لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر سويرا پرکاش وايي په لومړي ځل به په اینده انتخاباتو کې د بونېر نه برخه اخلي


۲۵ کلنې ډاکټر پرکاش زياته کړه هغه دا خپل اعزاز ګڼي چې په وړمبي ځل د بونېر نه په ووټونو کې برخه اخلي
۲۵ کلنې ډاکټر پرکاش زياته کړه هغه دا خپل اعزاز ګڼي چې په وړمبي ځل د بونېر نه په ووټونو کې برخه اخلي

د خېبرپښتونخوا بونېر ضلعې ډاکټرسويرا پرکاش وايي په وړمبي ځل به د دوو حلقو نه په انتخاباتو کې برخه اخلي.

ډاکټر سويرا پرکاش چې تعلق يې د سيک مذهب سره دی د وي او اې ډيوه سره مرکه کې يې وویل د پاکستان پيیلز پارټۍ په ټېکېټ به انتخاباتو کې برخه اخلي. پلرنۍ علاقه يې د بونېر د ډګر کلی دی. د طب یا د ډاکټرۍ ډګري يې ترلاسه کړې او پلار یې هم سیاسي کارکوونکی دی.

هغې په قامي اسمبلۍ کې د ښځو دپاره د مخصوصې څوکۍ او د خېبرپښتونخوا د صوبايي حلقې (پي کی 25) نه د جنرل او مخصوصې څوکۍ دپاره کاغذات نامزدګي جمع کړي دي.

۲۵ کلنې ډاکټر پرکاش زياته کړه هغه دا خپل اعزاز ګڼي چې په وړمبي ځل د بونېر نه په ووټونو کې برخه اخلي
هغې وویل په بونېر کې یې ژوند کړی، کورنۍ یې د مودو راهسې په دغه سیمه کې اباده ده، کاروبارونه کوي، د ژوند په هره برخه کې شامل دي او د ځايي خلکو سره یې ناسته ولاړه غم ښادي ده او په دې کې هیڅ ډول ستونزه نه لري

هغې زياته کړه چې په انتخابي کمپاين کې به کور په کور به ګرځي په خپله به د خلکو نه ووټ غواړي او پوره کمپياين به کوي.

هغې وویل، "زما دپاره که څه هم لومړی ځل دی چې په انتخاباتو کې برخه اخلم یو مثبت اړخ زما دپاره دا دی چې د ښځو سره به وينم په خپله به ورسره خبرې کوم او انتخابي کمپاين به چلوم".

د ډاکټر پرکاش په خبره، "د دوه ورځو نه چې په بونېر کې خلک زما نه خبر شوي چې انتخاباتو ته ودرېږم، په ټولنيزو رسنیو راته خلک مثبت او د ډاډ پېغامونه راليږي، نه يواځې د خپل ګوند او عام خلک بلکې د نورو سياسي ګوندونو خلک مې هم ملاتړ کوي".

هغې وويل، "که په انتخاباتو کې کامیابه شوم اسمبلۍ ته لاړم په ځانګړي ډول په بونېر کې به د ښځو د صحت، تعليم او ټولنيز ژوند ښه کولو په برخه کې کار کوم".

په بونېر کې د سيک ټولنې مشر سنت سينګ وايي، په بونېر کې د سيک مذهب سره تعلق لرونکي خواوشا 1500 کورنۍ دي، او د هندوانو کورنۍ پکې کمې دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په کال 1900 کې زمونږ مشران دلته د کاروبار او تجارت په غرض بونېر ته راغلي وو، بيا دلته پاتې شوي، دلته مونږ د ژوند په هره برخه کې کار کوو. په سرکاري نوکريانو يو، د ځايي خلکو رويه راسره ډېره ښه ده، د بونېر ډېر ښه خلک دي د وروڼو په شان مو ورسره ژوند تېريږي، غم ښادي مو ورسره شريکه ده".

بونېر کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ درې څوکۍ (پي کی 25)، (پي کی 26) او (پي کی 27) دي او د قومي اسمبلۍ يوه حلقه (اېن ای 10) ده.

د کال 2023 د سرشمېرنې ترمخه د بونېر ابادي لس لکه، 16,869 ده، او د الېکشن کمېشن ترمخه د بونېر رجسټرډ ټول ووټونه 555,187، نارينه ووټونه 299,829 او د ښځو ووټونه 255,358 دي.

د ډاکټر سويرا پرکاش پلار ډاکټر اوم پرکاش په ډېر غربت کې د ډګر سرکاري هايي سکول نه لسم پاس کړی.

هغه د ډګر کالج نه د دولسم ټولګي (اېف اېس سي) زده کړې کړي او د ډاکټرۍ سبق يې په روس کې ويلی دی
د ډاکټر سويرا پلار ډاکټر اوم پرکاش په روس کې واده کړی او کورنۍ يې په بونېر کې ژوند کوي. ډاکټر اوم پرکاش د سرکاري نوکرۍ نه پرته اوس خپل شخصي هسپتال لري او په سياست کې هم فعاله ونډه لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG