لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلګت کې دتندره مذهبي ډلو په سخت مخالفت کې دجینکو دلوبو مېله سرته رسېدلې


 تندروه ډلو دريځ لرلو چې دا رقم د لوبو مېله په سيمه کې بې حيايي خوروي او دا ددوي د کلتور او مذهبي اصولو سره سمون نه خوري خو وروسته بیا د حکومتي هڅو او دغه ډلو سره دمذاکراتو په نتيجه کې انتظاميه ددې جوګه شوه چې دا د لوبو مېله په ټاکلي وخت او ځاي کې ترسره شي
 تندروه ډلو دريځ لرلو چې دا رقم د لوبو مېله په سيمه کې بې حيايي خوروي او دا ددوي د کلتور او مذهبي اصولو سره سمون نه خوري خو وروسته بیا د حکومتي هڅو او دغه ډلو سره دمذاکراتو په نتيجه کې انتظاميه ددې جوګه شوه چې دا د لوبو مېله په ټاکلي وخت او ځاي کې ترسره شي

دګلګت بلتستان په تاريخ کې په لومړي ځل د ځایي تندروه مذهبي ډلو دسخت مخالفت په فضاء کې د سیمه ییز حکومت له لوري پېغلو او زنانه و دپاره راجوړه کړل شوې د لوبو مېله يا سپورټس ګالا د جمعې په ورځ سرته رسيږي .

د ځايي حکومت له خوا د اکتوبر د ٥مې نېټې نه د لوبو ددې درې ورځنۍ مېلې له اعلانولو وروسته تندروه مذهبي ډلو ددې لوبو پرضد مزاحمت او احتجاجونه هم روان کړي وؤ.

تندروه ډلو دريځ لرلو چې دا رقم د لوبو مېله په سيمه کې بې حيايي خوروي او دا ددوي د کلتور او مذهبي اصولو سره سمون نه خوري خو وروسته بیا د حکومتي هڅو او دغه ډلو سره دمذاکراتو په نتيجه کې انتظاميه ددې جوګه شوه چې دا د لوبو مېله په ټاکلي وخت او ځاي کې ترسره شي ۔

په لالک جان پارک ګلګت کې دغه درې ورځنیو لوبو کې په سلګونو پېغلو لوبغاړو ګډون کړی ؤ او د هاکۍ ، کرکټ ، بېډ منټن ،والي بال ، باسکټ بال ترڅنګ یې پکې تر دريمې ورځې بيلا بيلې لوبې تر سره کړې دي ۔

د ګلګت بلتستان د مدني ټولنې یوې فعالې پېغلې سحرش کنول وي۔او۔ای ډيوه سره خبرو کې ووېل ، زه نه پوهېږم چې اخر د زنانه و د لوبو سره څنګه بې حيايي خوريږي ، ايا زنانه د لوبوحق نه لري ؟

دې ووېل ”ماخپله وکتل چې دغه د لوبو مېدان کې د کلتور او مذهب پرضد هیڅ هم نه ليدل کيږي،خو البته ټول په لوبو اخته دي او په دغه لوبو کولو ډېر خوشحاله دي"

دسحرش په وینا "که څوک ددې لوبو هر څومره مخالفت هم وکړي خو مونږ به د ښه کار څخه په شا نه شو ، دګلګت بلتستان حکومت ته پکار دي چې دا ډول موقعې راجوړوي ځکه چې خالي ذهن ځخه د شېطان ځاله جوړيږي خو ددې لوبو سره په جسماني او ذهني توګه انسان فعاله شي"

د زنانه و دحقونو دپاره په سيمه کې موجودو فعالينو د ګلګت بلتستان دځايي حکومت او په خاصه توګه د صوبې دچيف سکرټري د هڅو ستاينه کړې چې ددغو ځانګړو لوبو موقعه يې راحوړه کړې ده ۔

په ګلګت کې مېشت يوخبريال نديم خان وايي ، دغه مذهبي ډلې وې چې ددې لوبو پرضد يې احتجاجونه کول ، خو رښتيا دا دي چې حکومت ددغه لوبو دمېلې انتظامي چارې هم ښځينه مامورينو ته سپارلې دي او هيڅ يو نارينه نن تر وروستۍ ورځې دغه دلوبو مېدان ته نه دی پرېښودل شوی ۔

نديم خان زياته کړه هغه ګڼي چې د ګلګت بلتستان يو شمېر ښځینه لوبغاړو د غره ختو د لوبې نه تر باکسنګ اوفټ بال خپل صلاحيتونه ښودلې دي او د سيمې نوم يې روښانه کړی خو بيا د خپل کلتور او رواج نه هم خبر دي او ددې لوبو سره نه ګڼي چې دوي خپل کلتور هېر کړی وي۔

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG