لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لوبغاړي د ټي ۲۰ ورلډ کپ سیالیو انفرادي کارکردګۍ له پلوه د غوره لوبغاړو د نوملړ په سر کې راغلي‌


د شل اوریز کرکټ نړیوال کپ په ترسره شوؤ سیالیو کې د انفرادي کارکردګۍ له پلوه د افغانستان لوبغاړي د خپلې ښې لوبې له امله د غوره لوبغاړو د نوملړ په سر کې راغلي دي.

په مطبوعاتو کې مخې ته د راغلو رپورټونو له مخې د ورلډ کپ په ترسره شوؤ سیالیو کې د افغان لوبډلې اوپنر رحمان ګربز تر ټولو زیاتې 281 منډې جوړې کړې دي.

په دې سیالیو کې بیا د هند روهت شرما 257، دآسټریلیا ټریوس هیډ 255 اور کوینټن دي کوک 243 منډې جوړې کړې دي.

د افغانستان فاسټ بولر فضل الحق فاروقي اؤ د هند ارشدیپ سنګهـ د غوره فاسټ بالرانو د نوملړ په سر کې راغلي اؤ هغوي دواړو په دې سیالیو کې 17 ، 17 لوبغاړي سوځولي دي.

د جنوبي افریقې اینرخ نورکیا او د هند جسپریت بمرا بیا په دې سیالیو کې 15، 15 ویکټې اخستې دي.

ارشدیب سنګهـ اؤ فضل الحق فاروقي د ټي ټوینټي نړیوال کپ په یو ایډیشن یا پړاؤ کې د تر ټولو زیاتو ویکټو ترلاسه کولو ریکارډ جوړ کړی دی.

د افغانستان لوبډله د شل اوریز نړیوال کپ په ترسره شوؤ دې سیالیو کې ډیرو غټو،غټو لوبډلو ته ماتې ورکولو په وړومبي ځل سیمي فاینل ته رسېدلې وه خو په ۲۷م جون یې بیا د سیمي فاینل مهمه سیالي په جنوبي افریقې وبایلله.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG