د جنوبي چین په بحر کې د تاو تریخوالي کمولو په هدف د بېجینګ او منیلا د یوې موافقې ته د رسیدو نه لږ وروسته ، فلپاین د چین په ساحل ساتونکي جازونه باندې د تازه یرغل ، ځورونې او جارحانه چال چلند تورونه لګولي دي.
څیړوکي وايي د فشار دا کمپاین چې په وروستیو ورځو کې زیات شوی، د بېجینګ د هڅو یوه برخه ده چې د فلپاین د ملاتړ لپاره د امریکا ژمنې وازموي.
د سینګاپور په پوهنتون کې سیاسي پوه جا ایانچونګ د ټېلیفون له لارې وایس اف امریکا ته وویل: "دوی غواړي وګوري چې په امریکا کې د نوي حکومت لاندې فلپاین څومره د فشار لاندې راویستلی شي."
د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم اېکس باند ې د تیر خالي/ شنبې په ورځ د فلپاین ساحل ساتونکو په یوه بیان کې وویل چې د فلپاین د فشریز بیورو دوه جازونه د جمعې په ورځ د سمندري ساینسي سروې لپاره سېنډي کائ ته د تګ په وخت د دریو چینایي ساحل ساتونکو جازونو لخوا د جارحانه چالونو سره مخ شول.
په یوه ویډیو کې چې د منیلا لخوا خپره شوې، د چین د ساحل ساتونکو یو لوي جاز لیدل کیږي چې د فلپاین د یوې کښتۍ په څو مېټرو کې حرکت کوي. یوه بله ویډیو وښودله چې یو چینايي هېلي کاپټر د دوه کښتیو د بره الوځي چې په کوم د فلپاین غړي وو.
د فلپاین د ساحل ساتونکو ویاند جې ټیریلا وویل چې د چین د ساحل ساتونکو لخوا پرله پسې ځورونې او خوندیتوب ته د پام نه کولو له امله، د فلپاین کښتۍ د ساینسي سروې ځنډولو ته اړ شوي.
د منیلا د تورونو په ځواب کې، بېجینګ وویل چې د چین د ساحل ساتونکو کښتیو د فلپاین د دوو کښتیو هڅې شنډي کړې چې سېنډۍ کائ ته یې د تلو کوشش کوو، کوم ته چې چین ټایکسین ریف وایي.
د چین د ساحل ساتونکو ویاند لیو ډیجون د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویلي."کشتیو هڅه وکړه چې په غیرقانوني ډول په ریف کې ښکته شي او د شګو نمونې واخلي. د چین د ساحل ساتونکي کښتیو په قانوني ډول د فلپاین د کښتیو ته خنډ پیدا کړو او خبرداری یې ورکړو.
چین د جنوبي چین سمندر نږدې ټوله برخه خپله خاوره ګڼي او د فلپاین په ګډون د جنوب ختیځې ایشیا له یو شمېر هېوادونو سره چې د سټراټيجیکو اوبو د لارې په سر پراخې ادعاوې لري، په یو لړ شخړو کې ښکېل دی.
د سېنډي کائ ته نږدې د پیښې سربیره ، د فلپاین ساحل ساتونکي وویل چې د دوی کښتیو په بریالیتوب سره د چین د ساحل ساتونکي جازونو یې منع کړي چې د فلپاین د صوبې زمبلیس ساحل ته نږدي فعالیت وکړي.
د ګل/ دوشنبې په ورځ د فلپاین ساحل ساتونکي وویل چې د دوی کښتۍ د چین د ساحل ساتونکو کښتیو لخوا خنډ شوي کله چې دوي کوشش کوو چې د کب نیولو کښتۍ نه د یو فلپیني کب نیونکې جسد راوباسي.
د پيښو لړۍ يوه اونۍ وروسته له هغه رامنځته شوه چې د چين او فلپاین لوړ پوړو سفارتکارانو د دوه اړخيزو مشورو په ترڅ کې د خبرو اترو له لارې د جنوبي چين په سمندر کې د ځمکنۍ شخړې د هواري ژمنه وکړه.
که څه هم تړون کې فلپاین ته اجازه ورکړې شوې چې د تیر کال له وروستیو راهیسې متنازع سیکنډ ټهامس شوال ته نږدې خپلو ځواکونو ته د سپلایی ماموریتونه ترسره کړي، ځینې کارپوهان وايي چې وروستۍ پیښې د بېجینګ لخوا د منیلا او واشنګټن ترمینځ د فاصلې رامینځته کولو لپاره د لویو هڅو یوه برخه ده.
Forum