چین خبرداری ورکړی چې که امریکا جګړه غواړي، نو دوی یې مقابلې ته تیار دي. دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې صدر ډونلډ ټرمپ د چین پر ټولو وارداتو نوي تعرفې ولګولې، او چین یې په ځواب کې د امریکايي کرنیزو محصولاتو پر وارداتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنه تعرفې ولګولې.
صدر ټرمپ تېره اوونۍ پخپل ټروت سوشل میډیا باندې ویلي وؤ چې هغه به راتلونکې نهې/سې شنبې د مخکیني ۱۰ فیصده تجارتي ټېکس ترڅنګ کوم چې د دې میاشتې په پیل کې یې د چین په تجارتي مالونو لګولی و، نور ۱۰ فیصده اضافي ټېکس به هم ورباندې ولګوي.
په واشنګټن کې د چین سفارت د سه شنبې په ورځ پر ټولنیزې شبکې ایکس د خپل حکومت یو بیان خپور کړ، چې پکې راغلي، "که امریکا جګړه غواړي، که هغه د تعرفو جګړه وي، که د سوداګرۍ جګړه وي، یا که بله هره جګړه، موږ یې تر پایه جګړې ته چمتو یو."
د برتانوي خبري شبکې بي بي سي د رپورټ تر مخه دا د چین له لوري د تر ټولو سخت دریځ څرګندونه ده چې له هغه وخته یې کړې، چې ټرمپ د صدر په توګه واک ته رسېدلی دی.
دا خبرداری د چین د ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ غونډې پر مهال ورکړل شوی، چې پکې مشران په بیجینګ کې راټول شوي دي.
د ټرمپ نوې ۱۰ فیصده ټيرف د فرورۍ په وړومبۍ اونۍ کې د چینایي توکو په وارداتو نافذ شوی، چې چین هم بیا اعلان وکړو چې په امریکایي ډبرو سکرو او مایع ګیس به ۱۵ فیصدي ټیکسونه او په خام تیلو، زراعتي مشینونو او ځینو موټرو باندې به ۱۰فیصدي تعرفې یا محصولات وضع کوي.
د شورو/چهارشنبې په ورځ، د چین وزیراعظم وزیر لي چیانګ اعلان وکړ چې سږ کال به د هېواد دفاعي بودیجه بیا ۷.۲ سلنه لوړه کړي. هغه دا هم وویل: "په نړۍ کې داسې بدلونونه روان دي چې پخوا نه و، او دا بدلونونه د پخوا په پرتله ډېر چټک دي."
بیجینګ هڅه کوي چینایانو ته دا پیغام ورکړي چې د دوی اقتصاد د سوداګریزو جګړو د ګواښ سربېره وده کولی شي.
بي بي سي وایي چین ځان د ثبات او سولې یو سمبول معرفي کوي، په داسې حال کې چې امریکا یې د منځني ختیځ او اوکراین په شخړو کې ښکېله ګڼي.
چین همداراز غواړي د ټرمپ له پالیسو ګټه پورته کړي، ځکه چې ټرمپ د کاناډا او مکسیکو په ګډون د خپلو متحدینو پر صادراتو تعرفې لګولي. چین نه غواړي چې خپل دریځ دومره سخت کړي چې نوي نړیوال شریکان له لاسه ورکړي.
د چین وزیراعظم په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې چین به خپلې دروازې لا نورې هم پرانیستې وساتي، ترڅو نورې بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
چین تر دې وړاندې هم ویلي چې جګړې ته چمتو دی. تېر کال د اکتوبر په میاشت کې، د چین صدر شي جین پینګ خپلو پوځونو ته امر وکړ چې د جګړې لپاره خپل چمتووالی لا پیاوړی کړي، کله چې چین د تایوان شاوخوا پوځي تمرینات ترسره کول.
خو دا یو توپیر لري چې یو هېواد د جګړې لپاره چمتووالی نیسي، او دا چې رښتیا جګړې ته تیار دی.
په واشنګټن کې د چین سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې چین ته د فینټانیل (یو ډول نشهيي ماده) د امریکا ته د قاچاق مسؤلیت ورپه غاړه دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "د فینټانیل موضوع یوازې یوه پلمه ده چې امریکا پرې غواړي د چین پر صادراتو تعرفې لوړې کړي". هغه زیاته کړه: "نه ګواښونه، نه زور زیاتی، او نه فشار پر موږ اغېز لري. له چین سره د چلند سمه لاره دا نه ده."
