اروپایی اتحادیې پریکړه کړې چې د چین لخوا جوړ شوي الېکټرک یا په بجلۍ چلیدونکي ګاډو باندې به 45.3 فیصده ټېرف/ محصولات ولګوي، دا فیصله د لوړې کچې تحقیقاتو په پای کې شوي چې اروپا پرې تقسیم او د بېجنګ غبرګون خطره یې زیاته کړې.
د سبسېډي په ضد تحقیقاتو پیل کولو نه یوازې یو کال وروسته، اروپایی کمېشن به د ټیسلا لپاره د 7.8 فیصده اود چین ایس اې اي سي باندې د 35.3 فیصده پورې ټېرف/ محصولاتو کې اضافه کړي چې کوم د یورپي یونین په موټرو باندې د لس فیصده محصولاتو نه علاوه ده.
اضافي محصولاتو منظوري د نهې یا سه شنبې په ورځ د یورپ یونین په افېشل جرنل کې شایع شوي ده ، پدې معنی چې دا به د چهارشنبه نه په ځای شي.
کمېشن، چې د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ پالیسي څارنه کوي، ویلي دي چې ټېرف د هغه څه سره د مقابلې لپاره ضروري دی چې دوي یې غیر منصفانه سبسيډي یادوي.
کمېشن وايي چې د چین د ضرورت نه زیات درې ملینه په بجلۍ چلیدونکي ګاډي جوړولو صلاحیت لري چې د یورپ د ضرورت دوه چونده دي، دوي په امریکا او کېنډا کې د سل فیصده ټېرف سره مخ دي نو دوي د پاره ښه ځاي یورپ دی.
بیجینګ د اروپایی اتحادیې محصولاتو باندې ویلي چې دې سره به د موټرو د سپلاي چېن ځنځیر ته نقصان ورسي او دې کال یې په ښکار بدل اخیستو کې د خنزیر په غوښه، ډیري، یورپي برانډي باندې د محصولاتو په سر خپل تحقیقات پیل کړي دي.
دې سره دې سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د اروپايي اتحادیې لنډمهاله اقدامات هم چیلنج کړي دي.
اروپایی موټر جوړونکي د چینایی سیالانو په کم لګښت جوړ الېکټریکي ګاډو سره د مقابلی د فشار سره مخ دي. کمېشن وایي چې ۲۰۱۹ کې د چین ګاډو مارکیټ د یو فیصد نه اته فیصده ته رسیدلی او په ۲۰۲۵ پورې اټکل کیږي چې به ۲۵ فیصده ته لوړ شي. او وایي چې قیمتونه یې د یورپي ګاډو په مقابله کې شل فیصده کم دي.
په تېرو پنځو کلونو کې د بېجينګ پر وړاندې د اروپايي ټولنې دريځ سخت شوی دی.دوي چین په ځینو برخو کې د احتمالي شریک په توګه ګوري ، او په نور ځایونو کې ورسره د سیالي کوي او د حریف په تله یي تلي. خو اروپا د ګاډو په محصولاتو باندې متحد نه ده.
جرمني چې د اروپايي اتحادیې تر ټولو لوی اقتصاد او د موټرو لوی جوړونکی هیواد دی، د دې میاشتې په پیل کې په یوه رایه کې د محصولاتو مخالفت وکړ چې د اروپايي اتحادیې 10 غړو یې ملاتړ وکړ، پنځو یې مخالفت وکړ او 12 ترې ډډه وکړه.
د جرمني د خزانې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې برلن له چین سره د اروپايي اتحادیې د روانو خبرو اترو ملاتړ کوي او هیله لري چې د اروپایي اتحادیې د صنعت د ساتنې په ترڅ کې د سوداګرۍ د تاو تریخوالي کمولو لپاره یو سفارتي حل ته اړتیا لري.
د جرمني ګاډو جوړونکو د اروپايي اتحادیې په اقداماتو سختې نیوکې کړې، په دې پوهیږي چې د لوی انجن ګاډو په اړه د چینایي وارداتو لوړ محصول به دوی سخت زیانمن کړي.
دا اقدامات په داسې حال کې روان دي چې په زرګونو جرمني صنعتي کارګرانو، په شمول د موټر جوړونکو د لوړ معاش لپاره احتجاج کړی، ووکس ویګن احتمال لري چې په خپل 87 کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د جرمني په خاوره کې د پلانټونو بندولو اعلان وکړي.
د هنګري وزیر اعظم ویکټور اوربان وویل چې اروپايي اتحادیه له چین سره د "اقتصادي سړې جګړې" په لور روانه ده.
د فرانس د PFA ګاډو اتحادیې د ډیوټئ محصولاتو هرکلی کړی، او زیاته یې کړه چې د آزاد تجارت ملاتړ کوي تر هغه چې دا عادلانه وي.
کمېشن د محصولاتو لپاره بله لار موندلو په ترڅ کې د چین سره د تخنیکي خبرو اترو اته دورې ترسره کړې او ویلي یې دي چې د ټېرف له لګولو وروسته خبرې به روانې وي.
د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې اروپايي اتحادیې ته د چین د EV یا الېکټرک ګاډو خرڅ د تیر کال په پرتله ۷ فیصده کم شوي وو، خو د چین د مسافر وړونکو موټرو ټولنې د معلوماتو له مخې، د ګمرکي محصولاتو وړاندې د اګست او سپتمبر په میاشتو کې دا یو پر دریمه برخه زیات شوي دي.
Forum