لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پنجاب کې د خېبرپښتونخوا او د بلوچستان طالب علمانو د لوږې احتجاج شروع کړی


په احتجاج کې شامل طالب علمان وايي د تېرو پنځه وېشتو ورځو راهسې ورته یو حکومتي چارواکی هم نه دی ورغلې او نه ورته چا څه قسمه ډاډ ورکړی دی
په احتجاج کې شامل طالب علمان وايي د تېرو پنځه وېشتو ورځو راهسې ورته یو حکومتي چارواکی هم نه دی ورغلې او نه ورته چا څه قسمه ډاډ ورکړی دی

د پنجاب په تعليمي ادارو کې د خېبرپښتونخوا د پخوانۍ فاټا او د بلوچستان طالب علمان وايي د لوږې احتجاج یې شروع کړی او غواړي چې د پنجاب حکومت د دوی سکالرشپې یا تعلیمي وظېفې بحال کړي.

که څه هم د طالب علمانو په غوښتنو او احتجاج د پنجاب حکومت تازه دریځ په لا مخې ته نه دی راغلی خو د پنجاب ګورنر مخکې ویلي وو چې د صوبې تعلیمي ادارې دومره وسایل نه لري چې وظېفې جاري وساتي خو هغه لوظ کړی و چې د ۲۰۲۷ پورې به دغو طالب علمانو سره مالي مرسته جاري ساتي.

په احتجاج کې شامل طالب علمان وايي د تېرو پنځه وېشتو ورځو راهسې ورته یو حکومتي چارواکی هم نه دی ورغلې او نه ورته چا څه قسمه ډاډ ورکړی دی.

مزمل کاکړ، چې د پنجاب تعلیمي ادارو کې د پښتونو طالب علمانو تنظیم، سټوډنت ایکشن کمېټۍ ېو مشر دی، وایې چې د پخوانۍ قبایلي سیمو او د بلوچستان طالب علمانو ته پخواني حکومتونو کال ۲۰۱۱ اؤ بیا ورستو کال ۲۰۱۵ کې د پنجاب په تعلیمي ادارو کې سکالرشپ ورکولو خو د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پنحاب په تعلیمي ادرو کې د دوی وظیفې ختمې کړې او وايي چې دغو تعلیمي ادارو سره دومره وسایل نشته چې د قبایلي سیمو اؤ د بلوچستان طالب علمانو تعلیمي خرچ برداشت کړي.

مزمل کاکړ وایې چې دوی د مجبورۍ نه پنجاب ته د تعلیم د پاره راغلې دي ځکه چې د دوی په سیمو کې ښې تعلیمي ادارې او یو نیورسټۍ نشته، پوځي عملیاتو له وجې درپدر شوي اؤ د دوی هم دا حق لري چې په ښو تعلیمي ادارو کښې تعلیم ترلاسه کړي.

مزمل کاکړ دا ګیله هم کوي چې د پنجاب په تعلیمي ادارو کې ورسره امتیازي سلوک کیږي اؤ د کومې ورځ نه چې په اجتجاج ناست دي نو چا یې هم تپوس نه دی کړی

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د پنجاب ګورنر لوظ کړی و چې د کال ۲۰۲۷ پورې به د پنجاب حکومت د دوی د تعلیم خرچ برداشت کوي.

د پنجاب ګورنر چوهدري سرور یوې غونډې ته ویلي وو چې د پنجاب سرکاري تعلیمي ادارو د قبایلي‌سیمو، بلوچستان او ګلګت بلتستان هغه طالب علمان په دې ویستې دي چې ورسره د دوی د تعلیم خرچ پورا کولو وسایل نشته خو ګورنر دا ذمه په غاړه اخیستې ده چې دا تعلیمي خرچ به د پنجاب حکومت برداشت کوي.

د پخوانۍ فاټا او بلوچستل دغه طالب علمان د تېر کال نه د خپل سکالرشپ د بیا پرځایې کېدو د پاره وخت په وخت احتجاج کوي او په ټولنیز رسنیو د تازه احتجاج داسې ویډیو ګانې هم خپرې شوي چې پولیس ورسره سخته رویه کوي

په دې حقله احتجاج کونکی ېو طالب علم اعجاز خان وایې چې پولیسو ورته په ښکاره ویلي که اجتجاج یې ختم نه کړو نو په ضد به یې بیا پولیس د طاقت لاره خپلوي. پولیس وایې چې د لاهور ګورنر هاوس یو حساس مقام دې ځکه دې ځاې نه دې احتجاج کونکو د پاڅولو د پاره دوي کوښښ کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG