لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټرېليا د طالبانو په واکمنۍ کې په درېیم ځل افغانستان سره له کرکټ کولو انکار وکړ


اسټريليا په درېیم ځل د افغانستان کرکټ لوبډلې سره د کرکټ کولو نه انکار وکړو، کرکټ اسټريليا ویلي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ‏ښځو، جينکو او بشري حقونه په خرابېدو دي. ‏

د افغانستان کرکټ بورډ د اسټريليا کرکټ بورډ [کرکټ اسټريلیا] دغه پرېکړې ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی، خو تېر کال د اسټريليا په دغه ډول ‏پرېکړه افغان لوبغاړي نوين الحق په اسټريليا کې د بګ بېش سيالیو کې د لوبېدو نه انکار کړی وو.‏

کرکټ اسټريليا ویلي، د افغانستان سره یې د درېو شل اووريزو لوبو سيالۍ وځنډولې کومې چې د اګست په میاشت کې د افغانستان په کوربه توب کې په ‏متحده عرب اماراتو کې ټاکل شوې وې.‏

له دې د ‏‎2021‎‏ د نومبر په میاشت کې اسټريليا د افغانستان سره یواځينۍ ټېسټ سيالي پرېښودې، او د تېر کال په لومړو کې یې بيا د افغان لوبډلې سره ‏درېو يو ورځنو سياليو څخه انکار کړی وو.‏

کرکټ اسټريليا ويلي، په افغانستان کې د ښځو او جينکو دپاره شرايط په خرابېدو دی ځکه کرکټ اسټريليا خپله پخوانۍ پرېکړه په ځای ساتلې او ‏افغانستان سره دوه اړخيزه سيالۍ یې ځنډولي دي.‏

کرکټ اسټريليا ويلي، په ګرده نړۍ کې په کرکټ کې د ښځو او جينکو د برخې اخستو کلک ملاتړ کوي، د کرکټ د نړیوالې شورا سره فعاله اړيکه لري او د ‏افغانستان کرکټ بورډ سره هم نزدې کار کوي چې په راتلونکې کې د دوه اړخيزه سياليو په لړ کې کوم اقدامات ترسره کېدی شي.‏

د کرکټ اسټريليا په وېب سايټ د ورکړل شوي خبر ترمخه، افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا يواځينی غړی هيواد دی چرته چې د ښځو د کرکټ لوبډله ‏نشته. ‏

ويل شوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته ګڼې افغانې ښځينه کرکټرې اسټريليا ته تښتېدلې وې.‏

طالبان چې په کال ‏‎2021‎م کې په افغانستان واکمن شوي په ښځو یې د کار ځايونو ته تلو، د جينکو د سکول سره یې نور بنديزونه هم لګولي دي، سره له دې ‏چې د واک ‏اخستو په لومړو ورځو کې یې د اعتدال پسندۍ د واکمنۍ ژمنې کړې وې.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG