دزيارت په ورځ دافغانستان لپاره دبيجنګ استازي ويلي دي چين به د افغان طالبانو حکومت ته دخپلې پراخه بيارغونې، انرژۍ او مصرفي څانګو لپاره له مالیې پرته د لاسرسي وړاندیز وکړي.
هغه ويلي چې په ډسمبر میاشت کې به د افغانستان پر صادراتو د چین د حکومت له لوري مالیه معاف شي، چې په دې سره به چین ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د صادارتو کچه زیاته او ډېرو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وسايلو غني خو په سفارتي ډول تنها شوى افغانستان دخپلو بازارونو جوړولو هڅې کوي.
د رویټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې دطالبانو له لوري په 2021م کې په افغانستان د واک ټینګولو وروسته بيجنګ دهغوي سره خپلو اړيکو ته دودې ورکولو هڅه کړې خو د نړۍ د نورو حکومتونو په څېر يې د طالبانو لخوا بشري حقونو ته په درناوي نه کولو اؤ د ښځو اؤ نجونو په ضد د لګول شوؤ بندیزونو له امله لا د بنیاد پرسته طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی .
رویټرز پخپل رپورټ کې وایي دغه بې وزله هیواد(افغانستان) کولی شي چې د بیجینګ د دسپلاي یا اکمالاتي چین امنیت ته د ودې ورکولو لپاره خپلې زیاتې معدني سرچینې وړاندې کړي که څه هم دا د هغو د اورپکو ډلو لپاره په پټنځای بدلیدلی شي چې د چین سنکیانګ سیمه ګواښوي او په ګاونډي پاکستان کې د لویې پانګونې مخې ته خنډان راولاړولی شي.
کوي.
رویټرز وایي که چرې طالبان دافغانستان ليتهيم، تانبې او داوسپنې ذخيرې د چین لویو بېټریو اؤ تعميراتي صنعتونو ته ورکړي نو دې سره به طالبانو ته دخپل پرځېدلي اقتصاد په قوي کولو کې مرسته ترلاسه شي .
همدا شان ددې تر څنګ په داسې حال کې د افغانستان په عایداتو کې اضافه کيداى شي چې دافغانستان د مرکزي بانک له ملکه بهر په بانکونو کې پرتې شتمنۍ لا اوس هم کنګل دي.
دزيارت په ورځ دافغانستان لپاره دچين سفير ژاوژنګ په ایکس رسنۍ د طالبانو د حکومت د رییس الوزارا د سیاسي مرستیال سره د خپل ملاقات عکس خپور کړی اؤ ورته یې لیکلي" چين به افغانستان ته د100 سلنه محصولاتو دليکو لپاره دصفر محصولاتو دسلوک وړانديز وکړي"
د افغانستان سرکاري ټي وي(ار ټي اې) وایي د طالبانو دحکومت(چې هغوي یې اسلامي امارت بولي) د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د چين له سفير جاو شينګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
په دې کتنه کې د چین سفیر جاو شینګ ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو پروژو لپاره زمینه برابره شوې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې؛ چین ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې او سږ کال ۱۱.۵ سلنه وه او هیله ده، چې راتلونکي کال کې ۲۵ سلنې ته لوړه شي.
د چين سفير ډاډ ورکړی، چې په ډسمبر میاشت کې به د افغانستان پر صادراتو د چین د حکومت لخوا مالیه معاف شي او په دې سره به چین ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د صادارتو کچه زیاته او ډېرو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.
د ښاغلي جاو شینګ په وینا؛ هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او د دې لپاره به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته وشي. دغهراز د واخان فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي.
نوموړي ویلي، چین غواړي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او پروژې عملي کړي.
لوړ پوړي طالب چارواکي مولوي عبدالکبیر د چین له لوري د افغانستان په صادارتو د مالیې د معافولو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام به د افغان سوداګرو پر چارو او د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي او له نورو ګاونډیو هېوادونو څخه يې هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دچينايي کسټم ډيټا دشمير له مخې افغانستان تيرکال چين ته د64 ملينه ډالرو دماليت څيزونه برامد کړي دي چې پکې 90 فيصده ته نزدې جلغوزي وو، خو دطالبانو حکومت ويلي هغوي دخپل اقتصاد هر اړخیز جوړولو او دخپلو معدنياتو له دولت څخه دګټې اخستو لپاره دغيرملکي سرمايه کارانو دلټون لپاره ژمن دي.
له شميرې څخه معلوميږي چې دغه هيواد تيرکال چين ته کوم څيزونه نه دي برامد کړي خو ژاو تيرکال دستمبر په مياشت کې دګمارنې څخه راپديخوا ددرنګونو کنستلو، پيټروليم، تجارت او سيمه ييزو تماسونو دمسولو طالب چارواکو سره دليدنو عکسونه په باقاعدګۍ سره پوسټ کړي دي.
Forum