تېره د فرورۍ میاشت کې صدر ټرمپ ویلي وؤ، هغه په چینایي صادراتو نوې ټیکسونه د دې لپاره وضع کړه څو په چین فشار راوړي چې امریکا ته د فینټانېل د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، ځکه چې چین د هغو کیمیاوي موادو یوه مهم هسرچینه بلل کېږي چې مېکسیکوي قاچاقبران یې د فینټانېل په جوړولو کې کاروي.
چین ویلي چې دا صنعت او نور غیرقانوني مخدره تجارتونه یې تر سخت نظارت لاندې نیولي دي.
ټرمپ وویل: "هیله لرم چین به موږ ته د فینټانېل استول ودروي، که نه نو تعرفې به نورې هم ډېرې لوړې شي"
په بیجینګ کې چارواکي هیله لرله چې د ټرمپ دویمه واکمني به د چین او امریکا اړیکو ته مثبت لوری ورکړي، ځکه چې ټرمپ د لوړې مراسمو ته د شي جین پینګ د رابللو هڅه کړې وه. همداراز، ټرمپ ویلي وو چې د چین له مشر سره یې "ډېرې ښې ټیلیفوني خبرې" کړي، څو ورځې مخکې له هغې چې سپینې ماڼۍ ته ننوځي.
راپورونه ښیي چې دواړو مشرانو تېره میاشت د یوې بلې ټیلیفوني اړیکې پلان هم درلود، خو دا تماس ونه نیول شو.
چین د نړۍ دویم لوی پوځي بودیجه لري، چې شاوخوا ۲۴۵ ملیارده ډالر اټکل شوې، خو دا لا هم د امریکا تر پوځي بودیجې خورا کمه ده. بیجینګ د خپل GDP ۱.۶ سلنه پر دفاع لګوي، چې د امریکا او روسیې په پرتله خورا لږه سلنه ده.
خو کارپوهان باور لري چې چین د خپل دفاعي لګښت اصلي کچه کمه ښیي، او د خپلو نظامي مصارفو یو لویه برخه پټه ساتي.
د چین د ټیکسونو کمیشن د امریکایي توکو په وړاندې د نوې مالیې د اعلان په بیان کې وویل: “د امریکا لخوا یو اړخیز ټیرف زیاتول د نړیوال سوداګریز سازمان اصول سخت تر پښو لاندې کوي. دا نه یوازې د امریکا د خپلو ستونزو د حل لپاره ګټور نه دي، بلکې د چین او امریکا ترمنځ عادي اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ته هم زیان رسوي.”
خو کارپوهان وايي، دا تعرفې ښايي د امریکا په صادراتو لږ اغېز ولري. امریکا که څه هم د نړۍ تر ټولو لوی صادروونکی مایع طبیعي ګیس (LNG) دی، خو چین ته یې برآمدات ډېر نه دي. د امریکا د انرجۍ معلوماتي ادارې د معلوماتو له مخې، امریکا په ۲۰۲۳ کال کې چین ته ۱۷۳,۲۴۷ میلینه مکعب فټه مایع ګیس صادر کړی، چې دا د امریکا د ټول مایع ګیس له صادراتو څخه ۲.۳٪ جوړوي.
چین تېر کال له امریکا څخه له ۱۱۰,۰۰۰ څخه لږ موټرونه وارد کړي، که څه هم د موټرو د بازار شنونکی، لي شينګ، د اسوشیېټډ پریس ته ویلي، دا تعرفې به جنرال موټرز ته ستونزې پیدا کړي، ځکه چې یاد شرکت شورلیټ تاهو او جياېمسي یوکون د چین بازار ته وړاندې کوي. همدارنګه، دا تعرفې به د فورډ لپاره هم زیانمنې وي، چې موستانګ او F-150 رېپټر پیکاپ چین ته صادروي.
د تعرفې د زیاتوالي تر څنګ، چین د ځینو مهمو عناصرو پر صادراتو هم محدودیتونه اعلان کړي، چې د عصري لوړ تخنیکي تولیداتو لپاره حیاتي ګڼل کېږي.
دې عناصرو کې ټنګسټن، ټیلوریم، بسموت، مولیبډینم، او انډیم شامل دي، چې ډېری یې د امریکا د جیولوجیکي سروې له خوا د حیاتي منرالونو په توګه نومول شوي، یعنې دا هغه مواد دي چې د امریکا اقتصادي یا ملي امنیت ته مهم دي او د عرضې زنځیر یې د اختلال خطر لري.
دا محدودیتونه د هغو بندیزونو سربېره دي چې چین د دسمبر په میاشت کې د ګالیم په څېر کلیدي عناصرو باندې لګولي وو
Forum