د پاکستان د سپریم کورټ اییني بینچ پوځي عدالتونو ته د غیر پوځي وګړو د مقدمو د فېصلې اورولو د اجازې ورکولو حکومتي خواست رد کړی دی.
د سپریم کورټ ججې مسرت هلالي ویلي که پوځي عدالتونو ته د غیر پوځي یا سویلین وګړو د قضیو د پرېکړو اورولو اجازه ورکړل شي نو دا به د پوځي عدالتونو د اختیار منلو په مانا وي.
د ډان نیوز له مخې د ګل یا دوشنبې په ورځ د جسټس امین الدین خان په مشرۍ د سپریم کورټ 7 کسیزه اییني بینچ د غیر پوځي وکړو په پوځي عدالتونو کې د محاکمې په اړوند د حکومتي اپېلونو اورېدنه کړې ده.
د اورېدنې په مهال د دفاع د وزارت وکیل خواجه حارث خپلو دلیلونو کې وویل، دا ویل ناسم دي چې ګنې په پوځي عدالتونو کې د سویلین یا غیر پوځي وګړو مقدمې نه شي اورېدل کیدای.
هغه ویلي چې ارمي ایکټ یا پوځي قانون د مسلځ ځواکونو سره د کار کوونکو شخصي کمپنیو په ملازمانو هم لاګو کیږي، یا خو دې دغه مادې ناچله وګرځول شي اؤ یا بیا ووایئ چې پوځي محکمو کې د سېول وګړو مقدمې په مخکې وړل ممکن نه دي.
جسټس جمال مندوخیل وویل هغه د سویلین یوه بله بڼه وي چې د وسلو په فیکټرۍ وغیره کې کار کوي.
د وکیل خواجه حارث ځواب و "هو ارمي ایکټ هم د سویلین د درجه بندۍ خبره کوي."
د جسټس محمد علي مظهر وینا وه چې ستاسو کیس د ارمي ایکټ ددې شق لاندې نه راځي.
جسټس مسرت هلالي پوښتنه وکړه چې کله کور کمانډران خپل کورونه د دفتر په توګه کاروي نو ایا هغه دفتر ګرځوي؟ خواجه حارث وویل زه دداسې کومې اعلامیې په لوري نه ځم.
جسټس نعیم اختر افغان پوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد عدالتونو ملزمان پوځ ته څنګه سپارلي دي؟ ایا د ترهګرۍ ضد عدالتونو سره په وجوهاتو ولاړ کوم حکم شته؟
جسټس حسن اظهر رضوي پوښتنه وکړه چې په اې پي ایس د برید کوونکې مقدمه څنګه چلېدلې وه ؟ په ځواب کې یې د دفاع وزارت وکیل خواجه حارث وویل په ایین کې 21 ترمیم شوی ؤ اؤ بیا له هغې وروسته مقدمه پر مخ وړل شوې وه.
د جسټس جمال مندوخیل وینا وه چې هغه مهال خو د سویلین خلاف پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو لپاره ایین کې ترمیم شوی ؤ.
د اورېدنې په مهال مرستیال سرکاري وکیل یا ایډیشنل اټارني جنرل غوښتنه وکړه چې پوځي عدالتونو کې محاکمې سرته رسېدلي دي اؤ باید دغو عدالتونو ته د فېصلو اورولو اجازه ورکړل شي.
د جسټس مسرت هلالي وینا وه، داسې نه شو کولی، که داسې مو وکړل نو بیا خو به پوځي محکمو کې د غیر پوځي وګړو د محاکمې اختیار ومنل شي.
جسټس جمال مندوخیل وویل د پوځي اهلکارو د کار نه د منعې کولو جرم د پاکستان په تعزیراتو کې موجود دی ، د پاکستان د تعزیراتو لاندې د پوځ کار نه د ودرونکو محاکمه به عامو عدالتونو کې کیږي.
وروستو عدالت وفاقي پوځي عدالتونو ته د مقدمو د فیصلې اورولو د اجازت ورکولو په اړوند حکومتي خواست مسترد کړو اؤ د قضیې نوره اورېدنه یې تر سبا ورځې وځنډوله.
Forum