لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پرلت 229مه ورځ: د پرلتوالو او ملېشه تر منځ نښته شوې، د کوټې چمن لار یې پرانیستې


په چمن سرحدې ښاﺭ کې د احتجاجي پرلت د ګډونوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي. د احتجاج یو مشر وايي ضلعي چاﺭواکو د خبرو په بهانه وربللي مشران نيولي او د کوټي او چمن په لاﺭه ناستو خلکو په ضد يې عمليات کړي دي او ګڼ شمېرخلک هم هلته نيول شوي دي.

په چمن سرحدي ښاﺭ کې پر احتجاجې پرلت ناستو خلکو د چاﺭشنبې- شورو په وﺭځ پس له دې د سختو احتجاجونو لړۍ پيل کړه چې تېره شپه ناوخته چاﺭواکو د پرلت اووه مشران ونيول او د کوټې چمن په لویه لاﺭه ناست پرلتوالو- چې د کوږک په غره کې یې سړک بند کړی- د خلاصولو دپاره چارواکو عملیات وکړل.

د چمن ضلعې ډپټي کمشنرﺭاجه اطهر عباس مېډیا ته په لېزلي یو بيان کې ویلي چې قانون په لاس کې اخستونکي هغه کسان نیول شوي دي چې په چمن کې د ناقراﺭۍ په راوستلو، لارې په بندولو او د پوليو په ډلو حملو کې ککړ دي.

خو د پرلت يوه مشر فيض محمد وايي چې احتجاج او پرلت يې پرامنه دی، قانون يې په لاس کې نه دی اخیستی او چاﺭواکو تېره شپه د پرلت اووہ مشران د خبرو په پلمه ﺭاوغوښتل او د ډپټي کمشنر د دفتر څخه یې ونیول او نامعلومه مقام ته یې منتقل کړل.

فېض محمد زیاته کړه چې د کوټې او چمن په لویه لار ناستو احتجاج کوونکو باندې بريد وشو او خېمې، موټر او بایسکلونه یې وسوځول شول.

"موږ قانون په لاس کې نه دی اخستې ﺯموږ پرلت له اتو مياشتو څخه پرامن ﺭوان دی ﺯموږ نعره بالا احکام نه اوﺭي ".

د چمن پوليسو په وينا د پرلت اووه کسان چې د پرلت وياند صادق اڅکزی هم پکې شامل دی د ترهګرۍ ضد پولیس څانګې په درج کړی شوې مقدمه کې نیول شوی دی.

په په مقدمه کې پر نیول شویو کسانو باندې په سرکاﺭي املاکو، د پوليو پر ډلو او پر حکومتي چاﺭواکو د حملو او د ﺭياست په ضد د شعاﺭونو پورته کولو او قانون په خپل لاس کې د اخیستلو الزمات لګول شوي دي.

د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯير مير ضيا لانګو د شورو- چارشنبې د ورځې د تشدد د پېښو په اړه خبري ﺭسنیو ته په لېږل شوي بيان کې ویلي، حکومت به قانون په لاس کې د اخستونکو په ضد اقدامات کوي.

لانګو وویل حکومت د پرلتوالو سره خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د پولې بندېدو څخه متاثرينو ته به امداد وﺭکوي او د کار روزګار لپاﺭه به یې ګامونه اخلي خو د لانګو په قول پرلتوال پر خپل موقف ولاړ دي او حکومت به هېڅکله هم په سرحدونو سفر دپاره د پاسپوﺭټ او د ويزې شرط واپس وانه خلي.

پرلت کوونکو د خپلو مشرانو د نيول کېدو او په کوږک دره کې د چاﺭواکو د عملياتو په ضد نن په چمن ښاﺭ کې کاﺭبنديز کړی وو او په ښار کې تجارتي چارې په ټپه ولاړي وې.

د چمن ضلعې د انتظاميې ودانۍ مخې ته احتجاج وشو او ځینو خلکو د چمن په مطبوعاتو مرکز د بريد کوښښ وکړ خو د سيمې يو نامتو عالم مولانا حافظ يوسف ﺭاپاﺭيدلو خلکو ته وينا وکړه او بیا مظاهره چیان منتشر شول.

د شورو- چارشنبې په ورځ د ايف سي چاﺭواکو او د احتجاج کوونکو تر منځ ټوله وﺭځ جګړو دوام لرلو. احتجاج کوونکو لویه لار د بیا بندولو کوښښونه کول او اېف سي يې مزاحمت کاوه. په چمن کې له تېرو دوو ورځو راهسې د موبایل انټرنېټ سروس تړل شوی دی.

د چمن پرلتوال له تېرو 229 ورځو ﺭاهسې د پاکستان حکومت د دې فېصلې په ضد په احتجاج دي چې په چمن دﺭواﺯه به افغانستان ته سفر په پاسپوﺭټ ويزه وي.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې مقامي خلکو ته دې د پخوا په شان د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره په پوله د تګ راتګ اجازت بحال وساتل شي.

پرتوالو د احتجاج په مهال د تېرې مياشتې له اولې هفتې څخه په چمن کې بېنکونه، د نادرا د پاسپوﺭټ دفتر او بي آﺭ ايس پي دفترونه هم بند کړي دي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG