لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نهمې مې په څلورو مقدمو کې عدالت عمران خان ته ضمانتونه ورکړل


د پنجاب سرکاري وکیل عدالت ته خپلو دلایلو کې ویلي چې په نهم مې د لاهور مال روډ نه د تحریک انصاف کوم لاریون وتلی ؤ هغې ته یوازې ارمي هاوس په نظر راتله؟
د پنجاب سرکاري وکیل عدالت ته خپلو دلایلو کې ویلي چې په نهم مې د لاهور مال روډ نه د تحریک انصاف کوم لاریون وتلی ؤ هغې ته یوازې ارمي هاوس په نظر راتله؟

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد محکمې د نهم مې په اړوند د ورانکارۍ بیلابیلو څلورو مقدمو کې د پاکستان تحریک انصاف د باني مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ضمانتونه منظور کړي دي.

د ډان نیوز له مخې د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمې جج ارشد جاوید د جمعې په ورځ د عمران خان د ضمانتونو په خواست خپله پرېکړه اورولې ده.

د اورېدنې په مهال د پنجاب سرکاري وکیل عدالت ته خپلو دلایلو کې ویلي چې په نهم مې د لاهور مال روډ نه د تحریک انصاف کوم لاریون وتلی ؤ هغې ته یوازې ارمي هاوس په نظر راتله؟

هغه ویلي په نهم مې د یو پلان له مخې په عسکري ټاور اؤ کور کمانډر هاوس بریدونه شوي وؤ، ولس راپارول شوی ؤ ، له وړاندې څخه یوه بیانیه جوړه کړل شوې وه اؤ د عمران خان اؤ په مقدمه کې د تورنو نورو کسانو ضمانتونه له دې عدالته هم په دې اساس خارج کړل شوي وؤ.

په تېره اورېدنه کې د پي ټي آي د باني مشر عمران خان وکیل بېرسټر سلمان صفدر خپل دلایل مکمل کړي وؤ.

هغه دریځ خپل کړی ؤ چې په نهم مې عمران خان په لاهور کې نه ؤ اؤ د نهم مې مقدمو کې عمران خان د انتقامي اقدام په توګه رالړل شوی دی چې هیڅ ثبوت یې د پراسکیوشن سره نشته.

تر دلیلونو اورېدو وروسته د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت د مسلم لیګ (ن)د دفتر، د کنټينر اؤ سرکاري ګاډو د سوځولو په ګډون د نهم مې په څلورو مقدمو کې د عمران خان ضمانتونه منظور کړل.

د عمران خان په ضد د نهم مې په نورو اتوؤ مقدمو کې د ضمانتونو درخواستونه د لاهور د ترهګرۍ دمخنیوي عدالت کورټ نمبر ون کې د اورېدنې لاندې دي چې اورېدنه به یې په 30م نومبر کیږي.

پروسکال په نهم مې د القادر ټرسټ په قضیه کې عمران خان د اسلام اباد هایکورټ د ساحې څخه نیول شوی ؤ چې د وروسته د هغه د ګرفتارۍ په ضد تحریک انصاف ګوند ټول هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ.

ددغه احتجاجونو په مهال حکومتي اؤ پوځي ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ اؤ په نښتو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي اؤ 290 نور ژوبل شوي وؤ.

تر هغې وروسته د تحریک انصاف د مشرانو اؤ فعالانو خلاف ګرد هیواد کې پولیسو عملیات کړي وؤ اؤ د مطبوعاتي رپورټونو له مخې 1900 کسان یې نیولي وؤ.

د اړي ګړي ددغو پېښو مقدمې د عمران خان تر څنګ د تحریک انصاف ګوند د نورو مهمو مشرانو خلاف هم درج دي.

په اپریل کال 2022م کې اپوزیشن ګوندونو پارلیمان کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د عمران خان د حکومت تخته نسکوره کړې وه او له هغې راپدېخوا د عمران خان په ضد پاکستان کې یو شمېر مقدمې درج کړل شوي او تر دې وخته هغه د اډياله په زندان کې پروت دی.

د عمران خان ګوند وایي چې په وروستیو ټولټاکنو کې د دوي ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې خو د شهباز شریف په مشرۍ پرې د مسلم لیګ(ن) او پاکستان پيپلز پارټۍ ګډ حکومت په ناجایزه توګه مسلط کړل شوی دی.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG