د چین په یو مسلکي ښوونځي کې د چړې په برید کې 8 کسان وژل شوي اؤ 17 نور ژوبل شوي دي، پولیسو د برید په تړاؤ یو مشکوک تن نیولی دی.
د اې ایف پي خبري شبکې د رپورټ تر مخه پولیسو د برید کې د وژنو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دا حمله ماښام مهال د جیانک سو صوبې په چیانګ ښار کې په "ووشي ووکیشنل انسټي ټیوټ اف ارټس اېنډ ټیکنالوجي" کې شوې ده.
پولیسو ویلي د برید په تړاؤ نیول شوی تن 21 کلن ښوونځي یو پخوانی زده کوونکی دی نوموړي باید سږ کال خپله زده کړه بشپړه کړې وای، خو امتحانونو کې د ناکامۍ له امله یې دا هدف پوره نه کړ.
مشکوک کس پولیسو ته ویلي چې هغه په غصه و، او د همدې لپاره ښوونځي ته بېرته راغی او د دې حملې اعتراف یې هم کړی دی.
په چین کې د چاړې بریدونه ډېر پېښیږي ځکه چې هلته پر وسلو سخت بندیزونه دي، خو په دومره زیاته شمېره کې د وژنو پېښې ډېرې کمې رامنځته کیږي.
د دې برید څخه څو ورځې مخکې، د نومبر په 12مه نېټه، د چین په جنوبي ښار ژوهاي کې یو موټر د لوبو د مرکز بهر پر خلکو ورختلی ؤ چې په نتیجه کې یې 35 کسان وژل شوي او 43 نور ژوبل شوي وو.
پولیسو د دې پېښې وروسته موټرچلوونکی هم نیولی و.
Forum