لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف د احتجاج په مهال اسلام اباد کې پوځ ځای پر ځای کړل شوی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري اسلام اباد کې د احتجاج کولو په هڅه د جمعې په ورځ تمامي ورځ د پولیسو اؤ احتجاج کوونکو ترمنځ نښتې، الغاؤ تلغاؤ اؤ په یو بل ګزارونه شوي خو د شپې ناوخته بیا پولیسو بلیو ایریا اؤ د هغې سره پيوست سیمې له مظاهرینو خالي کړي دي.

ددغو نښتو په مهال حکومت اسلام باد ته د ایین د 245مې مادې لاندې پوځ رابللی اؤ د جمعې اؤ خالي په منځ شپه کې پوځ په اسلام اباد اؤ خواو شا کې ځای پر ځای شوی دی.

په اسلام اباد کې پوځ په داسې حال کې را بلل شوی چې د اکتوبر پر 15 او 16مه په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ تنظیم غونډه کېږي چې تمه ده د دې تنظیم د غړو هېوادونو مشران به پکې ګډون کوي.

د ریډ زون اؤ ډي چوک تر څنګ هم پوځ ګومارل شوی چرته چې تحریک انصاف غواړي احتجاج وکړي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډاپور چې ځان سره یې د تحریک انصاف د فعالینو یوه ستره قافله د اسلام اباد په لوري روانه کړې ده، پولیسو په لاره کې د هغه په قافله اوښلن ګیسونه توغولي اؤ اسلام اباد ته ددغه قافلې د تګ مخه یې نیولې ده.

اسلام اباد ته په لاره ځای پر ځای د تحریک انصاف د فعالینو د مخنیوي لپاره سړکونه په کنټینرونو تړل شوي اؤ په ځېنو ځایونو کې کنستل شوي وؤ خو د وزیراعلا ګنډا پور په قافله کې ستره مشینري هم شامل وه چې د هغې په مرسته د سړکونو نه کنټنیرونه لرې کړل شوي دي.

د خالي په ورځ سهار ته نزدې هم وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ د هغه قافله په باهتر سیمه کې ایساره وه اؤ په هغوي د اټک سره نزدې پولیسو سخت اوښلن ګېسونه توغولي دي.

د وزیراعلا قافلې هڅه کوله چې ځان د اسلام اباد ډي چوک ته ورسوي خو د پنجاب حکومت له د موټروی د لویې سړک کنستلو اؤ ځاي پځاي د خندقونو جوړولو له امله دغه قافله اسلام اباد ته ونه رسېدله.

علي امین ګنډاپور ویلي که هر څومره وخت پرې ولګي خو هغه به ځان ډي چوک ته احتجاج لپاره ضرور رسوي.

د کورنیو چارو محسن نقوي بیا ویلي چې اسلام اباد کې به حکومت په هیڅ حال چاته د احتجاج اجازه ورنه کړي اؤ وایي د پښتونخوا وزیراعلا په اسلام اباد یرغل کول غواړي چې دې ته به نه پرېښودل کیږي.

په اسلام اباد کې د تحریک انصاف اؤ پولیسو تر منځ د اخ و ډب دا عمل په داسې حال کې روان دی چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په پینځلسمه اؤ سپاړسمه نېټه د شنګهایي د مرستو د سازمان غونډه هم په اسلام اباد کې راجوړېدونکې ده.

د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې د ملیشیا وزیراعظم انوار ابراهیم د زیارت اؤ جمعې په ورځ اسلام اباد کې موجود ؤ اؤ هیله کيږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرا منیم جی شنکر به هم د شنګهایي د همکاریو د سازمان غونډې کې د ګډون لپاره اسلام باد ته سفر وکړي.

د تېرې یوې لسیزې په مهال به دا وړومبی ځل وي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته ځي.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۵م کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج د افغانستان په هکله یوه غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر کړی ؤ.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي د شنګهایي د همکاریو د سازمان غونډه کې د ګډون لپاره د سعوي پلاوی اؤ د چین وزیر اعظم لي شیانګ هم له غونډې وړاندې اسلام اباد ته رارسیدونکي دي.

محسن نقوي رسنیو سره د خبرو په مهال د تحریک انصاف د پلویانو نه غوښتنه کړې چې هغوي باید د شنګهایي د همکاریو د سازمان د غونډې له امله خپل احتجاج وځنډوي.

خو عمران خان خپلو پلویانو ته پېغام ورکړی دی چې د ټولو خنډانو باوجود باید د پارلیمان د ودانۍ مخې ته ځانونه ورسوي.

په ایکس رسنۍ هغه لیکلي دا د فېصلې لمحه ده.

اسلام اباد کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د خویندو حلیمه خان اؤ عظمه خان په ګډون ګڼ شمیر د پي ټي آي فعالین پولیسو نیولي اؤ تاڼو ته یې بوتللي دي.

د پولیسو لخوا د د اوښلن ګیس خلاصولو باوجود هم د جمعې په ماښام د تحریک انصاف ګڼ شمیر فعالان ډي چوک ته په رسیدلو اؤ احتجاج کولو کې بریالي شوي خو دغلته به بیا ساعت په ساعت پولیسو په هغوي اوښلن ګیسونه خلاصول اؤ مظاهرین به یې خورول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG