د موسمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کالنۍ غونډې په پای کې د نومبر پر 22 په خپله تازه مسوده کې د نړۍ پرمختللو شتمنو هېوادونو ژمنه کړې چې د نړیوالې تودوخې او نورو موسمي اغېزو د مخنیوي لپاره به له غریبو هېوادونو سره تر 2035م پورې د کال 250 ارب ډالر مرسته کوي.
د کاپ-29 موسمي بدلون سرمشریزې په اخري ورځو کې د موسمي بدلون د اغېزو د مخنیوي لپاره د مالیاتو په اړه خبرې شوې دي چې مقصد یې غریبو ملکونو ته پیسې ورکول دي او غواړي هغوی له موسمي بدلون سره مطابقت پیدا کړي، د توانایۍ له زړو وسیلو ځان لرې کړي چې یې اقتصادونه وده کوي.
د اذربایجان په سرښار باکو کې دغه غونډه له تېرو یوولسو ورځو راهیسې روانه وه او نن یې وروستۍ ورځ وه، چې پکې د مرستو د کره اندازې په اړه له سختو اختلافاتو وروسته په لومړي ځل یوه پرېکړه شوې ده.
په مسوده کې یو هدف ټاکل شوی چې تر 2035م کال پورې به په کال کې لږ تر لږه 1.3 ټریلین ډالره مرسته را ټوله کړی شي، چې وایي ډېره برخه به یې پرمختللي هېوادونو او یوه برخه به یې د شخصي یا پرایوېټ سیکټر ورکوي.
د کاپ-29 په کالنۍ غونډه کې د شاوخوا 200 هېوادونو د استازو ترمنځ د زیانمنو ګېسونو د کمولو او د موسمي بدلون د اغېزو د مخنیوي په برخه کې له بې وزلو هېوادونو سره د مرستو زیاتولو پر سر اختلاف موجود وو.
د غونډې په وروستۍ پرېکړه کې شتمن هېوادونه د نړیوالې تودوخې د زیاتېدو بنیادي ذمه وار بلل شوي چې د آب و هوا د صفا ساتلو لپاره به د کال 100 ارب ډالر ورکوي.
په غونډه کې د افریقایي ګروپ د مذاکرات کوونکو مشر علي محمد وویل، د پیسو نوی هدف ورته "په بشپړ ډول د منلو وړ او کافي نه دی"، هغه وویل، "250 ارب ډالر به په افریقا او ټوله نړۍ کې د نه منلو وړ انساني زیان سبب شي او زموږ د نړۍ راتلونکی به له خطر سره مخامخ کړي".
د چین په ګډون د 134 پرمختلونکو هېوادونو یوې ډلې له پرمختللو هېوادونو څخه تر دې اندازې د پینځه چنده زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.
خو د یورپي اتحاد په څېر مرسته کوونکو ویلي، دا ډول غوښتنې په سیاسي لحاظ له حقایقو سره برابرې نه دي او ټینګار یې کړی چې پرایوېټ سیکټر باید د مرستو برابرولو په برخه کې زیاته ونډه واخلي.
که څه هم یورپي اتحاد د پیسو ټاکلې اندازه نه ده ښوولې خو ویلي یې دي د نړۍ تر ټولو زیات زیانمن ګېسونه پیدا کوونکی هېواد چین او دې ته ورته نور مخ پرمختلونکي هېوادونه باید د موسم او آب و هوا د ژغورلو هدف ته د رسېدلو لپاره زیاته مرسته وکړي.
د کاپ-29 په کالنۍ غونډه کې د خلیج عرب هېوادونو بیا غوښتنه کړې چې د نړیوالې تودوخې د مخنیوي لپاره دې یواځې د فوسیل سوځوونکو موادو په کمولو ټینګار ونه شي او په کار ده په ټوله نړۍ کې د زیانمنو ګېسونو کمولو ته زیاته توجه وشي.
د بولیویا استازي ډیاګو بالانزا چې په خبرو اترو کې یې د پرمختلونکو ملکونو د بلاک مشري کړې د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ پر شتمنو ملکونو د یوې لسیزې د ناکامو ژمنو الزام ولګاوه.
د کاپ-29 غونډې مقصد د موسمياتي مالیاتو دپاره د پیسو نوی هدف ټاکل دی. دغه اندازې یا اټکلونه فرق لري، ځینې یې په یو کال کې 1.3 ټریلینه ډالره لګښت ښیي. اوسنی هدف یې 100 اربه ډالره دی.
د ملګرو ملتونو د موسیماتي بدلون د څانګې مشر سایمن سټیل وایي، موسمیاتي مالیات خیرات نه دی بلکې دا سل فیصده د هر ملک په ګټه دی چې خپل اقتصاد او خلک د موسمي بدلون له اثراتو بچ کړي.
د کاپ-29 د موسمیاتي مالياتو لوظنامې مقصد د خبرو اترو مهم بل پړاو شروع کول دي، چې ټول ملکونه د زهرجنو ګېسونو د اخراج کمولو دپاره د کار کولو عملي پلانونه وړاندې کړي، د دې هدف د نړیوالې تودوخې کچه د صنعتي وخت نه وړاندې 1.5 درجې سینټي ګريډ پورې محدودول دي.
په اوسني رفتار سره ساینس پوهان وايي چې نړۍ د ممکنه ویجاړوونکي 2.7 درجې تودوخې په لور روانه ده.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum