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

د دې نه مخکې چین او پاکستان په ۲۰۱۹ کې مشترکه پوځي مشقونه کړي دي.

تېره میاشت دوه چینايي انجېنیران د کراچۍ هوايي اډې سره نږدې په ځانمرګي حمله کې ووژل شوو. وژل شویو انجینرانو د چین او پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کارکولو.

د سږ کال د مارچ په میاشت کې پينځه چینايي انجینیران او پاکستانی ډرایور يې په ځانمرګي حمله کې ووژل شو.

په پاکستان کې په چینایانو حملو د چین غصه راپارولې ده او چين غوښتنه کوي چې پاکستان دې ورسره د خپلو شهریانو د تحفظ دپاره مشترکه انتظام برابر کړي.

پاکستان دا خبره رد کړې چې چین پې سفارتي فشار اچولی دی او په دې اړه رپورټونه یې د مطبوعاتو اندازې بللې دي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ تېره هفته د معمول خبري کانفرنس ته وویل په پاکستان کې چینایانو د تحفظ او د ترهګرۍ ضد همکارۍ په شمول پاکستان او چین په یو شمېر مسلو د خبرو اترو دپاره قوي مکالمه موجود ده. هغې زیاته کړه چې په پاکستان کې د چینايي شهریانو، چینايي منصوبواو اداردو د تحفظ به اسلام اباد ګامونه پورته کوي.

بلوچ وویل د چین او پاکستان همکارۍ ته د نقصان رسوولو کوښښونه به نه کامیابېږي.

په کراچۍ کې په چینایانو د حملې یو څو ورځې وروسته د چین سفیر جیانګ زیدونګ په اسلام اباد کې یو سېمینار ته تقریر کې چینایانو د تحفظ په اړه د پاکستان په اقداماتو پوښتنه راپورته کړه او ويې وېل دا خبره ورته د منلو وړ نه ده چې په شپږو میاشتو کې په چینایانو په دویم ځل حمله وشوه.

جیانګ غوښتنه وکړه چې د داسې ډول حملو د تکرارېدو مخنیوي دپاره دې پاکستان موثره ګامونه پورته کړي او په حملو کې ککړ کسان دې ونیول شي سزاګانې دې ورکړی شي.

پاکستان د چینايي سفیر خبرې پرېشانه کوونکي او د دواړو ملکونو ترمنځ د سفارتي روایاتو برعکس وبللې.
د چین سفیر خبرو ته د پاکستان ردعمل غېر معمولي ګڼل کېږي او د چینايي سفارتکار وېنا هغه د هغه درد اظهار کوي چې په تېرو پینځوکلونو کې په پاکستان کې د ۲۱ چینایانو په وژل کېدو يې بيجېنګ محسوسوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG