لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: پاکستان کې تېلو د ګرانېدو او د روپۍ بې قدره کېدو سره به ګراني نوره سېوا شي


پاکستان کې پټرول او ډیزل په داسې حال کې ګران کړی شوي چې په ملک کې د حکومتي شمېرو ترمخه په کليز بنيادونو د ګرانۍ کچه د وړاندې څخه 30 فيصده ته رسېدلې ده
پاکستان کې پټرول او ډیزل په داسې حال کې ګران کړی شوي چې په ملک کې د حکومتي شمېرو ترمخه په کليز بنيادونو د ګرانۍ کچه د وړاندې څخه 30 فيصده ته رسېدلې ده

اقتصاد پوهان وايي پاکستان کې تېل [پټرول او ډيزل] ګران کړی شو، او ورسره د امریکايي ډالر په مقابل کې روپۍ پرله پسې خپل قدر بايلي، له امله به یې ګراني نوره سېوا شوي او روپۍ به نور قدر وبايلي.

پاکستان کې د تېلو د بيعو سېوا کولو په اړه د فنانس ډويژن ويلي، د تېرو دوو هفتو په مهال نړیوال مارکیټ کې د پېټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې اضافه شوې ده ځکه پاکستان کې د پټرولو او ډيزولو په بېعو کې بدلون راوستی دی.

د خزانې وزارت ويلي، د پټرولو په نرخونو کې د 17 روپۍ او 50 پېسې د اضافې وروسته د يو ليټر پټرولو نرخ 290 روپۍ او 45 پېسو ته رسېدلی او د ډيزلو په قيمت کې د 20 روپو د اضافې وروسته نوی نرخ 293 او 40 پېسو ته پورته شوی دی.

پاکستان کې پټرول او ډیزل په داسې حال کې ګران کړی شوي چې په ملک کې د حکومتي شمېرو ترمخه په کليز بنيادونو د ګرانۍ کچه د وړاندې څخه 30 فيصده ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د روانې ګرانۍ په اړه يو تن نسيم حسن وايي، "هغه وخت تېر شو چې په لږو پېسو به ګوذاره کېده، اوس خو بس وخت تېروو. مخکې به مو درې وخته ډوډۍ خوړله اوس يو وخت خورو خو بيا هم ګوذاره نه کيږي".

د روانې میاشتې په سر کې هم تېر اتحادي حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د 20 روپو پورې اضافه کړې وه. او نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ د نهې په ورځ ويلي د تېر حکومت اقتصادي تګلارې به جاري ساتي.

نوموړي ویلي، د جاري قامي پاليسيو تسلل به جاري ساتي او د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د قرض پروګرام به سر ته رسوي.

اقتصاد پوهان وايي،که نګران حکومت د تېر حکومت تګلارې جاري ساتل غواړي او کوشش کوي چې هېواد ته بهرنۍ سرمايه کاري راوړي نو باید چې عام اولس هم د ګرانۍ د څپو څخه بچ کړي.

اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امين وايي، "که نګران حکومت وي او که راتلونکی حکومت وايي باید چې هغه لومړۍ عام تن د ګرانۍ څخه بچ کړي او د دې لپاره مهم کار سوشل سېفټي نېټ پراخول او کوم خلک چې د غربت د کرښې لاندې تللي دي هغوي ته دې د خوراک څښاک او پټرلو او بجلۍ قيمتونو کې رعايتونه ورکړي او په يوټليټي سټورونو کې دې د بنيادي ضرورت توکي ډېر او ارزان کړي".

پاکستان روان کال د جون میاشت کې د آی اېم اېف سره د درېو اربه ډالرو قرض پروګرام لاسلیک کړی وو او د تېر حکومت د آی اېم اېف په سپارښتنه په پرله پسې د تيلو، بجلۍ بېعې سېوا کړي او د ډالر نرخ ټاکل یې هم د پرانستي مارکیټ عمل ته پرېښودي وو.

د نګران حکومت د قيام په دويمه ورځ هم په پرله پسې ډول د پاکستاني روپۍ په قدر کې د کمى رجحان برقرار دی او نن د شورو په ورځ امريکايي ډالر يوه روپۍ او 79 پېسې ګران شوی دی، د يو ډالر قيمت 293 روپۍ او 30 پېسو ته رسېدلی دی.

پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحادیې ترمخه په اوپن مارکیټ هم د يو امريکايي ډالر نرخ 302 روپو ته رسېدلی دی.

د مالي چارو کارپوهان وايي د تېلو ګرانېدو او روپۍ بې قدره کېدو سره به په ملک کې د ګرانۍ نوې څپه راشي او ښکاري چې روپۍ به نور هم خپل قدر بېلي.

اقتصاد پوهه شهريار بټ وايي، "په پاکستان کې د ګرانۍ کچه له وړاندې څخه 30 فيصده ته رسېدلې ده او په راتلونکو ورځو کې مونږ ګورو چې ګراني به نوره هم زياتيږي او د بجلۍ په نرخونو کې چې کومه اضافه شوې ده، د هغې اثر به راتلونکو ورځو کې په خلکو کيږي".

د پاکستاني روپۍ قدر دا کمی په داسې حال کې راغلی چې بهرنيو هېوادونو کې کار کونکو پاکستانيانو لخوا هېواد ته په استول کېدونکو ترسيلاتو کې هم 20 فيصده کمی شوی دی.

پوهان وايي که حکومت په بشپړه توګه په درامداتو لګېدلې بنديز پورته کړي نو ګمان دی چې د پاکستاني روپۍ په مقابل کې به د ډالر قدر کې نوره هم اضافه مخې ته راشي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG