لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د کرونا وایرس په ورځو کې په هوټلونو کې خوراک سم کار دی؟


د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه د امریکا په يو شمېر رياستونو کې رسټورانټونه ا بارونه تړل شوي او د دې ترڅنګ کورونو ته د سپلايۍ خدمات هم محدود کړی شوي دي.

د کېليفورنيا، کنېکټيکټ، اوهايو، ايلينويز، نیويارک، نيوجرسي، ميسيچيوسټس او واشنګټن هغه رياستونه دي چې ګورنرانو پکې بندېز اعلان کړی دی، د ځينو ټاؤنونو او ښارونو مشرانو هم په ټوله امریکا کې دغه رنګ ګامونه پورته کړي دي.

د واشنګټن ګورنر جی اینسلي ويلي،

"دا ډېرې سختې پرېکړې دي خو د کرونا وايرس په تېزۍ سره د خورېدو د مخنيوي دپاره به کلک ګامونه پورته کول وي".

د شمالي کېرولائنا د رياستي پوهنتون د خوراکي توکيو د تحفظ پوهان پروفېسر بېن چېپمېن ويلي د خلکو دپاره دا ډېره مهمه ده چې دا ياد وساتي چې کله کرونا وايرس رامخې ته کیږي نو خوراک په خپله يو خطر جوړيږي.

هغه وايي،

" زه د هغه کس په اړه اندېښمن يم چې د کرونا ښکار شوی او ټوخيږي خو په دې وبا کې خوراک د يو خطر په توګه نه دی په ګوته کړی شوی".

د روغتيا پوهان هڅه کوي چې د کرونا وايرس په څه ډول قابو کړي.

د ناروغتياګانو د قابو کولو د مرکز د رپوټ ترمخه کرونا وايرس د ټوخي يا پرنجې د قطرو څخه د يو تن نه بل ته لګي او دا هم ممکنه ده چې دا وايرس په کوم ځای کې موجود وي د لاس لګولو سره بل تن انتقال کيږي.

چېپمېن وايي "بايد زه د دې خيال وساتم که چرته يو رسټورانټ ته ځم او مېنيو راخلم نو ماته نه ده مالومه چې له دې وړاندې دا بل چا په لاس کې اخيستی دی، بيا به زه لاس وينځم او يا به د لاسو د پاکولو سېنېټايزر کاروم، په دغه ډول زه ځان د کرونا وايرس او د زکام څخه بچ کولی شم".

په امریکا کې د ريسټوارنټونو قامي اتحاديې ته لارښوونه شوې چې داسې خوراکي طريقې خپلې کړي چې د کرونا وايرس خورېدو مخنیوي کوي.

د سائنس او صنعتونو دپاره د رسټورانټونو مرستیال مشر لېرې لېنچ ويلي، "په رياستي او ځايي توګه د رسټورانټونو دپاره دا شرايط وړاندې کړی شوي چې معياري او خوندي خواړه وساتي او د صفايۍ د عمل دپاره نور ګرنډي ګامونه واخلي".

چېپمېن وايي په رسټورانټونو، د خوراکي توکيو په سټورنو او هغو ځايونو کې چرته چې خلک خپل خوراک په خپله راخلي او په شريکو لوښو کې يې کوي بايد دغه لوښي په سمه توګه پاک وساتل شي.

نوموړی وايي په رسټورانټونو او د خوراکي توکيو په سټورونو کې باید دا خبره په پام کې وساتل شي چې دا ځايونه پاک وي.

که ممکنه وي خلک دې ريسټورانټونو د تلو څخه ډډه وکړي خو د خوراکي توکيو اخيستو دپاره به د خوراکي توکيو سټورونو ته ضرور ځي بايد هلته د ټولو څيزونو لکه د لاس ګاډۍ، دروازې او ټول ځايونه په پام کې وساتي اوکه د کوم څيز سره لاس لګوي په مخ دې نه راکاږي او سېنېټايزر دې وکاروي.

که چرته څوک د کرونا وایرس ښکار وي او هغه پرنجی وکړي او د هغې قطرې په ښکاره پرتو مېوؤ او سبزيانو ولګي،

هغه ويلي تر دې چې د چا دپاره خوراکي توکي وړل اندېښمن وي د هغې دپاره دې هم مناسب احتیاط وکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG