لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي پاکستان کې د سایبر جرمونو د پلټنو لپاره د نوې ادارې جوړول د رایې په اظهار د پابندۍ هڅه ګڼي


د پاکستان حکومت د ساېبر جرمونو د پلټنو او مخنيوي لپاره د وفاقي تحقيقاتي ادارې لاندې د کار کوونکي ساېبر کراېم انويسټي ګېشن ونګ اختيارات ناڅاپي ختم کړي او ددې غرض لپاره یې د نیشنل ساېبر کراېم انويسټي ګېشن په نامه د نوې ادارې د جوړولو اعلان کړی دی.

د انټرنیټي حقونو کارپوهان او خبريالان دا اقدام په ټولنيزو رسنيو د ازادو غږونو د غلي کولو او د رایې د اظهار د مخنیوي اړخ ته يو ګام او هڅه ګرځوي.

د انفارمیشن ټېکنالوجۍ اېنډ ټيلي کميونيکیشن لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اوس به د پلټنو مرکزي اداره ايف آي ای د ساېبر جرمونو تحقيقات نه کوي بلکې ددې مقصد لپاره نوې جوړه کړی شوې اداره نېشنل ساېبر کرايم انويسټي ګېشن اېحنسي به تحقيقات کوي چې د کورنیو چارو د وزارت لاندې به وي.

د سرکاري اعلاميې ترمخه د نېشنل کرايمز انويسټي ګېشن اېجنسۍ مشر به يو ډایرکټر جنرل وي او هغه ته به د صوبې د پولیس مشر یا آي جي برابر اختيارات ترلاسه وي.

د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ مطبوعاتو سره خبرو کې د ځانله ادارې د قيام په اړه ویلي ددې مقصد د خلکو د ډېجټل حقونو تحفظ کول او په ټوليز رسنیو باندې د پروپېګنډې او افواهاتو مخه نيول دي.

د ډېجټل رايټس لپاره کار کوونکي او صحافيان وايي باید چې حکومت ددې نوې ادارې له جوړلو وړاندې د هغوي سره سلا مشوره کړې وای.

خبريال او د راولپينډۍ اسلام اباد د فېډرل يونين اف جرنلسټس پخوانی صدر عابد عباسي وايي په تېر وخت کې چې د اېلکټرونيکي جرمونو د مخنیوي قانون پيکا ارډيننس راوړل شو نو د هغې لومړی ښکار صحافيان وګرځېدل.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلی عابد عباسي وایي ، مونږ هم غواړو چې سوشل میډیا رېګولېټ کړی شي خو ددې لپاره باید چې ټول کښېنول شي اؤ ددې خبرې تعین وشي چې د رېګولېټ کولو طريقه کار به څه وي.

د هغه په خبره "هسې نه چې قانون جوړ کړی شي او بيا هغه د سياسي کارکنانو، صحافيانو او ازادانه رایی ورکونکو پرضد وکارول شي او حکومت چې څه او څنګه غواړي هغه شان وویل شي نو دا به بيا ګرانه وي او دا به د حکومتي خوښې په خلکو د ورتپولو يوه وسله وي".

د ایلکټرونيکي جرمونو د مخنیوي او د ټولنيزو رسنيو د رېګولېټ کولو لپاره دا نوې اداره په داسې حال کې جوړه کړی شوې ده چې په پاکستان کې د صحافتي ازادۍ لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک په خپل وروستي رپورټ کې ويلي دي چې په تېر يو کال کې د هېواد دننه د اظهار ازادۍ ته ورپېښو ګواښونو کې اضافه شوې ده.

دغه تنظیم وایي چي ولس او د سياسي ډلو استازي په ازاد ډول د خپلې رايې اظهار نه شي کولی او دې سره په ان لاېن پلېټ فارمز او مېډيا قدغنونه لګول کېږي.

څېړونکي دا حکومتي ګام په سوشل میډیا د تحریک انصاف د فعالینو لخوا په پوځي اسټیبلشمنټ د کېدونکو نیوکو د مخې نیولو یوه هڅه بولي.

پاکستان کې ډېجټل رايټس کارپوهه هارون بلوچ وايي داسې ښکاري چې د رياست طاقتورې ادارې د پاکستان تحریک انصاف د مخ په سېوا کېدونکي تنقيد څخه په ويره کې دي او هڅه کوي چې سوشل میډیا باندې ددغه ګوند اوازونه غلي کړي.

هغه وایي پاکستان تحریک انصاف چې په تېره يوه لسيزه کې په کوم موثر ډول د سوشل میډیا استعمال کړی هغسې يوې سياسي پارټۍ او یا هیڅ یوې رياستي ادارې نه دی کړی.

د ګلوبل ډېجټل انسايټ د کال 2023م د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې 72 مېلیونه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وايي تر ټولو کم شمیر 4 مېلیونه پکې ایکس یا پخوانی ټويټر کاروي کوم چې په پاکستان کې د تېرو څو میاشتو راهیسې بند دی.

د پاکستان په سياسي ډلو کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان پارټي پاکستان تحریک انصاف دا وخت د سوشل میډیا د رسنیو تر ټولو زیات ستعمالوونکې ډله ده او په خصوصي توګه له هغې وروسته چې روايتي مېډيا د انتخاباتو څخه وړاندې په جېل کې بند د عمران خان او د هغه د ګوند په اړه خبرونه سنسر کول پېل کړي دي.

عمران خان په اېکس نزدې 20 مېلیونه فالورز لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG