لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کووېکس د کرونا وېکسین د کمي سره مخامخ دی


کووېکس په نړیواله کچه د کرونا وېکسین د تقیسم پروګرام دی
کووېکس په نړیواله کچه د کرونا وېکسین د تقیسم پروګرام دی

د کرونا وېکسین په نړیواله کچه د تقسیم دپاره کووېکس نومې پروګرام دا مهال د وېکسین د کمي سره مخامخ دی او بنیادي سبب یې دا ده چې د هندوستان سېرم نومې اداره ملک دننه وېکسین ته د اړتیا له امله د کووېکس طلب نشي پوره کولی.

د وي او ای رپورټ ترمخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره یونېسف د کووېکس دپاره وېکسین اخلي او بیا یې تقسیموي. د ادارې مشرې هېنرییټا فییور په کووېکس کې شامل ملکونو غږ وکړو چې نه یوازې دې د وېکسین خپل ضرورتونه پوره کړي بلکې اضافې وېسکینې دې نورو ملکونو ته ورکړي.

فییور وویل ورستي شمېرې څرګندوي چې د جي سیون ډلې شتمن ملکونو او يورپین یونین د اګست د میاشت پورې ۱۵۳ مېلین وېکسین نورو هغو ملکونو ته ورکولی شي چې وېکسین ته اړتیا لري.

فییور وویل کووېکس د وېکسین د کمي له امله به کووېکس په اینده څو ورځو کې د ۱۷۰ مېلین په ځای ۶۵ وېکسین وویشي او د اینده میاشت پورې به دغه کمی ۱۹۰ مېلین ته ورسېږي.

د وي او ای رپورټ وايي وايي د هندوستان په مغربي ساحل د سمندري طوفان له امله په زرګونو کسان نورو ځایونو ته منتقل کړی شوي دي د کرونا وېکسينېشن پروګرامونه ځنډول شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي په هندوستان کې د تېرو څو هفتو راهسې هره ورځ د کرونا نوي کېسونه رپورټ کېږي او په داسې حال کې چې خلک د طوفان نه بچ کېدو په غرض د سرپناه ځایونو کې یو ځای کېږي دغلته د وایرس د خپروېدو خطر هم زیاتېږي ځکه چې پوهان وايي کرونا د ګڼې په ځای کې په چټکتیا خپرېدلی شي.

بلخوا امدادي چارواکي وايي په غزه د اسرایلي بمبارۍ په سبب هم کرونا وایرس د خپرېدو امکان زیات شوی ځکه چې خلک د بمبارۍ نه د بچ کېدو په خاطر په محفوظ ځایونو کې رایوځاکېږي.

د وي او ای رپورټ وايي په غزه کې اسرایلي بمبارۍ له امله د کرونا وایرس د ټېسټونو او خلکو ته د وېکسین ورکولو بهیر هم ودرېدلی دی.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د ګل، دوشنبې، د ورځ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد ۱۶۲۷۸۸۴۷۸ ته رسېدلی دی.

امریکا دوه دریش اشاریه نهه مېلین ناروغان، هندوستان څلېریشت اشاریه اووه مېلین او برازیل پنځرلس اشاریه شپږ مېلین د کرونا ناروغان لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG